Categories

اعلان

Loading…

اسلامپالی که پاکستانپالی جمعیت اصلاح ؟/ رحمت اندړ

“جمعیت اصلاح و انکشاف اجتماعي افغانستان” په افغانستان کې د هغه تنظیم په توګه پېژندل کیږي چې د تفسیر او حدیثو د خدمت لپاره یې شپه او ورځ پر ځان یو کړي دي او د افغانستان د اسلامي کولو لپاره زیار باسي.

د دوی د ټولو “خدمتونو” له امله دوی د عامو خلکو دومره ډاډ تر لاسه کړی دی چې ډېر لږ خلک په دې پوهیږي چې دا ډله اصلاً د قران او حدیث تر چترۍ لاندې د افغانستان د تسخیر کولو کوښښ کوي. دوی په حقیقت کې د قاضي حسین احمد د جماعت اسلامي بدرنګه کاپي ده او د افغانستان د نظام د جرړو د غوڅولو خوب ویني. د قاضي حسین احمد جماعت اسلامي د مودودي جماعت اسلامي نه دی بلکې د مودودي د خپل زوی په نظر د هغه د پلار جماعت اسلامي اسلام لپاره کار کاوه خو د قاضي حسین احمد جماعت اسلامي د اسلام اباد لپاره کار کوي. جمعیت اصلاح د قاضي حسین احمد د جماعت اسلامي افغانی رنګ دی چې غواړي دلته واکمن شي او کابل هم د اسلام اباد تر واک لاندی وي.

د جماعت اسلامي اوسني مشر سراج الحق ته د جیو تلویزون په مخ وویل شول چې ځینې کارپوهان پدې اند دي چې د منور حسن په څېر مخور او مطرح امیر پر ځای ستاسې ټاکل کېدل ځینې خلک تفسیروي او وايي چې د پاکستان استخبارات غواړي تاسې د کابل پر ضد داسې وکاروي لکه څنګه چې يې قاضي حسین احمد، یو بل پښتون امیر، د کابل پر ضد کارولای وو. نو هغه د دغه خبرې څخه انکار پر ځای وموسکېده او ویې ویل چې ښه به نه وي چې روسان الله پاک د قاضي صاحب په لاس مات کړل او امریکایان اوس زما په لاس مات کړي؟

دا جمعیت اصلاح چې تاسې وینۍ او د قران او حدیث دورې او درسونه ترتیبوي د دغه جماعت اسلامي افغانی مخ دی چې دلته یې د افغان پر ضد کاروي. دوی هغه ډله دی چې مشران یې ټول پاکستان کې اوسیږي او د هغوی د ګټو لپاره کار کوي. دوی د جماعت اسلامي د فرعي تنظیمونو اسلامي جمعیت طلبه او جمعیت طلبه عربیه روزل شوي خلک دي چې اوس د هم هغوی اجنډا دلته افغانستان کې پلي کوي. په یو او بل نوم د افغانستان د جرړو او شخصیتونو د سپکولو لپاره کار کوي.

د حامد کرزي د ریاست پر مهال هغه په ډېر ویاړ هر ځای کې دا یادونه کوله چې که له مخالفینو سره علماء شته نو له مونږ سره هم د جمعیت اصلاح علماء شته. دا د جمعیت اصلاح علماء وو چې کرزي ته یې د هر ډول ملاتړ ډاډ ورکاوه خو بیا یې مخالفینو ته هم ویل چې مونږ له تاسو سره یو. همدغه دوه مخي پالیسي ده چې جمعیت اصلاح ته یې ژوند ورځ په ورځ مشکل کړی دی.

دوی اردګان ته خلیفه وايي حال دا چې مخ یې خریلې دی، او مرسي یې ایډیال دی حال دا چې د مولوي عبدالصبور پر معیار دواړه بی دینه دي. نه یواځي چې ږیره یې په شریعت برابره نه ده بلکه د غیر اسلامي انتخاباتو پر مټ په مصر او ترکیه حاکم شوي وو/دي. دوی په پاکستان کې د یو غیر اسلامي نظام حامیان دي او پاکستان مسجد بولي خو په افغانستان کې غیر اسلامي نظام باید له منځه ویوړل شي او افغانستان کې اسلام له خطر سره مخ دی.

دوی چې پښتنو سره کښېني نو خوږیاڼي او شینواري ستر مجاهدین وي او امان الله خان بیا غازي امان الله خان وي، خو چې کله پروان ته ولاړ شي نو امان الله خان بې دینه شي او ملای لنګ د ناستې ځای شین کوي، حبیب الله کلکاني واقعاً د دین رسول الله ساتونکی شي. عبدالصبور فخري چې کابل پوهنتون کې ودریږي نو پښتانه بې تهذیبه وي او دري هغه اساسي ژبه وي چې دین پرې ولاړ دی حتی دري ژبه پر عربي ژور تاثیر پیدا کړي خو کله چې ننګرهار پوهنتون ته ولاړ شي نو یاد پوهنتون د دین زانګو او پښتانه د دین اجاره دار وي.

اوس چې د جمعیت اصلاح په اړه یو ملي غبرګون تر سترګو کیږي نو زه هم لازم بولم چې د دوی په هکله معلومات یو په یو د افغانستان له خلکو سره شریک کړم.

———————————–

په تاند کې د لیکوالو په نوم خپرېدونکې لیکنې د لیکوالو د خپل نظر ښکارندويي کوي. ضرور نه ده چې تاند د هرې لیکنې په پای کې دا جمله ولیکي.

8 total views, 2 views today

3 comments

  1. babrak Reply

    زه له دغه ملاگی پوښتم چی ته دیو مسلمان ‍توګه(ستاله نظره) ولی ژوندی ګرځی ولی دروسانو یا امریکایانو سره ‍په جهاد کی ولی نه یی شهید شوی؟ دا په دی معنی ده چی ته درواغجن مسلمان یی او په رشتیا دپاکستان مزدوریی

  2. حبیب الرحمن رحمانی Reply

    ماشاالله اندړ صیب! ډیره مستنده او قانع کوونکی لیکنه ده . دا دهر مسلمان او افغان ملی او اسلامی دنده ده چی د پیرکرمشاه ، ګوډ ملا او لومړی سقاو د اولادی او پيروانو اصلی او جعلی تورمخونه مو ډیر ښه رسوا کړی . دوی په ډیر مهارت سره د ګران او محبوب پیغمبر ص او د قرآن عظیم الشان له مبارکو ارشاداتو نه استفاده کوی او د مسلمانانو ترمنځ نفاق اچوی. دوی غواړی پدی ترتیب سره افغانستان د پنجاب په مستعمره بدل کړی. زما په نظر د دی منحوسی استعماری ډلی ټول کار او فعالیت بند کړل شی د هغوی مالی منابع ضبط او ټول کارکوونکی او فعالان یی تر تحقیق لاندی ونیول شی تر څو توبه وباسی او د خپل هیواد ، خلکو او دین پرضد نور فعالیت ونکړی.

  3. صبغت الله سباوون Reply

    ښاغلی رحمت اندړ صیب -ستاسو وړاندوینه داڅرګنده وی چې که پښتون په هردین هرمذهب اوهری نظریه وی نوباید بد ورته ونه ویل شی دهغه داسلام پرخلاف ګړنی په پټه توګه وساتل شې داسلام له نظره خوهغه ځوک دستایلو اوفخروړدی چې کړنی یې داسلام دپرمختګ اوقوی کیدو لامل وګرځی او درسول الله (ص ) دحدیث پر استناد دالله پروړاندی بهتر هغه څوک دی تقوا اوپرهیز ګاره وی نه داچې پښتون یا تاجک یا ازبک یا کوم بل ټبر.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *