Categories

اعلان

Loading…

په کره کتنه کې اشاره/ اجمل ښکلى

موږ د کره کتنې کار ته ډېر زړه نه ښه کوو، بېلابېل علتونه يې دي؛ خو يو علت يې دا دى، چې موږ کره کتنه له شخصيتونو سره د تقابل ډګر ګڼو، انسانان له ټکره ځان ساتي، ځکه هوساينې ته يې زيان رسوي.

خو موږ پوهېږو، چې پنځونه د فرهنګ برخه وي او هر لوستونکى ترې د مناسبې مانا اخيستو حق لري. زما خبره پر هغو اشارو ده، چې موږ يې په څېړنيزو، کره کتنيزو او ادبي ليکنو کې بېلابېلو ليکوالو يا کره کتونکو يا نورو ته کوو.

موږ په خپلو ليکنو کې د چا د نوم له اخيستو سره احتياط کوو، چې دا موږ ته علمي ګټه نه شي رسولى. د يوې خبرې د راژوندي کولو او لوستونکي ته د دې فکر د ورکولو لپاره چې لوى کسان هم تېروتنې کولاى شي، د لوري معلومول پکار دي. له دې سره خبره له ابهامه هم راوځي او لوستونکى پوه شي، چې څه خبره ده. که زه د استاد حبيبي يا استاد زيار کومه خبره د دوى له نومونو سره راواخلم او نقد پرې وکړم، مطلب دا نه شو، چې ګنې سپک مې کړل. موږ بايد د سپکاوي او درناوي ترمنځ معقول سرحد وپېژنو که زما اشاره د سپکاوي له الفاظو يا له شخصي غرضه ډکه وه، بيا لوستونکى هم پوهېږي، چې د کره کتونکي نيت ښه نه دى او هرومرو له هغه ليکوال يا څېړونکي نه يې کومه شخصي عقده اخيستې ده، ځکه چې په داسې مواردو کې د نقد پر ځاى د کره کتونکي احساسات پياوړي وي.

دا کار که له يوه پلوه لوستونکى د کره کتونکي پر کره کتنه بې باوره کوي، له بل پلوه علم ته چندان ګټه نه رسوي. که د يوه ليکوال يا شاعر شخصيت ستاسې کره کتنې ته کومه ګټه نه رسوي، بيا خو ښه دا ده، چې عادي يې ياد کړو او لوستونکى د هغه د نوم پرځاى د هغه خبرې ته متوجه کړو.

که زه يوه ليکوال ته د اشارې په وخت د هغه نوم په ساده بڼه وليکم او القاب ورسره ياد نه کړم، مطلب دا نه شو، چې ګنې ما يې سپکاوى وکړ. دا د علم په توګه د کره کتنې غوښتنه ده، چې خپله پلوي او ناپلوي له ځان سره وساته. په داسې مواردو کې لوستونکى د کره کتونکي په نيت شکمنوي. هغه ليکوال ښايي له لوستونکي سره فکري اختلاف ولري او دومره پلوي د لوستونکي احساسات ټپي کړي. له لوستونکي سره احتياط د هوښيار ليکوال او کره کتونکي نښه ده.

که زما اشاره له ادبي طنز سره مله وه او موخه مې سپکاوى نه و، نو لوستونکى پوهېږي، چې اشاره ګر هغه ليکوال يا شاعر يا څېړونکي ته احترام لري؛ خو د سبک د نارسمي کولو لپاره يې له طنز يا عاطفي چلنه کار اخيستى دى او داسې ډېرې بېلګې موږ په خپل او د نړۍ په ادب کې وينو. دا درېيمه اشاره چې له شخصي سپکاوي پاکه ده، په ادبي ليکنو او کره کتنه کې عامه ده او ښايي ترينګلى چلن ورسره ونه کړو، خوند ترې واخلو يا يې عادي وګڼو، ځکه د هنر په کار کې حوصله پکار ده. که ليکوال و شاعر سره ګوزاره ونه کړو، اصيل هنر به ايجاد نه کړي. خبره نيمه، په خندا تېرول پکار دي. د سپکاوي او شوخۍ ترمنځ توپير وي.

د استاد ښکلي نورې لیکنې

9 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *