Categories

اعلان

Loading…

د ملي امنیت ریاست وايي په زابل کې یې له ترهګرو ۱۰ برمته خوشي کړل

تاند- د افغانستان ملي امنیت وايي چې امنیتي ځواکونو په زابل ولایت کې په یو لړ کامیابو عملیاتو کې له ترهګرو څخه ۱۰ذ تنه یرغمل راخوشي کړل.

د ملي امنیت د ریاست په وینا دا ۱۰ ملکیان مخکې د دولت د وسله والو مخالفانو له لوري تښتول شوي ول.

ملي امنیت د خوشي شویو کسانو د برمته کېدو د نېټې یادونه نه ده کړې او نه یې په زابل کې د خپلو عملیاتو سیمه څرګنده کړې ده.

د ملي امنیت په خبرپاڼه کې دا هم نه دي ویل شوي چې دا کسان د دولت کومې وسله والې ډلې تښتولي ول.

تر دې پخوا په زابل کې د ملا اختر محمد منصور مخالفه طالب ډله او دغه راز داعش د یو شمېر هزاره افغانانو په برمته کېدو تورن شوي وو.

خو یوې بلې سرچینې وویل چې دا کسان، په خټه هزاره دي، او څه باندې یوه میاشت وړاندې (د نوومبر په وروستیو کې) د تقوا په نوم د یوه کوچي له لوري په دې خاطر تښتول شوي ول چې هزاره ګانو د کوچیانو ۴۰۰ پسونه غلا کړي. تقوا له هزاره ګانو څخه خپل پسونه غوښتل. طالبانو مخکې ویلي و چې په دې قضیه کې لاس نه لري.

د ملي امنیت چارواکو نه دي ویلي چې د دوی په عملیاتو کې برمته نیوونکو ته زیان اوشتی او که نه دی.

د ملي امنیت ریاست په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د خوشي شویو کسانو روغتیايي وضعیت ښه دی او د خلاصون په عملیاتو کې زیان نه دی وراوښتی.

306 total views, no views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2