Categories

اعلان

Loading…

افغانان، شخصیتونه او افراط/ منصور داودی

په تاریخ کې د شخصیتونو ونډه خورا مهمه ده، خو ډېری وختونه شخصیتونه پخپله د دومره لویې ونډې په ورکړې خوښ نه وي. فیلسوفان او مفکرین په وار وار دا وایي چې که زموږ اغیز په تاریخ له هغه څه چې موږ یې غواړو زیات وي، دا به پخپله ټولنه د ګمراهۍ او بې لارۍ په لور بوځي. د تاریخ فلسفه پخپله دا ارزوي چې ځینې وختونه شخصیتونه په تاریخ خپل اغیز لکه یو ستر بار پرېږدي، دغه اغیز د ټولنو او افرادو د اعتماد جذبه را کموي او کله چې یوه ټولنه له بحران سره مخ شي، دوی تل خپله بقا د یوه ناڅرګند شخصیت په وجود کې ګوري. دوی په خپلو غوښتنو کې افراط کوي چې دا پخپله د سستۍ بېلګه ده.

نامتو روسي لیکوال ټولسټوۍ وایي شخصیتونه په خپل ذات کې هېڅ هم نه دي، بلکې پېښې دي چې دوی ته اهمیت وربخښي. دا ښکاره ده چې ډېری شخصیتونه د خپل وخت د ټولنو د غوښتنو ښکارندوی دي. په افغاني ټولنو کې په خپل وخت داسې خلک تېر شوي چې ستر نومونه او شخصیتونه وو. د وخت په تېرېدو د حالاتو په بدلون، د دوی ارزښت او په تاریخ یې اغیز بدل شوی، د فاتح او مفتوح تر منځ او د القابو په باران کې ډېر د عظمت څلي او ډېر د حقارت تر کندو کوز شوي. که د وخت غوښتنې نه وای هېڅکله به هم د دغو اشخاصو اصلي جوهر نه وای راڅرګند شوی.

د ټولنو د بقا او پرمختګ لپاره مهمه ده چې دوی خپل نن ته په واقعبینانه سترګو وګوري، او هېڅکله هم خپل نن په پرون کې ونه لټوي. هغه ټولنې چې د خپل نن د ژغورلو لپاره خپل پرون ته په پنا وروړي د هغو ژغورنه سخته وي. یوه فرانسوی لیکوال وایي بدبخته قوم هغه دی چې مړي یې په ژوندیو حکومت کوي! زموږ د ټولنو یوه ستونزه همدا ده، نه یوازې د تاریخ له تیارو پاڼو نه درس او عبرت اخلو بلکې هغه پرېږدو چې زموږ نن هم تیاره کړي. د شخصیتونو په ستروالي کې افراط نه یوازې د ټولنې نظم خرابوي، بلکې دا په راتلونکو نسلونو هم بد اغیز کوي. هغوی ته اتل او خاین هماغه دی چې دوی ته یې د تاریخ په پاڼو کې لولي، ځکه د دوی د فکر او شعور وسیله له دوی څخه اخیستل شوې وي.

څو اونۍ مخکې یوه ملا د افغانستان پخواني پاچا امان الله ته په اشاره د هغه په کړو وړو او اوصافو د بطلان سره کرښه کش کړه. په غبرګون کې یې ځوانانو او ډېرو افغانانو له ډیموکراټو تر لیبرالو او حتی ابن ـ الوقت فنډمنټلسټانو غبرګون ښودلی و، لوی لامل یې د ملا له نامه او موقف څخه د کرکې په خاطر. پاچا امان الله ټول وخت په افغانستان کې تېر کړی و، خو د ښار او کلي په توپیر یې سر نه خلاصېدو، ځکه خو یې په لوی لاس افغانستان د مدرنیت او افراطیت تر منځ د جګړې په لوی میدان بدل کړ. نن هم که د کلي ساده سړی د ښار نکټایي پوش په کفر او بې دینۍ ګرموي لوی لامل یې د هماغه وخت څخه راپاته ویجاړه مفکوره ده. د ګوډ ملا او امان الله تر منځ توپیر د افغانستان د هر وګړي تر منځ توپیر دی. یوه هوښیار سړي ویلي وو چې افغانان خورا (اکسټریم)-افراطي خلک دي، دوی په هر څه کې افراط کوي.

د تاریخ له پاڼو د افغانانو د افراط ښه بېلګه د مرزا عطا محمد له لیکنو معلومېږي (عطا د شاه شجاع د وخت له مورخینو څخه دی) دی لیکي: ((افغانان له پخوا څخه ورپاته یو لوی خاصیت لري، کله چې د قدرت رڼا بلېږي دوی لکه پتنګان پرې ور مات وي، او کله چې د شتو دسترخوان غوړېږي دوی لکه مچان پرې ورغونډېږي.))

د افغانانو د افراط تر ټولو غوره مثال د دوی د القابو او درنښت د قایل کېدلو دی، په ورځ کې دوه وار دوی یوه سړي ته هم د خاین او هم د اتل لقب ورکولای شي. د دوی د ښه او بد د تعریف تر منځ د خلیجونه توپیر وي، خو دا توپیر په ثانیو کې له پامه غورځول کېدای شي. کیدای شي په دې وپوهېږي هم چې دوی په غلطه دي، خو پر بل د برلاسي په خاطر به هېڅکله دا ونه مني چې (کېدای شي زه غلط وم). ډېری مورخین وایي، دا د زمان جبر دی چې د یوې ټولنې د فکر د زاویې په ټاکلو او بدلولو کې رول لوبوي، خو پرګماتیستان (عمل ګرایان) وایي دا د انسان د شعور کار دی چې انسان ته د فکر آزادي ورکوي. د افغانانو نن تر پرون ډېر تیاره دی، پرون لږ تر لږه د افراطیت او مدرنیت تر منځ توپیر ښکاره و، نن هر څه سره ګډ وډ دي او ورځ تر بلې لا ورانېږي.

د افغانستان نامتو ډیپلوماټ مرحوم عبدالرحمان پژواک په خپلو خاطرو کې لیکي چې کارمل ته مې د لیک په ځواب کې ولیکل چې په هغه ډول چې تاسو سوسیالزم افغانستان ته راوړ، که اسلام هم راغلی وای د خلکو به نفرت ترې شوی وای! رښتیا هم زموږ خلک د امان الله له وخته له مدرنیزم، کمونیزم، افراطیت او اسلامیزم او بالاخره تر ولسواکۍ پورې هر څه په پوره افراط څکلي دي.

پرون مو چې څوک ګوډاګی باله نن هغه ملي مشر او ملي زعیم دی، دا ځکه چې زموږ نني شخصیتونه په هغه تول پوره ونه ختل لکه څنګه چې مو ګومان کاوه. کېدای شي که مو توقعات او غوښتنې د خپل ځان (لکه څنګه چې یو) له معیار سره سم ټاکلې وای، ځای به مو د بدبختۍ ژورو کندې نه وای.

281 total views, no views today

1 comment

  1. حسن Reply

    داوی جانه په لفافه کی د دګوډ ملا لارنس مشهور په عبدالله او منفور ملا صبور طرفداری کړی ده . په هر حال سره واقعیت د نه دی ویلی . د نړۍ په تاریخ کی شخصیتونه ډیر رول لری. که ستالین د جرمنی په مقابل کی مقاومت نه وای کړی نو نن به روسیه هم نه وه ، که ابومسلم د عربانو په مقابل کی قیام نه وای کړی نو نن به ایران او افغانستان هم عربی هیوادونه شمیرل کیدل. که میرویس خان هوتکی خپل قوم د ګرګین په مقابل کی نه وای رهبری کړی نو نن به افغانستان هم د ګرګیانو یو ولایت یا د دوی په خبره استان شمیرل کیده . که امان الله خان د افغانستان آزادی نه وای اخیستی نو امکان لری زمونږ او ستاسی سرنوشت هم بل ډول وای.
    همدا راز کله کله د ځینو شخصیتونو منفی رول هم مهم دی. که شاه شجاع د خپلو ورونو په مقابل کی قیام نه وای کړی او د رنجیت سنګهه او انګریزانو په مرسته کابل ته نه وای راغلی شاید د افغانانو او انګریزانو ترمنځ به جګړی نه وای شوی او که ببرک کارمل یا سقاو او یا برهان الدین ربانی د پردیو په مرسته کابل نه وای نیولی نو د افغانستان د مظلومو خلکو سرنوشت به داسی نه وو لکه نن چی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2