Categories

اعلان

Loading…

ګنګس خلک/ عزت الله عالم

له دریو لسیزو څخه زیات وخت کیږي چې پاکستان هره ورځ زمونږ مظلوم خلک په یو نه یو ډول سره را وژني او وطن مو راورانوي.  دین، مذهب کلتور او افغانیت هرڅه یې را دړې وړې کړل، کله د مجاهد په جامه کې، کله د ملا په جامه کې او کله بیا د خاجي قدیر په شان خلک د افغانستان د خوا خوږو په جامه کې رالیږي او ساپورټ کوي به یې. زمونږ افغانان وروڼه هره ورځ دا نرې وهي چې هله پاکستان دا راسره وکړل او هغه یې راسره وکړل او چې کله یې حکومت خبرو ته غو ونیسي بیا به دوی د خاجي قدیر په شان خلکو ته غوږ نیسي، د قدیر خبره به اوري او د حکومت خبره به نه اوري.له لسیزو وروسته افغانستان دومره توان او طاقت پیدا کړو چې یوه نیمه ورځ د پاکستان هوا ور خربه کړي او لوړ پوړي چارواکي یې مجبور شي چې یوه منډه تر کابله راشي. د خدای خاطر وکړئ هغه د سړي د غوږ او د سپي خبره مه تکراروئ، بیا به ارمانونه کوئ چې موکعه مو د لاسه ورکړه او بیا به هیڅ نه ترې جوړیږي. مکوئ د ځانونو څخه نور ګنګس خلک مه جوړوئ.

هر هیواد دا حق لري چې له خپلې خاورې او وګړو څخ ښه په نره دفاع وکړي او  هغه که د هرې لارې وي. لکه څنګه چې پاکستان افغان طالبان د خپلو اهدافو لپاره استعمالوي او زمونږ بې ګناه خلک پرې وژني، زمونږ مکتبونه پرې سوځي، زمونږ وطن پرست مشران پرې وژني………، همدارنګه د افغانستان حکومت هم دا حق لري چې د خپلو ګټو د خوندي ساتلو لپاره هره لاره چاره پکار واچوي،  که هغه د داعش استعمال وي او که بله هره ډله ټاپله وي.

که حاجي قدیر رښتیا هم دومره تکړه سړی وي له هغو پنجابیانو دې سرونه پرې کړي چې هره ورځ په کندهار، هلمند او د افغانستان په نورو برخو کې بې ګناه افغانان وژني. یا دې هغه د ده په شان د پنجاب مزدوران ووژني چې هره ورځ زمونږ عام خلک وژني. دی خو اوس هغه خلک وژني  کوم چې د افغانستان له خاورې، ناموس او عزت څخه دفاع کوي.

دا منم چې زمونږ اوسنی حکومت ډیرې زیاتې نیمګړتیاوې لري او د ډیرو پالیسیو سره یې شدید مخالفت لرم. خو نن دا وایم چې نن حکومت په سمه دی او خاجي قدیر هماغه د خپل پلار په شان د ISI مزدور  دی.

زمونږ حکومت د مهرباني وکړي یو څه ده خپله خارجۍ پالیسي خلکو ته تشریخ کړي تر څو خلک د قدیر په شان خلکو ته غوږونه ونه نیسي. او خلکو ته دې یو څه معلومات ورکړل شي تر څو دوی پر دې پوه شي چې خارجۍ سیاست څنګه پر مخ وړل کیږي او داخلي سیاست څنګه.

11 total views, 1 views today

1 comment

  1. Faridullah Reply

    Po zra pore likana da, rekhtia che de Afghanistan aosanai hokimat de po khpal bahranai siasat ke de tajdid nazar wakri

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *