Categories

اعلان

Loading…

په سردې کلي کې د افغاني سرې مياشتې کلنيک افتتاح شو

د غزني ولایت د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه –

د روان کال د مرغومې په دوولسمه نېټه   سردې په کلي کې د افغاني سرې میاشتې کلنيک د پټۍ په پرېکولو سره افتتاح او ګټې اخيستنې ته چمتو شول.

په غزني کې د افغاني سرې میاشتې ريس سميع الله صديق، اداري کارکوونکي ، د رسنيو استازي د مدني او فرهنګي ټولنو غړو پکې ګډون کړی و.

د پرانيستنې مراسم چې د د کلنيک په انګړ کې جوړ شوي و، دد څېرمه کليو څخه په سلګونو سپين ږيري او قومي مخور راغلي و.

   غونډه د سپېڅلي کلام په ښکلو ايتونو سره وشو، چې د مولوي عبدالرحمن له لوري تلاوت شول.

د غونډې د پيل ويناوال د يادې سيمې قومي مخور او سپين ږيری محمد عيسی کاکا و، ښاغلي محمد عيسی په پيل کې د افغاني سرې مياشتې ریس او راغليو مېلمنو ته ښه راغلاست وويل وروسته يې خپلې خبرې داسې پيل کړې« له ډېر وخت راهيسې په دې تپه تلاش کې وو، چې د غه سيمې ته چې په زرګونو کورنۍ مېشتې دي، روغتيايي اسانتياوې نه درلودلې، موږ   ډېر ځله د عامې روغتيا د رياست دروازه وټکوله، خو مثبت ځواب مو تر لاسه نه کړای شو، زموږ ډېری ناروغې خويندې به د لارې په اوږدو کې د خپلې ناروغۍ له کبله خپل ژوند له لاسه ورکول.

له نېکه مرغه چې د افغاني سرې مياشتې ټولنې زموږ غوښتنې ته مثبت ځواب وويل، هغوی زموږ غوښتنې تر مرکزي دفتره ورسولې او موږ ته يې روغتيايي خدمتونه برابر کړل، چې کوروداني ورته وايم. محمد عيسی کاکا ژمنه وکړه، چې د سيمې خلکو سره تر مشورې وروسته به د کلنيک جوړولو لپاره ځمکه هم مشخصه کړي.

ورپسې ويناوال مولوي خواجه کاظم دريځ ته وبلل شو، مېلمنو ته تر ښه راغلاست وروسته يې وويل چې ښه خلک هغه څوک دي، چې خلکو ته ګټه رسوي، نېکه مرغه افغاني سرې میاشتې په يوه داسې سيمه کې خپل روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي، چې له ډېر وخت راهيسې بې برخې وه، خو اوس سرې میاشتې دلته خلکو ته روغتيايي اسانتياوې برابرې کړې.

هغه ژمنه وکړه، چې د افغاني سرې مياشتې له روغتيايي کارکوونکو سره به د وس تر بريده هڅه او هاند کوي چې له هغوی سره مرسته وکړي.

همدارنګه هغه د سيمې په خلکو غږ وکړ، چې متحد واوسي او د خپلې سيمې د نورو پرمختګونو لپاره هم زمينه برابره کړي.

وروسته د سردې د کلي مشر او قومي مخور حاجي وزير دريځ ته وبلل شو، هغه د خپلو خبرو په پيل کې وويل، چې نن داسې ورځ ده، له خوښۍ په جامو کې نه ځايېږم، نن هغه شېبه راورسېدله، چې ددغه سيمې محروم اکثريت يې تمه درلودله، نن په سردې کلي کې کلنيک افتتاح شو، موږ باید دسرې میاشتې له کارکوونکو سره مرسته وکړو، هغه دسيمې خلکو ته په خبرو کې وويل: دغه کلنيک انتقال دومره اسانه نه و، خو د افغاني سرې میاشتې ريس سميع الله صيق چې يواځينۍ هيله يې د خلکو خدمت او چوپړ دی، دغه سيمه کې روغتيايي خدمات خلکوته چمتو کړل، اوس نو باید د سیمې خلک او مخور د کلنيک له مسوولينو سره خپله مرسته او همکاري وکړي.

وروسته په غزني کې د افغاني سرې میاشتې ریس ښاغلي سميع الله صديق د خپلو خبرو په پيل کې وويل: نن ډېر زيات خوشاله يم، چې په يوه داسې سیمه کې کلنيک افتتاح کوم، چې هغه سيمه په کلونو، کلونو له روغتيايي خدمتونو بې برخې و، ريس د افغاني سرې میاشتې د فعاليتونو په اړه هم خلکو ته مالومات ورکړل، چې د سرې میاشتې ټولنه د هيواد په هغو سیمو کې خپلو فعاليتونو ته دوام ورکوي، چې هلته د دولت واک نه وي، افغاني سرې میاشتې نه يواځې دلته د سردې په سیمه کې کلنيک افتتاح کړ، بلکې ګېرو ، زنخان او نورو سیمو کې هم د کلنيکونو د جوړولو لپاره هڅې او هاند کوي.

هغه د سیمې له مخورو پردې منندوی و، چې د دوی د اتحاد او يووالي په پايله کې يې سيمه له روغتيايي خدمتونو نه برخمنه شوه.

وروسته   د پټۍ په پرې کولو سره رسما افتتاح او ګټې اخيستنې ته چمتو شول.

هېره دې نه وي، چې د کليد راډيو خبريال عارف نوري، د کليوال ملګري ټولنې مشر او غړي، غږ سايت مسوول ، د دويچه المان غږ راډيو خبريال او ځينې نورو استازو د افغاني سرې مياشتې له ریس سره يو ځای د سردې سيمې ته سفر کړی و.

236 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2