Categories

اعلان

Loading…

د پرېکړې رازونه!/ ژباړن: حمیدالله حمیدي

له پرېکړې مه وېرېږئ، اګاهانه پرېکړه وکړئ او متعهدانه عمل.

برایان تریسي د پرېکړې په اړه وایي « متعهد انسان او شفافه پرېکړه، د لویو حرکتونو سبب ګرزي.»
د ژوند په هره لحظه کې تاسو د پرېکړې کولو په حال کې یئ او همدا پرکړه ده، چې ستاسو لپاره د ژوند کړن لاره په ګوته کوي. دا چې نن تاسو په کوم علمی او کاري موقف کې یئ، د هغې پرېکړې پایله ده، چې کلونه مخکې مو کړې وه. او دا چې تاسو په کوم ښار او په کوم ډول شرایطو کې ژوند کوئ، دا هم د هغو پرېکړو نتیجه ده، له نن څخه مخکې مو یې په اړه فکر کړی و. نو ویلای شو، چې په ژوند کې د خوښیو او نیکبختیو د لاسته را وړلو لپاره یوازنۍ کلۍ په سم ډول «پرېکړه» کول دي. موږ، چې هره ورځ له خوبه پاڅېږو او د ژوند د ګړۍ هر ثانیه مو اوړي، د خپلې راتلونکې لپاره پرېکړه کو او پر پرېکړې فکر کوو.
موږ تل په دې اړه فکر کو، چې کوم خواړه وخورو او کوم خواړه مو له غذایي رژیم څخه وباسو؟ په کوم روزنیز کورس کې نوم لیکنه وکړو او له کومه یوه سره خدای پاماني وکړو؟ له دې وروسته کوم کار وکړو او کوم کار پای ته ورسوو. له څه ډول کسانو سره ناسته ولاړه وکړو او د کومې ډلې کسانو له ناستې پاستې ځان وژغورو؟ همدا موږ یو، چې د خپل راتلونکي ژوند په اړه تصمیم نیسو او پرېکړه کو. ان که مو د یوې موضوع په اړه هېڅ پرېکړه هم نه وي کړي، بیا هم تاسو خپله تصمیم نیولی، چې د خپل ژوند واګې د بل چا په لاس کې ورکړئ.
د پرېکړې قدرت یو الهی ورکړه ده، چې ټولو انسانانو ته په یوه کچه ورکړل شوې ده. د پرېکړې دا الهي قدرت دا په ګوته کوي، چې هېڅوک په چا باندې په زور یا جبر کوم کار نه شي تر سره کولای او هر څوګ کولای شي، چې له دې نعمت څخه ګټه پورته کړي او خپل ژوند له خپلې خوښې سره سم پر مخ بوزي.
د خلکو بېلا بېل ژوندونه د هغوی د بېلا بېلو پرېکړو پایله ده، چې ځینو یې په موقتي او ځینو یې اوږد مهاله پرېکړې کړې دي.
پرېکړه کول په درې ډوله دي
۱- لنډ مهاله پرېکړه
۲- منځ مهاله پرېکړه
۳- اوږد مهاله پرېکړه
۱- په لنډ مهاله پرېکړه کې کولای شو، چې شرایطو ته په کوتو سره پرېکړه وکړو. د دې پرېکړې له ناوړه عواقبو نه مه وېرېږئ، ځکه که خدای مهکړه پایله یې خرابه هم شي کېدای شي په منځ مهال پرېکړه کې یې جبران کړئ.
۲- که په منځ مهاله پرېکړه کې غلطي یا اشتباه وکړئ، کېدای شي عواقب یې د جبران کولو وړ نه وي او که وي هم ډېر به سخت وي.
۳- اوږد مهاله او یا دایمي پرېکړه بیا هغه پرېکړه ده، چې، خطا یا غلطي یې په هېڅ صورت د جبران وړ نه ده. اوږد مهاله پرېکړه تر ډېره حیاتي ده او په کولو کې یې هم باید ډېر دقت وکړئ.
که مو فکر کړی وي، د ډېری شکونو او ناکامیو اصلي لامل ناسمه پرېکړه ده.
د دې لپاره، چې د خپلې راتلونکې، ورځنیو چارو، ښه ژوند او ښو لاسته راوړنو لپاره مو ښه او پر ځای پرېکړه کړې وي، ښه ده، چې د پرېکړې رازونه زده کړئ.

لومړی راز:
د دې لپاره، چې ښه او پر ځای پرېکړه مو کړې وي، د اړوندې موضوع په اړ لومړی پوره مطالعه وکړئ، مانا دا، چې د موضوع اړوند پوره معلومات تر لاسه کړئ، ستونزې یې په ګوته کړئ، د حل لارې ورته پیدا کړئ او په وروستۍ برخه کې په پوره پوره دقت سره پرېکړه وکړئ.
دویم راز:
د پرېکړې لپاره د اړوندې برخې له کار پوهانو سره مشوره کول تر ټولو ښه او اړینه خبره ده. له هغه کسانو څخه، چې په دې برخه کې پوره معلومات او پوه نه لري مشوره اخیستل چندان ګټه نه لري او که وشي هم کېدای شي پایله یې معکوسه شي.
درېیم راز:
د پرېکړې لپاره له هغه کسانو سره، چې په دې برخه کې پوره وړتیا لري، له تاسو څخه یې مخکې دغه ډول څه تر سره کړي وي، دغه لار، دغه تحصلي رشته او دغه غذایي ریژیم یې امتحان کړی وي مشوره یې ستاسو لپاره ډېره ګټوره ده. له دغه کسانومشوره اخیستل د اړوندې موضوع په اړه ستاسې سترګې خلاصېږي او پټ اړخونه یې درته را برسېره ګېږي. او ان کله کله درته د ماتې خوړلو د مخنیوي لارې چارې هم په ګوته کوي.
څلورم راز:
د پرېکړې تر ټولو کلیدي او اړین راز د پرېکړې کولو وخت دی، مانا دا چې په یوه ځانګړي وخت کې پرېکړه کول کولای شي ځانګړې او د پام وړ ګټه ولري.
او که چېرته په خپل وخت پرېکړه ونه شي، کېدای شي ډېرې بدې او نه جبران کېدونکې پایلې ولري، چې بیا به د تلف شوي وخت ارمان کوئ او لاسته به څه نه درځي. سمه ده، چې وایي « ماهی، چې هر وخت له اوبو وباسې تازه وي» داسې نه، چې اوبه وچې شوې وي او ان د نیولو لپاره ماهي هم په کې نه وي.
پنځم راز:
کله، چې یو څوک د یوې موضوع په اړه، ټولو قوانیونو او شرایطو ته په کوته پرېکړه کوي، یوه بل ستر او ګټور راز ته هم اړتیا شته، چې کولای شي پرېکړه کوونکي بریا ته ورسوي هغه بل څه نه، یوازي خپلې پرېکړې ته «ژمنتیا» ده. کله مو، چې پرېکړه وکړه بیا نو له هر ډول شک او تردید څخه ځان وژغورئ او یوازې مسیر طی کوئ او بس!. هغه کسان، چې له پرېکړې وروسته هم په شک او تردید کې وي او ځینې وخت له خپلې پرېکې په شا کېږي، دوی یوازې له کاروانه پاتې کېږي او خپلو هیلو ته په رسېدو کې پاتې رازي. د دې لپاره، چې پوه شئ څومره په خپله پرېکړه کې قوي یئ یوازې خپلې ژمنتیا ته مو پام وکړئ. که پوه شوئ، چې پرېکړې ته مو پوره ژمن یئ، ډاډه اوسئ، چې په خپله پرېکړه کې پوره بریالي یئ او په ډېره اسانۍ سره به خپلې موخې ته ورسېږئ. که کله له داسې حالت سره مخ کېږئ، چې پرېکړه مو په زړه نه او خطا وتلي یئ، ښه خبره دا ده، چې په هماغه لحظه له خپلې پرېکړې تېرشئ، څمره زر، چې له خپلې پرېکړې تېر شئ هومره مو په ګټه ده.
په یاد ولرئ، چې تل لومړۍ پرېکړه تر ټولو ښه پرېکړه ده.
له پرېکړې مه وېرېږئ، اګاهانه پرېکړه وکړئ او متعهدانه عمل وکړئ.
که تاسو د خپل ژوند لپاره پرېکړه ونه کړئ، نور کسان هم شته چې ستاسو د ژوند لپاره به تصمیم نیسي، نو ښه ده، چې د خپل ځان، کور او خپلې راتلونکې سرشته او واک په لاس کې واخلئ. په خدای پاک توکل وکړئ او له خدای پاکه په دې برخه کې مرسته وغواړئ. هڅه وکړئ، چې د خپلې ښې راتلونکې، خوښیو او نیکبختیوته د رسېدو لپاره په خپله، پر وخت او سمه پرېکړه وکړئ.

56 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *