Categories

اعلان

Loading…

په اروزګان کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو په سخته نښته کې ۲۴ تنه وژل شوي

تاند- د اروزګان ولایتي چارواکي او شاهدان وايي چې په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په نښته کې د دواړو خواوو لږترلږه ۲۴ تنه وژل شوي دي.

د اروزګان د والي ویندوی دوست محمد نایاب نن /سې شنبه/ رسنیو ته وویل چې په دې جګړه کې، چې په شهید حساس ولسوالي کې وشوه او څو ساعته یې دوام وکړ، ۲۲ وسله وال طالبان او دوه پولیس وژل شوي دي.

ده زیاته کړه، نښته هغه مهال ونښته چې سلګونو طالبانو په شهید حساس ولسوالي کې د پولیسو پر پوستو یرغل وکړ.

د اروزګان یوه قومي مشر حاجي عبدالرحمن وویل، په دې جګړه کې څو تنه نور ژوبل شوي خو له دې کبله چې لاره بنده ده، د جګړې په سیمه کې پاتې دي او روغتون ته نه دي رسول شوي.

حاجي عبدالرحمن وايي چې سړک طالبانو بند کړی خو په اروزګان کې ولایتي اداره د هوا له لارې ترینکوټ ته د ټپیانو د راروسولو امکانات نه لري.

د ټپیانو دقیق شمېر څرګند نه دی.

د اروزګان د ولایتي ادارې چارواکو د حاجي عبدالرحمن څرګندونې تایید کړې، ویې ویل چې د هوا د خرابوالي او د جګړې د شدت له کبله ټپیان د ولایت مرکز ترینکوټ ته نه شي راوستلی.

افغان امنیتي ځواکونه د نړیوالو قواوو له وتلو وروسته له سختو لوژیستیکي ستونزو سره مخامخ دی. په لېري پرتو پوستو د سلګونو طالبانو د ناببره حملو په وړاندې خپلو ځواکونو ته په وخت مرسته نه شي رسولی.

له تېرو څو میاشتو راهیسي د اروزګان په څو ولسوالیو کې د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ جګړې روانې دي.

65 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *