Categories

اعلان

Loading…

د بېلابېلو لیکوالو لنډې کیسې

شوم موټرسايکل/ سپين روان نورزى

شپږ مياشتې کېدې چې موټرسايکل مې ورک شوى و، زړه مې نه کېدو چې بل موټرسايکل واخلم، ځکه په دې شپو ورځو کې هره ورځ به د جنايي جرامو سره د مبارزې دفتر تر شا خلک ولاړ ول او شکايتونه به يې کول، چې په دې ځاى کې مې موټرسايکل ورک شو او په هغې ځاى کې غلو را څخه بوتلو.

کوم څوک به چې په خپل ورک شوي موټرسايکل پسې ډېر وارخطا معلومېدو نو ما به د عريضې د اخيستو پر مهال ورته ويل چې، وارخطا کېږه مه، زما نه يې هم څه موده وړاندې موټرسايکل بوتلو، انشاءالله زموږ پوليس ښه په جدي ډول تپو تلاش کوي، ژر به دا غله افشا شي او ټولو خلکو ته به بېر ته خپل موټرسايکلونه ورکړو.

يوه ورځ له څو تنو سرتيرو سره يو ځاى ښار ته راووتلى وم او غوښتل مو چې په ښار کې د راپورونو پر بنسټ عمليات وکړو؛ کله چې له عملياتو راوګرځېدم، د ښار په منځ کې يو داسې ځوان مې مخې ته ودرېدو چې پخوا مې نه و ليدلى، ډېره په اخلاص يې ستړي مشي وکړه او ويې پوښتلم

– امر صاحب لکه چې و دې نه پېژندم؟
– نه وبخښه، ځوانه ته څوک يې
خوله يې چې د خجالتۍ په خندا ويړه نيولې وه، ويې ويل
– امر صاحب! ډېر خجالت او خپه يم، خو څه مې کړي واى، سخت مجبور وم
– ستا په مقصد پوه نه شوم څنګه مجبور وې؟
– امر صاحب څو مياشتې وړاندې له تا څخه موټرسايکل چا نه و غلا کړى؟

لاس په لاس مې ذهن ته خپل سور هونډا موټرسايکل راغلو چې شپږ مياشتې مخکې را څخه ورک شوى و، ما داسې فکر کولو چې دا موټرسايکل نور زما لومړى او وروستى ده، ځکه کله مې چې واخيستو دوه ځلې مې د ګانډي چرګان پرې ووهل او د هغې تاوانونه مې ورکړل، کله چې غلو را څخه پټ کړ، نو په کور کې به ټولو ويل، ښه ده چې دا شوم موټرسايکل دې ورک کړ، خداى ج مه کړه، سبا به يې په لوى موصيبت ککړ کړاى واى، ما به هم دا تسلي منله، زړه ته به مې ډاډ ورکولو چې رښتيا هم په دې کې به مې ښه وي، کنه څنګه د جنايي جرايمو سره د مبارزې له امره غله داسې غلا کوي چې لورى يې هم نه شي معلومولى. زه بايد له دې وروسته هېڅ د هغه موټرسايکل په اړه فکر ونه کړم، خو د ځوان دې خبرو په اورېدو مې، هغه ټولې تسلۍ چې کورنۍ به ما ته راکولې او ما به خپل زړه ته ورکولې، هېرې شوې، په بيړه مې لاس ورواچلو او پوښتنه مې ترې وکړه چې ته د څه په اړه خبرې کوې.

ځوان په ډېر ساده او عادي انداز راته وويل، امر صاحب زه د عوذر غوښتو لپاره راغلى يم.
– زه هغه څوک يم چې ستا موټرسايکل مې غلا کړى و، خو په هغه وخت کې سخت مجبور وم، اوس الحمدلله ښې پيسې لرم، غواړم چې ستا د موټرسايکل تاوان سره د ناغې بيرته درکړم، د خداى ج ګناهکار په توبه خلاصيږي، د بنده ګناهکار په ناغه، راځه، ته په موټرسايکل لاس کېږده، چې زه يې درته واخلم.
ما هم چې د ځوان خبرې واورېدې له خلکو سره هغه ژمنه مې هېره شوه چې د غلو په نيولو سره به ټولو ته خپل موټرسايکلان بېرته ورکړم، موقع مې غنيمت وبلله، لاس په لاس د موټرسايکلونو د بارګين خوا ته ورسره روان شوم.
زه او ځوان د پوليسو په منځ کې داسې لاس په لاس روان وو، لکه ښه پاخه ملګري، کله چې بارګين ته ورسېدو، ځوان راته وويل:
– امر صاحب ته ورته مناسب شه، کوم موټرسايکل چې ښه درته ښکاري په هماغه لاس کېږده چې زه يې پيسې ورکړم.
ما هم د بارګين له څښتن څخه پوښتنه وکړه، چې نوي ماډل موټرسايکلونه نه دي راغلي، د بارګين څښتن راته وويل چې يو دانه راغلى، خو نرخ يې ډېر لوړ دى.
ما ورغبرګه کړه چې په نرخ پسې يې مه ګرځه، خو ښه موټرسايکل راکړه.
ده هم داسې لوکس موټرسايکل راښکاره کړ چې په اصطلاح سترګې يې غړولې، کله مې چې د بيې پوښتنه وکړه، زما د موټرسايکل په څېر درې دانې پرې کېدل.
په دې وخت کې ځوان هم د موټرسايکلونو په منځ منځ کې موږ ته رانيږدې شو او له ما يې وپوښتل چې امر صاحب خوښ دې شو؟
ما ورته وويل: هو همدا ښه دى، بل داسې مناسب موټرسايکل په کې نه شته.
ده هم لاس پرې تېر کړ او ويې ويل، ياره امر صاحب ښکلى موټرسايکل دې انتخاب کړ، بس عمر دې ورته اوږد شه.
مننه مې ترې وکړه.
د بارګين څښتن موټرسايکل چالاند کړ، ځوان يې د ماشين خوا ته غوږ ورلنډ کړ او پوښتنه يې وکړه چې ټيپټ يې لږ غوندې سست نه دي؟
بارګين واله ورته وويل چې نه وروره، دا نوى موټرسايکل دى، په دې ماډل کې همدا سټايل دى، چې ټيپټې يې لږه غوندې شونګا کوي.
ځوان ورته وويل مقصد چې امر صاحب دوکه نه کړې.
ما د دوى په خبرو کې مداخله وکړه او ځوان ته مې وويل: که دوکه مې کړي، بيا به ټول عمر هم راڅخه خلاص نه شي ما ته هم پوليس وايي. ټولو وخندل.
ځوان بيا موټرسايکل ته رېز ور کړ او ماته يې وويل چې ته يو وارې چکر پرې ووهه.
زه چې موټرسايکل ته ورپورته شوم، دومره نرم او مسترح و، لکه کرولا موټر، په سړک کې مې لږ مخکې بوتلو او بېرته مې راتاو کړ، ځوان ته مې وويل چې ډېر ښه موټرسايکل دى.
کله چې زه له موټرسايکل څخه راکوز شوم لا مې د موټرسايکل پښه نه وه خلاصه کړې چې ځوان وويل، ته راکړه امر صاحب چې زه يې هم درته چک کړم.

ځوان په ډېر اطمينان په موټرسايکل سپور شو او يو دوه رېزونه يې ورکړل، بيا يې ټوپ پرې واچولو، له هغه وروسته يې ارام روان کړ، چې د سړک لاندې سر ته ورسېد ما پسې کتل، بېرته يې راتاو کړ، کله چې تر موږه راورسېد، زه د بارګين واله سره د خط په ليکلو اخته شوم، خو دى زموږ خوا ته تم نه شو او همداسې وړاندې لاړ.

موږ خط وليکلو او په دې تمه چې اوس به ځوان راشي پيسې به ورکړي، زه به موټرسايکل بوځم.
دقيقې لسګونو ته پورته شوې، حتا نيم ساعت تېر شو، ځوان سره د موټرسايکله ورک شو.

اخر د بارګين څښتن راته وويل: ماته پيسې راکړه زه چېرې ځم کار لرم، عسکر ته مې وويل چې ته يې د سړک په سر کې اخوا دې خوا وګوره، خو سړى نه ښکارېدو، انتظار له نيم ساعته، هم ډېر شو.

تقريباً له دوه ساعته انتظار او منډو ترړو وروسته، په دې پوه شوم چې دا موټرسايکل هم د هغه بدبخته موټرسايکل په څېر پرته له دې چې د ګاونډي چرګان پرې ووهم، د غله لاس ته روغلو.

د بارګين واله ته مې د پيسو لپاره يو پېژندګولي دوکاندار په ضمانت کې ورکړ، هغه ځوان او موټرسايکل لکه تاسو چې نه دي ليدلي داسې ما هم بيا نه وليدل او نه مې د هغو په اړه څه واورېدل.
١٣٩٤-١٠-٥

=============

 د مورمینه سپېڅلې ده! / ځلاند ایوبزی

په یو کور کې زرمینه او د دې نازولی زوی توریالی اوسېدل.
 توریالي پلار نه درلود،یتیم و.
دی به هره ورځ کار ته تلو او مور به یې د کور کارونه کول.
ډېر خوشاله ژوند یې درلود.
خو د وخت په تېریدو د توریالي مور ضعیفېده.
یوه ورځ یې له ځانه سره سوچ وکړ، که چېرې توریالي زوی ته مې واده
وکړم څنګه به وي؟
ځــــــلانـــد آریــــــوبــــي

ځــــــلانـــد آریــــــوبــــي

یو خو به د ده کور آباد شي او بل به زما ګلالۍ نږور د کور په کارونو کې راسره مرسته کوي.

څو ورځې وروسته یې دا خبره خپل نازولي زوی سره شریکه کړه.
زوی یې، چې له ډېره وخته ددې خبرې په تمه و،نو ډېر خوشال شو. سم د واره یې وویل:هو مور جانې څنګه چې ستا خوښه وي.
د توریالي مور د ګاونډیانو لور، چې ملاله نومېده، ډېره خوښېده.
ملاله عادي نجلۍ نه وه.خورا ډېره ښایسته او نامتو وه.
پلار او مور یې په آسانه چاته نه ورکوله.
د توریالي مور په ډېرو مرکو او کوښښونو سره د ملاله دستمال واخیست.
یو کال وروسته یې په ډېرو عوسونو او آرمانونو ملاله واده کړه.
څو وخت دوی ټول ډېر سره خوشال ول، خو څو میاشتې وروسته د خواښې او نږور شخړې او لانجې سره پیل شوې او ورځ تر بلې زیاتېدې.
ملالې به هره شپه خپل مېړه ته د ده مور شکایت کاوه.
د توریالي هم ورځ تر بلې د خپلې مور سره مینه کمېده.
نو د ځان سره یې دا پرېکړه وکړه، چې سبا به خپله مور لرې ځای ته بوځي.
ورځ تېره شوه سبا شو او خپلې مور ته یې وویل:مورې! اوس زموږ او ستا ژوند کول سره ستونزمن دی.
ما پرېکړه کړې، چې نن به تا ډېر لرې ځنګله ته بوځم او هلته به دې پرېږدم.
مور یې د اوښکو سترګې ډکې شوې او ویې ویل: زویه څنګه چې ته خوشال وې همغسې وکړه.
لاړه د ټیکري پیسه یې د وړو ډکه کړه او زوی ته یې وویل:زه چې ځو.
دواړه د ځنګله په لور روان شول.
ځنګله ته د رسېدو نه مخکې یې مور ودرېده او د ټکري پیسه یې خلاصه کړه او موټی یې د وړو ډک کړ.
توریالی ورته په غوسه شو: مورې درېږه مه! چټکه چټکه راځه!
څو شېبې وروسته بیا روانه شوه.
هر لس قدمه بعد به یې یو یو موټی اوړه په ځمکه تویول.
خلاصه د ځنګله منځ ته ورسېدل.
توریالي خپلې مورته وویل:مورې ته همدلته پاتې شه،زه در څخه کور ته ځم.
د مور سترګې یې د اوښکو ډکې شوې.
توریالی روان شو. څو قدمه یې چې واخیستل مور یې ور غږ کړ.
زما نازولیه زویه، پام کوه چې لاره غلته نه کړې.
ما هر موټی اوړه د دې لپاره په مځکه تویول چې ته بېرته د ځنګله نه د وتلو لاره پیدا کړې.په همغه سپینو اوړو لاره لاړ شه!
د توریالي په سترګه کې هم اوښکې ډنډ شوې.
خپلې مورته یې رامنډه کړه،په غېږ کې یې ټینګه ونېوه او ورته یې وویل:
په رښتیا چې جنت ستا تر پښو لاندې دی،ستا مینه سپېڅلې ده!.
ځــــــلانـــد آریــــــوبــــي
۱۵/۱۲/۲۰۱۵
انتورپن،بلجیم

================

وېښتان / محب الله آرمل

له ښونځي خپه راغی، مخ يې تک سور اوښتی و، غلی کېناست ، ترې ومې پوښتل : عصمته ولې دې طبيت خراب دی ؟

څه يې ونه ويل ، لاس يې وېښتانو ته يوړ. که ګورم وېښتان يې کپ کپ دي .

ما وې دا ولې ؟ په ډک زړه يې وويل : ښونځي کې يې راپرې کړل چې ولې د دومره لوی کړي .

[ له ځان سره مې وول لوی خو هم ندي تر دې خو چې واړه شي نو بد ښکاري .]

ما وې خير چورت مه خرابوه بيا به لوی شي ؛

عصمت وې: وېښتان به مې لوی شي خو ! ټولګيوالو ته ټيټ راغلم…

======================

سودا/

درانی تدبیر

درانی تدبیر

د ژورنالیزم د پوهنځي د وروستي کال محصل

زیړک له غرمې وروسته د ټوپک په پاکولو لګیا وه چې د دروازې ټک ټک شو،خپل نهه کلن ځوی ته یی چې په خواکې یی ناست وه وروکتل وروځې یی کش کړې، هلک په منډه د دروازې خواته ولاړهغه یی بیرته کړه، یوسړی یی ولید چې ځان یی په خړ پټو کې پیچلې او له دراوزې څوګامه وړاندې ولاړ دی سړي له ماشومه وپوښتل زیړک په کور کي شته؟

ماشوم د هو په دود سروخوځاوه ، دې وخت کې تورنګه په ویښتو ببر سټ زیړک راښکاره شو، پټو ولا سړی راوړاندې شو ستړي مشي یی وکړه زیړک وپوښتل خیر خو وه؟

پټووالا وویل صمد، رالیږلی یم لږ کار مو درلود،زیړک وویل وایه، پټووالا سړي وویل د بیرون ویلوندی لږبه په حجره کې کینو.

پټووالا: ښه مونږغواړو یو سړی ووهو داسې چې لاس یا پښه یی ماته شي ډیریی نه ژوبلوو

زیړک: نووهۍ یی ولې؟ بیخي یی له مخې لرې کړه

ـ نه موضوع داسې نده باید لږ وډارشي.

ـ ښه چې صمد رالیږیی نو یونیم لک روپۍ به درنه واخلم.

ـ څه؟ داډیرې ندي په یو لک خو خلک اوس سړی مړ کوی اوته د وهلو یونیم لک وایی دا ولې؟

زیړک پکول کوږ کړ سریی وګراوه ویی ویل نوکه ته یی هم وژل غواړې نو یولک نه همغه اتیازره راکړه، ګوره تاسې خو نه پوهیږۍ چې سړی وهې نو له هغه سره خوهم لاس اوپښې شته کیدای شي تا رالاندې کړي ،یا که ټوپک چاقوورسره وي نوبیا ماته هم خطر شته اوکه وژنې یی نو دوه مرمۍ یی داور دي.

====================

بوډۍ وژړل…! / باران ساداتفخ

(د ۱۳۹۳کال د روژې اوولسمه د سهار لس بجې)

بوډۍ د خپلو دریو زامنو سره خپل کمکی زوی چې لږ لېونچک هم و تیار کړ چې بازار ته یې بوځي. دوی د ټایرونو دوکان درلود چې د ارګون د جامع جومات ته څېرمه و.
روژه او ګرمي وه، اختر ته هم کمې شپې وې نو په واټ ښه بېروبار هم و بس د خدای کړه وو او د بنده ورته کاته وو دا وخت د روژې د اوولسمې لس بجې راورسېدې هغه لس بجې چې د انسانیت په کرغېړنه جامه کې د (ځانمرګي) په نوم یوه بلا راغله د بې وسه او بې ګناه مسلمانانو تر مینځ یې ځان انتحار کړ چې په ساعت کې همدا د لسو بجو ستنه تر ډېره ورته غرقه او حیرانه وه.
درز شو، همدا واټ تر خپل اخري حده په بله واوښت، په لحظه کې حالات په بله بڼه شول، دوکانونه په کنډوالو واوښتل، انسانان په خورو ورو او شیندلو اندامونو ووېشل شول، د خلکو رش او شور په کریغو او  های و هی بدل شول، ځینې حالتونه چې قلم یې طرز بیان ته عاجز وي همغسې حالات جوړ شول.

د دهماکې درز بسته ولسوالۍ ولړزوله د ګرده خلکو زړونه تر خولې راغلي و هر چا به د ځای او مړو پوښتنه کوله بوډۍ هم له کوره د سرک سر ته په منډه وه، ټیکری یې پسې څخېده، ځای ځای به یې زړه ودرېد په ځیګو لاسونو به یې ځان تکیه کړستړې ولیې به یې دیواله ته ورکړې او ساه به یې جوړه کړه. سرک ته ورسېده، پر لاره تېرېدونکی یو موټر  یې ودراؤ او په لړزانده غږ یې پوښتنه وکړه چې دا څه کیسه وشوه؟
لاروي د پېښې په اړه ورته وویل چې د بازار له جومات سره دماکه شوې. د بوډۍ د زړه درزا لا چټکه شوه ساه یې بنده بنده کېده بېرته کاله ته په منډه شوه او په جاینماز یې رب ته  د خپلو بچو د سرونو د سلامتیا سوالونه شروع کړل بوډۍ لا په جاینماز وه چې کاله ته دوه کسان رادننه شول او د دلاسې په پار یې ورته وویل چې د رب امر ومنه! دا خبره لا ختمه نه وه چې کور ته یې د څو چټو ځوانانو په اوږود مشر زوی جنازه راننوته.
بوډۍ اماده نه وه چې دا هر څه ومني همداسې هکه پکه شخې سترګې پخپل جاینماز کې پاته وه ، د کلي ښځې به ورته بار بار راتلې چې دا ماتم دې زړه ته مه اچوه یو څه ووایه! وژاړه!
خو بوډۍ د سر په سترګو یوه اوښکه قدرې توی نکړه مازیګر شو چې خاوند یې بوډۍ تر اوږو ونیوه او د هدېرې په لور یې رهي کړه هلته یې دری نورې جنازې هم ایښې وې خاوند یې چې له هر څه واقف و مېرمن یې نیمکښه سترګې غلې ورپورته کړې او په ترېدلي اواز یې خوله په دې پوښتنې وازه کړه چې ټول بچي مې دي؟!
خاوند یې په ژړا ورته وویل چې بلې! د خدای امر دی خو بوډۍ لا هم غلې وه د زامنو مخونه یې وکتل او د هدېرې دیوال ته یې ډډه ووهله خاوند یې ورغی او ورته کړه یې چې ولې نه ژاړې؟!
بوډۍ له ځانه سره دا خبرې د زړه له سوخته څو ځلې د شونډو لاندې تکرار کړې چې کاش هغه وړوکی لېونچک زوی خو مې راپاتې وای.
کاش هغه ما بازار ته نه وای لېږلای نو اوس به مې لږ تر لږه یو زوی ژوندی وای!
او کاش…….

د جنازې د مراسمو له خلاصېدو پسته خلک روژه ماتي ته لاړل بوډۍ هم په اوبو روژه ماته کړه وروسته بیا تر ډېره همغسې خاموشه او کریابه ناسته وه که څه هم د کلي مېرمنو وس پرې وکړ چې بوډۍ وژړوي خو د بوډۍ له خولې سپڼ لا نه راووت.

شپه پشلمي خواته په منډه وه په پشلمي کې بوډۍ د عادت سره سم ناګهانه او غیر ارادي راپورته شوه د مشر زوی خونې ته ودرېده او غږ یې کړ چې احمده پاڅه چې پشلمی دی. یو ناڅاپه یې خپل برخلیک ته پام شو او همغه کړیکه چې یوه مور یې د څلورو ځوانو زامنو د خوړلو وروسته د ډیر وخت لپاره ساتي تر خولې راووته او د کلي میرمنې پخپل مینځ کې سره وبوږنیدې چې…بوډۍ وژړل…!

پای

===============

اصلي سيکې/ لنډه کيسه

ژباړه: وحيد الله اورياخېل

په کلي کې دوه ملګرو ژوند کاوه، یو جانسون او بل پېټر نومېده. دواړه له ماشومتوب څخه بيا تر ځوانۍ پورې یو ځای اوسېدل. د دوی ملګرتیا دومره خوږه وه چې خلکو به فکر کاوه چې دوی سره ورورڼه دي.

حال دا چې په څېره کې هېڅ یو، بل ته ورته نه وو خو د خلکو شک ځکه و چې دواړو له يو بل سره بې کچې مینه لرله. دواړه خواږه ملګري وو چې د زړه رازونه، د ژوند ستونزې او هره نادوده به يې یو له بله سره شریکوله خو کله نا کله به جانسون پرته له دې چې پېټر ته ووایي ځينې خبرې به يې له نورو ملګرو سره هم شریکولې.

کله به چې پېټر پوه شو په زړه کې به خوابدی و خو په خوله يې جانسون ته څه نه ویل، له جانسون سره به مخامخ شو، هڅه يې کوله ترڅو د ده په خوابدتیا پوه نه شي، نه چې دا خپګان يې تر مېنځ د لرېوالی لامل شي.

کلونه تېر شول پېټر واده وکړ ځان ته يې ژوند جوړ کړ خو د جانسون او پېټر ملګرتیا لا هماغسې روانه وه. آن چې خوند يې ورځ تر بلې ډېریده. یوه ورځ پېټر غوښتل له خپلې کورنۍ سره ښار ته لاړ شي، جانسون ته يې وویل:

زه د څه کار له پاره ښار ته ځم، زما تر راتلو پورې دا یو څه روپۍ درسره وساته. جانسون روپۍ واخستي او د کور تر دروازې له پېټر سره لاړ، له پېټر سره يې مخه ښه وکړه.

ورځ تېره شوه جانسون له ملګرو سره په منظره لاړ، ماښام د جانسون تلوار وه ویل يې زه باید کورته ولاړ شم.

ملګرو يې وویل:

نن څنګه وختي کور ته روان يې؟

جانسون وویل:

ځم چې پېټر خپلې روپۍ له ما سره اېښي دي باید سمې يې ورته وساتم. له مګرو سره يې مخه ښه وکړه. کور ته لاړ، کور ته ورسېد د ماښام ډوډۍ يې وخوړه په تلوار د خوب خونې ته لاړ د پېټر د روپو صندوق يې تر سر لاندې کړ او ویده شو.

له پېښې څه خبر و، نيمه شپه غله راغلل روپۍ يې له ځانه سره یوړې، جانسون چې کله له خوبه پاڅېده پوه شو له ډېرې خواشینۍ څخه نږدې وو سکته وکړي.

که خپل کور، مال، هرڅه خرڅ کړي بیا هم نه شې کولای د پېټر د غلا، شوو روپیو تاوان پوره کړي له ډېرې خوابدتیا څخه يې ټوله ورځ په ډودۍ څکه ونه کړه.

مازیګر قضا وو چې د پېټر غږ يې تر غوږ شو. له خونې بهر شو، خپله پېټر راغلی و، ترڅو خپلې روپۍ کور ته یوسي. جانسون ټوله کیسه ورته وکړه. خو پېټر چې ولیدل ملګری يې خوابدی او په قهر دی. ويې خندل.

په خندا خندا کې يې وویل:

پوهېدم پوهېدم چې بیا هم خپل خوله نه شې نيولای خو هېڅ خبره نه ده، زه پوهېدم چې داسې څه به پېښېږي. زه د داسې يوې پېښې په اړه له وړاندې پوهېدم.

صندوق کې مې یو څو د اوسپنې سيکې کېښودې. او اصلي روپۍ مې په خپل کور کې وساتلې.

پوهېدم چې له دې به ټول خبرېږي او ته به دې نورو بې باوره ملګرو ته وایې چې د پېټر روپۍ له ماسره دي.

هیله ده له ما خوابدی نه شې ځکه زما کور اوس هم ستا تر کور په امن کې دی. دا کار مې ځکه وکړ چې نور دې د زړه راز چاته ونه وايې، په هغه چا چې باور نه لرې هېڅ کله دې هم د زړه راز مه ورته وايه، دا پېښه ستا له پاره يو درس و.

==================

خدمت؟ / رحمت ديوان

ما ټوله شپه د هغه په خبرو سوچ وکړو.

د هغه خبرې مې په ذهن کې چورلېدې راچورلېدې، ډېرې نا اشنا شان خنداګانې مې په غوږونو کې کړنګېدلې او خوب ته يې نه پرېښودم.

زما شپږ اووه کاله کېږي چې زه ادب ته راغلى يم، تراوسه د يو طالب علم په حېث لګيا يم او ليکل کوم، زما د خوښې صنف افسانه ده او تل مې افسانه ليکلې.

ما د خپلو افسانو مجموعه راغونډه کړې وه، کومې افسانې چې زما خپله خوښې وې هغه ټولې شپږ افسانې کېدې او د اويا مخونو نه زياتې نه وې، زما دا خيال وو چې درې څلور نوموړي اديبان چې راته په دې ليکل وکړي او بيا ورسره زما خپل ليکل هم شي نو مخونه به يې د سلو مخونو نه واوړي، بس خو پوره کتاب شو او بيا به يې چاپ کړم.

ما چې کله خپل کتاب په ترتيب کړو نو بيا مې يو څو نوموړو اديبانو ته ورکړو او هغوي پرې ليکل شروع کړل. دوه درې مياشتې به تېرې شوې وې چې د هغه څلورو واړو مشرانو ليکل راته راورسېدل، ليکل يې ډېر ښه کړي وو او ډېر څه يې پکې داسې ويلي وو چې ما يې تصور هم نه وو کړى، يو پېراګراف يې تاسو هم ولولئ:

“د رحمت ديوان افسانې په پښتو ادب کې يوه نوې اضافه ده، داسې اضافه چې پښتو ادب به پرې تل وياړ کوي، ځکه چې کوم موضوعات ښاغلي افسانه نګار خپل کړي دي نو ډېر ښه ليکل يې پرې کړي دي او ځينې خو داسې هم دي چې تراوسه پورې پرې په پښتو ادب کې چا قلم نه دى پورته کړى، دا د پښتو ادب يو لوى خدمت دى چې د داسې افسانو اضافه پکې وشي”.

د بل هم يو پېراګراف ولولئ:

“ما چې کله دا ټولګه ولوسته او بيا مې افسانه نګار په خپل نظر کې راوستو نو ما يقين نه شو کولى چې ګني دا افسانې ده ليکلي دي، ځکه چې دومره ښکلې او خوندوې افسانې او بيا داسې ښکلي ښکلي موضوعات، دا خو د پښتو ژبې او ادب دپاره ډېره ګټوره مجموعه ده”.

بس بخښنه غواړم، خو زما په خيال د درېم په خبرو کې هم د لوستو څه شته:

“په نثر کې افسانه داسې ده لکه په شاعرۍ کې چې غزل دى، په افسانه ليکلو کې ډېر کم خلک کامياب شوي دي چې ډېرې ښې ښې افسانې يې ليکلي او زه په دعوې سره ويلى شم چې په هغوي کې يو رحمت ديوان هم دى”.

چې د دې درې نوموړو خبرې مو واورېدې او بيا هم غصه نه شوئ، نو دا څلورم ولې نه اورئ، د ده هم يو پېراګراف بايد اوس تاسو ولولئ:

“د پښتو ژبې او ادب د خدمت لپاره چې داسې ځوانان مټې رابډوهي نو بيا به پښتو ضرور ترقي کوي، دا هم د داسې ځوانانو کمال دى چې پښتو يې دې ځاى ته ورسوله، په پښتو افسانه کې به دا مجموعه يوه ډېره ګټوره اضافه وي او تل به پرې پښتو درنه ښکاري”.

د دې څلورو واړو مقالو  له لوستلو وروسته ماته ځان يو ډېر لوى علامه ښکاره شه، نه پوهېدم چې زما په افسانو کې هم دومره څه شته او يا ما هم د پښتو ژبې دومره خدمت وکړو، دوي چې څه ليکلي وو دا تراوسه زما په تصور کې هم نه وو او نه ما کله داسې سوچ کړى وو، زما له زړه ورته بې شمېره دعاګانې ووتې.

پرون چې د کوم کتاب مخکتنه په پرېس کلب کې وه، هغه هم د افسانو مجموعه وه، ماته هم بلنه راغلې وه نو زه هم ورغلى وم. په کتاب بې شمېره مقالې ليکل شوې وې او ځينو کسانو پرې نظمونه هم ليکلي وو. کتاب ما لوستى وو او په کتاب مقالې مې اوس اورېدې، په کتاب هم ډېر ليکل شوي وو او دلته هم پرې ډېر ويل روان وو. د کتاب په افسانو يو کس په خپله مقاله کې وويل:

“ما د افسانو ډېرې مجموعې لوستې دي خو دا مجموعه ډېره ځانګړې ده، په دې کې چې کوم موضوعات راغونډ شوي دي او بيا څومره په ښکلي انداز ليکل شوي دي، نو يقيناً چې په پښتو ژبه او ادب کې يوه ګټوره اضافه ده او د پښتو افسانې ډېر لوى خدمت دى”.

د کتاب او د ليکوال نوم يې درته نه اخلم، خو لږه شان پېژندګلو يې درسره کوم، کېدى شي تاسو يې هم وپېژنئ.

دا ښاغلى په يوه سرکاري اداره کې د پښتو استاذ په حېث د پښتو لپاره کار کوي، اويا زره روپۍ د مياشتې تنخوا اخلي، دغې اداري ورته خپل کور او موټر هم ورکړى دى، بې شمېره کتابونه يې دغه ادارې چاپ کړي دي او ځينې نور يې خپله او په ملګرو چاپ کړي دي. ما داسې اورېدلي دي چې ځينې کتابونه يې په خلکو ليکلي دي او بيا يې په خپل نوم چاپ کړي دي. ګناه دې يې د ويونکي په غاړه وي.

بېګا چې زه کور ته راغلم نو په خپلې افسانوي مجموعه مې ليکل شوې څلور واړه مقالې يو ځل بيا د سر نه تر اخره پورې ولوستې، په مخکتنه کې د اديبانو خبرو مې په غوږونو کې کړنګا کوله.

ټوله شپه راله د دې غمه خوب رانه غلو، دا ټولې خبرې مې په ذهن کې ګډې وډې روانې وې، داسې مې محسوسوله چې دا ټول لفظونه په ما پورې خاندي، لفظونه راته په دېوال باندې منډې وهي، ټوکې راپسې کوي او ما خوب ته نه پرېږدي.

د شپې په اخري پېر کې چې کله مې سترګې ورغلې، نو څه ګورم چې يو دربار لګېدلى دى، پښتو بره ناسته ده او زه ورته لاندې لاسونه تړلى ولاړ يم، زما يوه يوه افسانه راځي او په ما ګواهي ورکوي، د لفظونو يو لوى غوېمنډ راجوړ دى او زما تماشې ته ولاړ دى، ځينې راپسې اوازونه کوي او ځينې راپورې خنداګانې کوي، ځينې له خندا شنه شوي دي او ځينې له قاره سره اوختي دي، د ټولو ګواهانو او زما د افسانو د ثبوتونو نه وروسته پښتو دا اعلان وکړو:

“چونکې دې افسانه نګار ټول عمر زما د خدمت دعوې کړي دي، صرف په دې خاطر چې ځان ته نوم پېدا کړي، شهرت ترلاسه کړي، د خپل نوم پېدا کولو دپاره يې ټول عمر په ما ملنډې وهلي دي، نو د ده سزا دا ده چې……………….”.

او زما سترګې بيا خلاصې وې، بق بق مې بره لاندې، اخوا دېخوا وکتل، خو هيڅ هم نه وو، ليپ ټاپ مې هم داسې لګېدلى پروت وو، زر راپاڅېدم او خپله مجموعه مې راواړوله، څلور واړه مقالې مې يو ځل بيا د سر نه تر اخره پورې ولوستې، د لفظونو د خندا ګډوډ اوازونه مې په غوږونو کې بيا کړنګا شروع کړه، اخر چې د خندا اوازونه د برداشت نه بهر ووتل نو څلور واړه مقالې مې سيليکټ کړې او په ډيليټ مې ګوته کېښوده، بيا مې د کتاب په وړومبۍ پاڼه وليکل:

“ګرانو لوستونکو! دا افسانې نه ما د پښتو ادب د خدمت دپاره ليکلي دي او نه دا چې پښتو ژبه دومره خواره ده، زه د پښتو ژبې ډېر منندوى يم چې ماته يې په خپله جولۍ کې ځاى راکړو او ماله يې دومره وس راکړو چې زه دا خپل مات ګوډ ليکل په پښتو کې وکړم، که څوک يې په دې خاطر ګوري چې ما د پښتو خدمت کړى نو نه دې يې ګوري، ځکه چې زه د پښتو خدمت نه شم کولى، بلکې پښتو زما خدمت کوي چې ماته يې خپل لفظونه راکړي او زه په هغه لفظونو کې خپل احساسات خلکو ته رسوم”.

د سحر رڼا خپلې وزرې غوړولې وې، د لمر سترګې زمکې ته تودوالى وررسولى وو، په دې وخت کې مې په موبايل زنګ راغلو، اوکى مې کړ:

“هيلو”.

له بل لوري غږ راغلو:

“السلام علېکم، رحمت ديوان خبرې کوئ؟”.

“وعلېکم سلام، او ګرانه، تاسو څوک؟”.

هغه له ځواب ورکولو سره ترې ما هم پوښتنه وکړه. هغه وويل:

“زه د واشنګټن نه صدر روف خبرې کوم، د غږ راډيو همکار يم”.

ما ورته وويل:

“ښه ډېر ښه، زه مو څه خدمت کولى شم؟”.

هغه وويل:

“مونږ ستاسو په ادبي خدمت يوه خپرونه کول غواړو…..”.

ما يې خبره ورپرې کړه:

“خدمت؟؟؟؟”.

زما په دې پوښتنه هغه حېران شه، له حېرانتيا ډک غږ يې راغلو:

“او خدمت………..”

او ما ښه وخندل، ښه ډېر مې وخندل.

د مۍ ١٣مه، کال ٢٠١٥ء

==================

چيغــه لنډه کیسه:

لیکوال ضربت ساد رستم خیل.

ښځې ډو‌ډۍ پخوله، یو دم یې خیټې ته لاس ونیوه. له ذګيروي سره يې چغه کړه:

خدايه، مړه شوم.

میړه یې ښه وه په همدې ورځ کار ورته نه وپیدا شوي کور ته وختي راغلی وه. ښځه یې روغتون ته یووړه. شېبه وروسته

ضربت ساد رستم خیل

ضربت ساد رستم خیل

نرسه راغله، له خندا يې خوله نه سره ټولېده، د ښځې خاوند ته يې وويل:

مبارک، خدای يو ښايسته زوی درکړ.

سړي جيب ته لاس کړ، خو دنصوارو له قوطي پرته يې بل څه ونه موندل، نرسه يوه شېبه ولاړه وه، خو کله چې د زيرې د پيسو له ورکولو نهيلي شوه، تندی يې تريو شو او په خپله مخه لاړه.

پلار په نوي زېږېدلي زوی د احمد نوم کېښود. وخت ووت، احمد پنځه کلن شو پلار یې د کلي ښوونځي کې داخله ورته واخیسته چې د مهاجرو لپاره جوړ شوی وه. ځکه چې د پاکستان په دولتی ښوونځي کې یې ورته اجازه نه ورکوله. احمد ښه و، له درسونوسره يې ډيره مینه درلوده، په نهم ټولګې يې یو بل افغان ملګری پیدا کړ چې ښوونځي ته نوی راغلی و. اکرام الله نومیده. اکرام د احمد دوی ګاونډی هم شو. په ګډه به دواړه ښوونځي ته سهار تلل او غرمه به په يوځای بیرته کورته راتلل. یو ورځ اکرام احمد ته بلنه ورکړه چې راځه نن غرمه له مونږ سره تیره کړه. احمد له ډیره فکره د (صحی ده!)ځواب ورکړ. کور ته دننه شول، اکرام خپلې مورته نارې کړې مورې مورې!دا وګوره چې نن ما سره څوک راغلی دی. مور یې راغله، اکرام خپل ملګری وروپیژانده. موریې احمد په سر ښکل کړ اوویې ویل چې الله مو ملګرتیا تر ‌ډيره لره. اکرام مور ته وویل موریې مونږ ته ‌ډوډۍ سره شمړلې هم راوړه چې نن ډیره ګرمي ده.

مور يې وويل:

ښه ځویه نیلم خور دې له ښوونځي راشي نو ډوډي درته راوړم. له دې سره د دروازي کړپ شو چې نیلم راننوتله. اکرام ور ناری کړلی نیلم دلته راشه! دا احمد ده زما هغه ملګری چې ما به دده په باره کې تاسو ته کیسې کولې. ښه ستړی مشي احمدا! هغه هم په سر خوزولو ځواب ورکړ چې مننه خیرویسې. احمد مسکی شو. اکرام نیلم ته وویل خورجانې ورشه له مور سره مرسته وکړه چې ډوډې تیاره کړي. خو اول مونږ ته یو جام اوبه راوړه.

خور يې وويل: ښه ده ورور جانه!

احمد چې کورته راغی ډیر خوشحاله ښکاریده.

اکرام او دې احمد ملګرتیا په کورني تګ راتګ بدله شوه. دواړه له پوهنتونه خلاص شول. دواړو ماسټري ته ازموینه ورکړه او دواړه بریالي شول. اکرام د مالي ستونزو له امله وطن ته ستون شو. او هلته يې وظيفه پیدا کړه.نیلم هم ښوونځی پای ته ورساوه. خو پوهنتون ته يې کورنۍ اجازه ورنه کړه. احمد به هم دې اکرام دوې کور ته کله کله ور چکر کیده. احمد د خپلې ماسترۍ په وروستي کال د درس تر څنګ په يوه بانک کې کار وموند،  په دې کال د نیلم دوې کډه هم کابل ته روانه شوه. خو احمد خوشحاله نه و، داسې فکر یې کاوه لکه له زړه نه یې چې اوښکې څاڅي. احمد د ماسټرۍ دوره هم پای ته ورسوله. یو ورځ یې مور په خندا ورته وویل چې زویه اوس خو دې ماسټري هم پای ته ورسیده ، اوس مونږ ته هغه کور را په ګوته کړه چې د کوژدې له پاره ورشو.

احمد مسکی شو ويې ویل چې هغه کور اوس دلته نشته. ! زه سبا کابل ته ځم چې دنده پیدا کړم بیا به ګورو. احمد په کابل کې دنده پیدا کړله او د اکرام دې کور یې هم پیدا کړ. اکرام سره میلمه شو. د اکرام دې مور هم ډیره خوشحاله شوه چې احمد یې یو کال ورسته په خپل هیواد کې ولید.نیلم یې هم ولیده په زړه کې یې ماشاالله وویل.

یو کال لا تیر نه و چې احمد په کابل کې خپل کور واخسیت او له پاکستان نه ټول خپل وطن ته راغلل. مور یې احمد ته وویل چې هغې انجلۍ کور اوس راښېه چې مونږ یې درته وغواړو. احمد سترګې پتې کړلې او و يې ویل چې نیلم مې خوښه ده.

آّه نیلم!

هو مورې، نیلم مې له پخوا نه خوښه ده. زه له نيلم پرته بل څوک نه غواړم. مور يې خپل خاوند خبر کړ، هغه هم وويل چې اکرام دو ی خو بد خلک نه دې او له مونږ سره په پیښور کې شپږ اوه کاله ګاونډيان و.

پلار يې په سبا د اکرام دوی کور ته ورغی او د اکرام له پلار سره يې د دوستي خبره شريکه کړه، خو د اکرام د پلار خوښه نه شوه. په دې کې دوه کاله ووتل چې دي نیلم پلار په حق ورسیده. دا خبره تر ډیره وخته غلې پاتې شوه. احمد ته يې پلار څو څو ځله وویل چې راځه له دې انجلۍ تیر شه. خو احمد دا خبره نه منله.

څو ځلي بیا د احمد پلار د نیلم دوی کورته ورغی، خو دې نیلم ورونو دا خبر ور سره نه منله. وخت ووت، د احمد پلار به کله کله د دوستي په نيت د اکرام کور ته ورتلل، له پنځو کلونو وروسته د نيلم کورنۍ راضي شوه او د احمد پلار ته يې دسمال ورکړ. احمد خوشاله و، په لنډ وخت کې يې کوژده تياره شوه، د کوژدې مراسم په هوټل کې نيول شوي وو، د دواړو کورنيو خپل خپلوان په هوټل کې سره راټول شول، نيلم همراغلې وه، احمد به يو ناڅاپه وخندل، ده خپله مينه تر لاسه کړې وه.

شپې تر ناوخته پور ې په ګډه تېره شوه، کله چې داحمد دوی کورنۍ بېرته کورته تلل، نو په لاره کې د احمدمور په ټوکه خپل زوی ته وويل:

_ احمده! زه ان د هغه مهاجرت له وخته پوهېدم چې دا نجلۍ دې خوښه ده

احمد وخندل، د موټر راډيو يې روښانه کړه، نطاق وويل:

تازه خبر! همدا اوس د پلجرخي په سيمه کې د ملي اردو پر کاروان ځانمرګی بريد شوی، دا بريد له نظامي تلفاتو سره ملکي تلفات هم لري، خو تر اوسه دقيق معلومات نشته، نور جزيات به وروسته درته ووايو.

د احمد رنګ والوت، د راډيو غږ يې ټيټ کړ، موټر يې څنډې ته ودراوه، په مبايل کې يې د اکرم نومره پيدا کړه، مبايل يې غوږ ته ونيو، زنګ ورغی ، خو تليفون ته يې ځواب نه وايه.

احمد بيا د تليفون پر شنه بټن ګوته کېښوده، اکرام ته یې زنګ وه واهه. خو اکرام پس له ډيره وخته ټلیفون واخیست. په تليفون کې چيغې او شورماشور و، د اکرام غږ یې صحي کړ چې نارې يې وهلي نیلم چیرته ده. له ليرې د يوه بل چا وارخطا غږ راغی:

هغه بستره راوړې چې د ناوې نیم بدن په کې پورته کړو.

د احمد له خولې یوه زوروره چيغه راووته او د موټر پر شترنګ ور ړنګ شو.

پای

310 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸