Categories

اعلان

Loading…

مشرانو جرګه د ټاکنو غوراوي جرګه ګۍ د اساسي قانون خلاف بولي

مشرانو جرګې د یکشنبې ورځې په ناسته کې له افغان ولسمشر وغوښتل، چې د ټاکنو کمېسونونو کې د سمون راوستلو لپاره د غوراوي جرګه ګۍ لغوه کړي.

د مشرانو جرکې غړي وايي، چې د ملي شورا دواړو جرګو د دې کمېټې د کار او صلاحیت په هکله د ولسمشر تقنیني فرمان په پرېکند اکثریت سره رد کړی، ځکه له دې وروسته د دې کمېټې کار قانوني نه دی.

د غوراوي جرګه ګۍ ایجاد او فعالیت هم د ملي شورا له لوري غیر قانوني بلل شوی او په دې تړاو یې د ولسمشر دویم فرمان هم ردکړی دی.

د مشرانو جرګې غړی حسیب الله کلیمزی وايي،  د غوراوي جرګه ګۍ او د هغې د کار دوام د افغانستان د اساسي قانون خلاف ده.

د هغه په خبره، که افغان ولسمشر د ټاکنو کمېسونونو کې د سمون راوستلو لپاره د غوراوي کمېټه نه لغوه کوي، نو په دې معنا ده، چې د افغان ملت استازو او قانون جوړوونکو ته درناوی نه لري.

که څه هم دې جرګه ګۍ د ټاکنو کمېسونونو په هکله څو میاشتې کار وکړ، خو ملي شورا یې ناقانونه بولي او ولسمشر ته استولي وړاندیزونه یې هم بې باوره بولي.

له تېرو ولسمشري ټاکنو وروسته د ولسمشر غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله ترمنځ د ملي وحدت حکومت د جوړېدلو په بهیر کې د ټاکنو خپلواک کمېسون او ټاکنیزو شکایتونو کمېسون کې د سمون راوستلو لپاره د غوراوي کمېټه هم جوړه شوه.

د غوراوي کمېټې غړو هم د تېرې شبنې په ورځ افغان رسنیو ته وویل، چې د ملي شورا له دغه اقدام وروسته یې خپلې چارې درولې او د خپل کار د دوام لپاره د ولسمشر نوي دریځ ته سترګې په لار دي.

د ملي شورا له لوري د ولسمشر د فرمانونو ردېدلو د ټاکنو کمېسیونونو له تادوه هرکلي سره مخ شوي او ویلي یې دي چې، ډير ژر به د راتلونکو پارلماني ټاکنو کره نېټه اعلان کړي.

7 total views, 1 views today

1 comment

  1. حسن Reply

    فکر کوم چی افغانستان ورو ورو د قانونیت خواته د پرمختګ ګامونه اخلی او له جنګسالارانو ، ټوپکسالارانو ، زورواکانو او سرتمبه ګانو سره د خدای پامانی وخت رارسیدلی دی.
    د یوی پرمختللی افغانی ټولنی په لور چی هلته قانون په ټولو باندی یو ډول او مساوی تطبیق شی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *