Categories

اعلان

Loading…

د سولې پر پروسې راتلونکې اوونۍ خبرې کېږي

تاند- د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د بل پړاو لپاره خبرې به راتلونکې اوونۍ پیل شي.

د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال ویندوی خیرالله ازاد له قوله پرون /سې شنبه/ د روسیې سپوتنیکس خبري اژانس وویل:«په دې پرېکړه شوې وه چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د طرحې د برابرولو لپاره د افغان، پاکستاني، چینايي او امریکايي چارواکو ترمنځ باید د جنورۍ د میاشتې په لومړیو ورځو کې غونډه وشي.»

دا پرېکړه کابل ته د پاکستان د پوځ د لوی درستیز جنرال راحیل شریف په وروستي سفر کې وشوه.

د ازاد په وینا د افغانستان او پاکستان د موافقې پر اساس د سولې خبرې به له هغو طالبانو سره وشي چې خبرواترو ته لېوالتیا لري خو د هغو طالبانو خلاف، چې نه غواړي خبرې وکړي، په ګډه مبارزه کېږي.

د راپورونو له مخې، د افغانستان ولسمشر د پاکستان د پوځ لوی درستیز ته ویلي چې طالبان یې په خاوره کې اوسي، یا دې یې سولې ته حاضر کړي او یا دې د هغوی خلاف اقدام وکړي. خو د پاکستان د پوځ لوی درستیز ویلي چې یو ځل بیا هم باید د سولې خبرو ته موقع ورکړای شي.

263 total views, no views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2