Categories

اعلان

Loading…

د ملي اردو خاصو ځواکونو په هلمند کې له طالبانو ۵۹ برمته خوشي کړل

تاند- د افغانستان د ملي اردو خاصو ځواکونو په هلمند ولایت کې ۵۶ تنه د وسله والو طالبانو له بنده خوشي کړل.

دفاع وزارت نن /شنبه/ سهار په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دا کسان په نهرسراج ولسوالۍ کې د طالبانو له اسارته خلاص شوي دي.

دفاع وزارت وايي چې طالبانو دا برمته کړي کسان په څو بېلوبېلو سیمو کې بندیان کړي وو.

په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې برمته شوي کسان امنیتي ځواکونه دي او که ملکیان. د دې یادونه هم نه ده شوې چې د هغوی د خلاصون په عملیاتو کې برمته ګرو ته مرګ ژوبله اوښتې او که نه ده.

له بلې خوا د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین جنرال ایوب سالنګي هم د ټویټر له لارې تایید کړې چې د افغان ملي اردو خاصو ځواکونو په هلمند کې د عملیاتو په ترڅ کئې ۵۹ تنه برمته د دولت د وسله والو مخالفانو له منګولو ازاد کړي دي.

6 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *