Categories

اعلان

Loading…

د افغانستان او پاکستان لوی درستیزانو د بیړني (هاټ) لاین له لارې خبرې وکړې

تاند- د پاکستان د پوځ ویندوی نن /چهارشنبه / وویل چې د پاکستان او افغانستان لوی درستیزانو د لومړي ځل لپاره په بیړني ټېلفون لاین (هاټ لاین) خبرې وکړې.

د دوو هیوادونو د پوځونو ترمنځ په وروستیو کې د اضطراري ټېلفوني اړیکو پر جوړولو موافقه شوې ده خو دا لومړی ځل دی چې دواړو خواوو له دې لارې له یو بل سره خبرې وکړې.

د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف په کابل کې له افغان مشرانو سره وکتل او دواړو خواوو موافقه وکړه چې د تروریزم پر ضد به ګډه مبارزه کوي او د خپلو اقداماتو د همږغي کولو لپاره به د مځکنیو قوماندانانو د تماس لپاره بیړنی یا هاټ لاین رامنځته کوي.

افغانستان او پاکستان د راحیل شریف د کابل د سفر په ترڅ کې موافقه وکړه چې د هغو طالبانو پر ضد به په ګډه اقدام کوي چې سوله نه مني او پر جګړې اصرار کوي.

پاکستاني لوري له افغانستانه وخت غوښتی چې طالبان خبرو ته تیار کړي.

ټاکل شوې ده چې د سولې د خبرو د بهیر په اړه راتلونکې اوونۍ په اسلام اباد کې د افغانستانو پاکستان، امریکا او چین د استازو ترمنځ خبرې وشي.

13 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *