Categories

اعلان

Loading…

د غازي امان الله خان (رح) د خبرو یوه برخه

له یوه الماني خبریال سره د غازي امان الله خان (رح) د خبرو یوه برخه:

د بختیار تلاش ترجمه

«خیالي او بې پروا نه یم. غوښتل مې له ملایانو سره خبرې او روغه جوړه وکړم. هغوی نه غوښتل نوښتونه قبول کړي. حتی د ټکنالوژۍ لومړني تغیرات او نوښتونه ورته د منلو نه ول. د مثال په توګه، ټیلیفون یې د شیطاني کشفونو په نامه ردولو. د دوی له خوا له مکې او مدینې منورې سره د ټیلیفوني لینونو او اړیکو په اړه زما دلایل ردېدل. ویل به یې، هلته اسلام تحریف شوی دی. روغتون مې نه شو جوړولی ځکه چې تعویذ یې د ناروغیو څخه د ژغورنې یوازنۍ وسیله ګڼله. نه یې غوښتل، چې منظم مالیات په رسمیت وپېژني ځکه چې الله ج په داسې شیانو حکم نه دی کړی. د پېژندپاڼو په مقابل کې یې سخت دریځي کوله، ځکه چې د پېژندپاڼو لپاره عکسونه ضرور وو. ملایانو به ویل، که څوک غواړي عکس واخلي په یو کال، یوه میاشت یا یوه ورځ کې به مړ شي. خلک به د پولیسو ماموریتونو ته راتلل او ویل به یې، د دې پر ځای چې عکس یې واخیستل شي او مړ شي ښه ده، چې ۵۰ دورې ووهل شي.»

af-train-uhu-web

د هغه لوکوموټیف اورګاډي عکسونه چې غازی امان الله خان (رح) په خپل وخت کې له جرمني څخه اخیستی وو او د (http://www.andrewgrantham.co.uk/afghanistan/railways/kabul-to-darulaman-railway/) په وینا چې یو شمېر ماشینونه یې پخپله په کابل کې جوړ شوي ول.‌ هغه وخت په جرمني کې هم له همداسې لوکوموټیف اورګاډو څخه کار اخیستل کېده چې ورو ورو یې پرمختګ کاوه او اوس دې حد ته رسېدلي دي چې لیدل یې د انسان سترګې وړي.‌ د افغانستان د اورګاډي سیستم د سقاوي اړو دوړ په وخت کې له منځه وېوړل شول او د سقاو زوی هغه غل وو چې د جمعیت اصلاح ملا صبور ورته د مجاهد خطاب کوي

german train

د جرمني اوسني عصري اورګاډي

ملکې ثریا وویل:

«که چېرې د خپل مېړه درد زیات نه کړم؛ زه دغه سقوط ته ښه راغلاست وایم، چې بالاخره یې موږ ته دویم ځلي ازادي راډالۍ کړه. څوک هم دا تصور نشي کولی چې ما په افغانستان کې څه، څه تحمل نه کړل. پلار مې د یو افغان سرحدي قوم مشر وو، مورمې سوریايۍ مېرمن وه او زه په دمشق کې لویه شوې وم. کله چې زه د دمشق په څېر له یوې روشنفکرې ټولنې نه کابل ته راغلم؛ نه مې شول کولی چې ځان د افغانستان له شرایطو سره برابره کړم. افغانستان یو قهرجن او بې مینې هېواد دی. اوسېدونکي یې په تاوتریخوالي کې اوږده مخینه لري. د مېړه مینې او د واده د وختونو ځوانو خاطرو له ما سره دا مرسته وکړه چې د دغه سرنوشت ګوزارونه تحمل کړم.»

یادونه: ملکه ثریا اوغازي امان الله خان دواړه یو ځای له ملتان څخه په یوه کښتۍ کې د تبعید پر سفر روان ول چې دا خبرې یې له یوه الماني خبریال سره کړې وې.

(له افغان سباوون څخه په مننه)

316 total views, 1 views today

2 comments

  1. Dr.HamidUllah Zrrlver Sapi A. T. Be. Reply

    Salamoonah;

    Da be-sevadeh molayano, sakavi ghlo, aw pirano hazratano… d hamhagha waxt na d Ghazi Amanullah khan aw noro taraqqi pesando wakmano d parmakhtag planono momanea`t kavei aw laa os yi ham kawi.

    Doy d Jinah( tash pa nom Kaid-e aazam!!!) pa gery xreylo ya d Engrezy kanun aw mosolman wajino bande weli inteqad na kawi? Zaka che d hamagha Eyiblis bachyan diey!.(cshetanaan & cshaytan xaneee)

  2. Dr.Atal Reply

    غازی امان الله خان د آزادی ، ساینس او تکنالوجی ،پرمختګ او هوساینی ته کار کولو ، او افغانستان یی د نورو سره سیال جوړولو ………او نن به افغانستان د خپل دفاع توان درلود ،اداره او قیادت به یی تر ننه سالم او پیاوړی وو،حکام به یی ملت ته غله نه وو ، په ملی ګټو او نوامیسو به لوبی نه کیدی ،هر دیوس ته به مو صاحب او جی سر نه ویلی ، هرچا ته به مو لاس اوږد نه وو، دګدایی ذلت او تحمیلی قراردادونه به نه وو.
    دبلی خوا د امان الله خان غازی نه وروسته کوم حرکت ،کوم حزب ،کوم لیډر،کوم عالم کومه عملی سالمه نمونه د سالمی اداری او قیادت حتی په خپل فامیل کی وړاندی کړی ؟
    دا دومره غله ،معامله ګر،ملحدین،منافقین ،ملی خائنین او متعفن جاهل او متعصب ډلګی هیرول یا هغوی نه لیدل او غازی شاه ته پام اړول یا د هغی شخصیت او عزت داړل هر افغان ته سوال برانګیز عمل دی ، راځی حال مو سم کړو چه راتلونکی مو سمه او راتلونکی نسلونه مو په عزت ژوند وکړی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *