Categories

اعلان

Loading…

په پکتیکا کې د ځوانانو د یووالي غونډه

د پکتیکا والي: د تعصبونو،کرکو او نفرتونو پر ځای ورورلي،يوالي د ولایت پرمختګ او په ټوله کې ملي یووالي ته کار وکړي چې له شته ستونزو څخه خلاص شوو.

د ځوانانو د يووالي تر سر لیک لاندي غونډه ترسره شوه:

د پکتیکا ولایت مقام د غونډو په لوی تالار کې د ځوانانو د یووالي تر سرلیک لاندې غونډه جوړه شوه،چې د پکتیکا والي امین الله شارق،د ملي امنیت رییس برید جنرال نیازمحمد نیازمن،د امنیت امر سمونوال نثاراحمد عبدالرحیمزي،د بیلابیلو ملکي ادارو مسئولینو،مدني فعالینو، د مرکز ښرني او ولسوالیو دیني عالمانو،قومي مشرانو،د رسنیو استازو او ځوانانو برخه لرله.

والي امین الله شارق وویل د ماموریت د پیل په لومړۍ ورځ مې د پکتیکا له ولسونه سره ژمنه وکړه چې د پکتیکا ټول ولسونه یو موټی غواړم او د پکتیکا د ولسونو تر مینځ د یووالي او همغږي لپاره هر کلي او جومات ته ورغلی یم،چې له نیکمرغه ویلای شم د پکتیکا ټول ولسونه سره یو دي.

والي امین الله شارق زیاته کړه ځوانان د یوې ټولني د ملا د تیر حیثیت لري او د ځوانانو په یووالي او همغږي یې ټینګار وکړ، د ځوانانو تر مینځ یووالی او همغږي د ټولني د پرمختګ سبب ګرځي،ښاغلي شارق وویل د پکتیکا ډيری ځوانانو ته مو د کار زمینه برابره کړي او ژمن یو چې د پکتیکا ټولو ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړو،ځوانان باید تر بل هر څه ملي ګټو ته زیات ژمن و اوسي او د پکتیکا په ځوانانو یې غږ وکړ چې د تیر په څیر د خپلي ولایتي ادارې سره مرسته وکړي.

د تعصبونو،کرکو او نفرتونو پر ځای ورورلي،يوالي د ولایت پرمختګ او په ټوله کې ملي یووالي ته کار وکړي چې له شته ستونزو څخه خلاص شوو.

دیني عالم مولوي عبدلمنان وویل ځوانان باید ځانګړي موخي ولري او د ټولني د پرمختګ لپاره باید کار وکړي.

د مدني ټولنو د همغږي د دفتر مشر یعقوب خان منظور وویل ځوانان باید خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي، او د ملي ګټو د خوندېتوب لپاره هلي ځلي وکړي او د ځوانانو تر مینځ په یووالي يې ټینګار وکړ.

عبدالحق فقیر زازده وویل ځوانان باید سره یو موټی شي او د پوهني د نظام پیاوړتیا لپاره هڅې وکړې،ځوانان باید په دولتي مسئولینو باندې د نیوکو تر څنګ د حل لارې هم ورته وړاندې کړي.

خانزاده تراب وویل د پکتیکا ولسونو تر پخوا زیات په خپل دولت او ولایتي ادارې باوري شوي،پخوا به مشران او ځوانان تهدیدل خو اوس ټول ځوانان او مشران په ډاډه زړه راځې له دولتي چارواکو سره ستونزي شریکوي او د حل غوښتنه یې کوي،تراب د پوهني ریاست په مسئولینو نیوکي وکړي او د بندو ښوونځيو د ژر خلاصیدو غوښتنه یې وکړه،او له چارواکو څخه یې غوښتنه وکړه چې په ملي کچه باید د پکتیکا د ځوانانو له حقه حقوقو څخه دفاع وکړي.

عبیدالله سروضیوال وویل ځوانان د ټولني کارنده ځواک ده که چیري ځوانان په ګډه سره کار وکړي په ټولنه کې مثبت بدلونونه را منځته کولای شي او له چارواکو څخه یې غوښتنه وکړه چې ځوانانو ته پاملرنه زیاته کړي.

د ولایتي شورا رییس بخیتا ګل همت وویل خوښ یم چې د پکتیکا ځوانان ویښ شوي او د خپل حق غوښتنه کوي نوموړي وویل ولایتي شورا د ځوانانو ملاتړ کوي او د ځوانانو تر مینځ په یووالي او همغږي یې ټینګار وکړ.

د اطلاعات او کلتور رییس بشیر محمدي وویل نور باید ډاډه واوسو چي پکتیکا به جوړیږي،پکتیکا کې به امن او سوله راځي،پکتیکا به د تیارو،کرکو او نفرتونو ځای مینه او محبت تحصیل او تعلیم خپلوي،په پکتیکا کې به نور رقابت د توري او ټوپک پر ځای په قلم او علم سره کیږي.

موږ ډاډه یو چې ځوانان به د نظام په ملاتړ او پایښت کې پوره پوره مرسته کوي د نن ځوانان به د سبا عالمان او فیلسوفان وي او د هیواد هر اړخیز حالت ته به بدلون ورکوي.

محمدي وویل هغه ځوانان چي د اقتصادي کمزورۍ له امله لوړي او یا مسلکي زده کړي نه شي کولای د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅه کوي چې د هیواد په شخصي پوهنتونونو کې په لږ فیس ورته د زده کړو زمینه برابره کړي.

د غونډې په پای کې ځوانانو ته د هغو ادارو مسئولینو ځوابونو وویل چې دوی پري نیوکي درلودي او هغوی له کړنو څخه راضي نه وو.

نبي الله پیرخیل

د پکتیکا ولایت ویاند

250 total views, 1 views today

1 comment

  1. khalid Reply

    مننه شه کار ده خو یوازي په غونډو څه نه جوړیږي عملي کار کول په کار دي همداسی غونډي ، ناستی ۱۵ کاله کیږي چی روان دي خبري وشی څوه عکسونه واخیستل شی مړي نوش جان کړي هرسړي پرخپله مخه ځی ..

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2