Categories

اعلان

Loading…

په لغمان کې د بې پېلوټه الوتکې برید

د بې پیلوټه الوتکې په هوايي برید کې د وسلوالو مخالفانو د مشهور قوماندان په ګډون دوه تنه وژل شوي دي.

د الیشنګ ولسوالۍ اړوند د ماسمود په دره کې نن د ۳ بجو په شا و خوا کې د بې پیلوټه الوتکې په راکټي برید کې د وسلوالو مخالفینو د مشهور قوماندان زرجان په ګډونه دوه تنه وژل شوي دي.

په وژل شویو کسانو کې یو بل تن یې دل اغا نومیږي چې ځایي سرګروپ و.

قوماندان زرجان چې اصلا د دولت شاه ولسوالۍ د بومبي له سیمې څخه دی په الیشنګ او دولت شاه ولسوالیو کې یې په ډېری تروریستي فعالیتونو کې لاس درلود او د افغان امنیتي ځواکونو له لوري هم تر څار لاندې و.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸