Categories

اعلان

Loading…

جګړې د حاجي علي جان کورنۍ پای ته ورسوله!؟

لیکنه: احسان الله ارینزی
 
له نن څخه شااوخوا څلوېښت کاله وړاندې، یوه ورځ زه د وردګو په سید آباد ولسوالۍ کې په خپل کلي کې وم. مازدیګر مهال و چې زما د ماماخېلو (وتلی یا اوتلي یا اوتړي) هغه کلی چې دا څو کاله په اور کې سوځي او څو ورځې مخکې د هاوان مرمۍ لس تنکي زلمیان او ماشومان پکې ووژل، څو تنکي زلمیان راغلل او غوښتل یې چې ما له ځان سره ویسي. دوی فکر کاوه چې زه به دومره وس او مخ ولرم چې په ماماخېلو کې په چا غږ وکړم چې موږ په موټر کې، شیخ آباد ته ویسی.
آوازه وه چې د پلانی خان د ناظر د زوی واده دی او کابلۍ نجونې به هلته ناڅي!
خیر، لاړو ماماخېلو ته. زما د مور د تره زوی زما خبره واخسته او پنځلس- شل تنکي زلمیان له ډوډۍ وروسته د شیخ آباد په لور وخوځېدو.
له دې کلي څخه تر ډمبر پورې اوه – اته سوه متر هسکه ټیټه کږلیچنه لار ده. هلته پاس د ډمبر سړک څنګ ته یوه رڼا ښکارېده.
هلته دوه ځوانو سېلانیانو خپل رنګارنګ فولکس واګون موټر درولی او په یوه کمکی کېږدۍ کې په کار لګیا وو. ما ورته په ماته ګوډه انګلیسی د ممکنه مرستې وړاندیز وکړ؛ خو ښځې په مننه وویل چې دوی له هرات څخه راغلي، ستومانه دي، غواړي چې شپه دلته تېره او سبا کابل ته لاړ شي!!
هومره چې زما یادېږي دا جوړه هلک او نجلۍ، په افغانستان کې، د وردګو په سید آپاد کې، د شپې په اتو بجو یوازې، ځانونه دومره آرام- هوسا او خوندي لیدل لکه د جرمني په فرانکفورت کې چې په خپل کور کې ناست وي!
پيغله په یوه څوکۍ ناسته وه، کتاب یې لوست او ځوان لکه چې د خوړو په برابرولو لیګا وو.
دوی هغه وخت بشپړ ډاډ درلود چې دلته، له ولسوالۍ او پولیسو څخه لیرې به شپه تیروي او سبا به کابل ته ځي. دوی باور درلود چې د افغانستان خلک خپلو مېلمنو ته په درنه سترګه ګوري او د اړتیا په وخت کې د مرستې لاس ورکوي.
دوی په دې پوهېدل چې سر، مال او عزت یې په افغانستان کې خوندی دی، هر ځای چې غواړي تلی شي او هر ځای چې غواړي شپه تېره  کړ، پې خیاله دې خوبونه کوي!
ډېر کاله پخوا یوې سیاستوالې مېرمنې ویلی و چې ډېر ژر به د افغانستان خلک د پخواني پاچا ارمانجن شي.
دې ویلي و چې هغه د خوبونو او خیالونو وخت به بیا تکرار نه شي.
هغه وخت چا دا خبره نه منله او آل یحی یې د افغانستان د ټولو بدمرغیو عاملین بلل؛ خو وروسته داسې لیوان پیدا شول چې خلک یې د کفن کش قدیم په ارمان کړل!
په هر صورت په هغه واده کې کابلۍ نجونې نه وې؛ خو هغه دوه ځوان جرمني سیلانیان تل زما په یاد وي چې د افغانستان په یوه سیمه کې، له حکومت او رسمي امنیت څخه لیرې، په خپلو کمکي کېږدۍ کې بیده کېدل چې ستړیا وباسي او سبا یې کابل ته لاړ شي!
دا کلي (وتلي) په هغه وخت کې یو کمکی غوندې جنت و. د خلکو اقتصادي وضعیت ښه و، شنې کروندې او څو لارۍ موټر یې درلودل. چې کله به موږ په ډم (بلبل) غږ وکړ، ډول به تیار و او ساعت وروسته به دېرش څلوېښت تنکي زلمیان او ځوانان په خوړ کې، د ونو په سیوري او د اوبو څنګ ته په اتڼ لګیا وو او د ماشومانو شورماشور به غوزونه کڼول.
په هر صورت دا مقدمه ګۍ مې ځکه ولیکله چې هغه کلی دا څو کاله د ناورین په ځاله بدل  دی. خلکو اتڼونه، دریاوې، خنداوې، سندرې او بابولالې هېر کړي او ټول په داسې مصایبو کې ډوب دي چې تاریخ یې ساری نه دی لیدلی.
دا کلي د خلقیانو او پرچمینانو د بې رحمۍ، د روسانو د یرغل، د مجاهدینو د وحشت او د طالبانو له تورتم وروسته اوس د لویدیځوالې ولسواکۍ په خونړي فصل کې شپې سبا کوي. کلی د طالبانو، امریکایانو، اردو، پولیسو، اربکیانو او راز- راز وسله والو په جګړو کې سوځي او هره ورځ ژور- ژور ټپونه زغمي. داسې اټکل کېږي چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې د دې کلي هېڅ کور بې داغه نه دی پاته او داسې کورنۍ هم شته چې اوس په بشپړه توګه پای ته رسېدلي!
د ارواښاد حاجي علی جان کورنۍ دوه اونۍ مخکې عملاً پای ته ورسېده. د دې کورنۍ دوه تنکي زلمیان د اردو په هغه هاوان کې ووژل شول چې د شاهي خېلو په جومات ولګېد او ټول کلی یې په غمونو کې ډوب کړ.
علي جان څوک و او کورنۍ یې څنګه پای ته ورسېده؟
علجي جان د (وتلي) د شاهي خېلو د ملا حضرت نور زوی و. ملا حضرت نور په سیمه کې لومړنی دیننی زده کړې کړې وې او مُلایي کوله. حضرت نور پنځه وروڼه او دوه زامن (علي جان او فیض محمد) درلودل.
په 1350- 1361 هـ.ش کلونو کې علي جان په کابل کې ږموږ په کور کې اوسېد. هغه لکه زما د مور او پلار اولاد غوندې و. موږ یو ماسکویچ ټکسي درلود چې علي جان یې دریور و. علي جان یو مسلمان، پاک زړی او ساده ځوان و چې لږ دیني زده کړې او ابتدایي سواد یې درلود.
په 1359 کې چې د شوروي اتحاد سور پوځ په افغانستان ختلی او ډېرو خلکو افغانستان نیولی شوی هېواد باله، په وردګو کې د پرچمي دولت او شوروي لښکرو په وړاندې ملي قیام پیل شو. بهرنیو استخباراتو او امریکا بیا د یو بلیون دالرو په لګښت دې ملي پاڅون ته د جهاد نوم ورکړ چې ارزانه او حتی وړیا سرونه ومومي او خپلو موخو ته ورسي.
په دې کال  کې د علي جان پلار ملاحضرت نور چې اوس یې ټوپک پورته کړی او د  مولوی محمد نبي محمدي د حرکت مجاهد و، په خپل کلي کې له روسانو سره په جګړه کې ووژل شو.
یو کال وروسته په یوه بله جګړه کې د علي جان کشر ورور، فیض محمد چې د یوولسم ټولګي زده کوونکی و، ووژل شو.
په هدې کال کې پرچمي دولت پخواني سرتیري د احتیاط دورې ته وبلل. له همدې امله علي جان کابل پرېښود او د ۱۳۶۰ په پای کې وردګو ته لاړ. دی بیا سعودي ته د مزدورۍ له پاره وخوځېد؛ خو د پاکستان له لارې هېواد ته په تګ راتګ کې و، دلته یې واده وکړ، د اولادونو پلار او لږ شتمن شو، څو نوې خونې یې جوړې کړې. په پاخه عمر کې بېرته به وردګو کې مېشت شو او کله نا کله به مو په کابل کې سره لیدل.
 
 
د حاجی علي جان دوه پېغلې لورانې د حامدکرزي د پاچایي په لومړنیو کلونو کې واده شوې؛ خو حاجي تمه درلوده چې زامن به یې د سپین ږیرتوب د وخت امسا شي.
د حاجي علي جان مرمېمن په ۱۳۹۰ کې کله چې د خپلې دویمې لور د واده د جوړې د اخستلو له پاره غزني ته راون  وه، د جنجاي په سیمه کې د طالبانو او امنتي کمپنۍ د ساتونکو په جګړه کې ولیګېده او ووژل شوه.
علي جان د ۱۳۹۴ په اوایلو کې د شکر ناروغۍ له امله ومړ او دوه تنکي بچیان یې یوازي پاته شول؛ خو اردو دا یوازیتوب پای ته ورساوه او د دوی د کلي جومات یې به هاوان وویشت! دې مرمۍ د حاجي علي جان د دوو زامنو په ګډون د کلي لس ماشومان او تنکي زلمیان ووژل او ګڼ نور یې ټپیان کړل.
څو ورځې مخکې ولسمشر اشرف غني د دې کلي د غمجنو خلکو ترخه کیسه واورېده او ژمنه یې وکړه چې د دوی په ټپونو د ملهم اېښودلو له باره به، د همدې جومات څنګ ته له خپلو شخصي پیسو څخه یوه دیني مدرسه جوړوي!؟؟
لکه چې ولسمشر هم غواړي چې د دې کلي ماتم دوام ومومي او هېڅکله هم د فزیک پوه او انجنیر او فارمسست او پیلوټ خاوندان نه شي!
ګرانو لوستونکو تاسو د حاجي علي جان د ژوند یو تت شانې انځور ولید. هغه جګړه چې د پردیو د ګټو له پاره د افغانانو په وینو روانه ده، دا دی زموږ اوس له درېیم نسل څخه قرباني اخلي. د حاجي علي جان پلار لومړی نسل چې د مرګ په وخت کې به څلوېښت- پنځه څلوېښت کلن و. د علي جان ورور او مېرمن د دې جګړې دویم نسل او دا دی د علی جان درې زامن د جګړې درېیم نسل!
د دې زلمیانو په مرګ سره د حاجي علي جان کورنۍ پای ته ورسېد او د تاریخ له پاڼې څخه محو شول!
که د افغانستان عام خلک، سیاسیون، د جهاد او مقاومت مدعیان، مدني فعالین، سیاسي ګوندونه، ښځې او نارینه، هندو او مسلمان، سنی او شعیه، هزاره او ایماق، ښاري او کلیوال مفکر او غر مفکر او لنډه دا چې ټول د تاریخي غفلت جهالت، ځان غوښتنې او ناپوهي له دې درانده خوبه وېښ نه شي، د وخت حساسیت په پام کې ونه نیسي او له شخصي، سمتي، تنظیمي او سلیقوي ګټو څخه تېر نه شي، د حاجي علي جان د کورنۍ کیسه به پر دوی هم تکرار او خدای مه کړه د افغانستان ویاړلی نوم به د خپلو نااهلو بچیانو له لاسه د تاریخ له پاڼې محو او ټول تورمخي پاته شي!

33 total views, 1 views today

4 comments

  1. خالده خالد Reply

    ښاغلیه احسان الله آرینزی صاحبه ! ستاسوله واقعت اودرده ډکې لیکنې په وئیلوزه دېره خپه شوم خــــوـــ بې عزته نه شو،سر مې غوڅ نه اومړه نه شوم ، لوټه او سرتوره نه شوم، روس، چیچن، امریکا، انګریزاوټوله نړې مې په کورراننه نه ووته اولمن مې پورته نه شوه، په سترګو ړنده او پښو ګوډه نه شوم ، په لمبوونه سوزیدم،ګوته اوپزه مې پرې نه شوه په بنګواو تریاکواخته نه شوم، له زدکړې پاتې نه شوم ۰۰۰لکه د ۲۳۵۷ کال را په دې خواچې دتاریځ پاڼې ئې دولس په وینو سرې اودبربریت په شهناموتورې تورې کړې۰
    ستاسو په هره لیکنه دې دهررښتنې افغان په زړه کې دهمت احساس راوپاریږي چې، دداسې وینو ځبیښونکوځناورو (وروریان) په وړاندې خپله چیغه پورته کړي۰آمین۰
    دمورچیغه
    دمـا دښـمـن لکه ښـامــار ګـرځـي »۰« هــم پـه کـــابــل هم په کنـــدار ګرځـي
    جړلـه ئې وخیــژه بـچئ ئې ومـره »۰« غزنئ، وردک په میدان ښـــار ګرځـي
    فراه ئې جوړه کړله خاورې سپیرې »۰« هلمندکې میندې،خویندې بورې،وررې
    هم په لغمان هم په نینګرار ګرځي »۰« د مــا دښــمن لکه ښامـــــــــار ګرځي
    زه دپـکـتـیـالـه ښکلي نومــه ځارشم »۰« هــم ئې په خـلـکواونـومـونـوویـاړشـــم
    په نـورستـــان او په مــزار ګرځي »۰« د مــا دښـمن لکه ښـامــــــــــــار ګرځي
    له شرق اوغربه په ما لوبې کیږي »۰« د دوئ لـه دیـنــه د مـا تــوبـــې کـیـــږي
    کـنـدز خو پریږده په تخــار ګرځي »۰« د مــا دښـمن لــکه ښـامــــــــــــارګرځي
    زه داوغــان په نوم وهــل شمه تل »۰« زه دجــهــــانــه پـــه رټـــل شـــمـه تــل
    هـم په لـوګــر هم په ګـلبـار ګرځي »۰« د مــا دښـمن لــکه ښــامـــــــــــارګرځي
    که ارزګـان تـه په سـفـر شـمـه زه »۰« پـه سـمـه لیــاره پـه خـطـرشــمــــــه زه
    زما بـچـي څـومـره په ډار ګرځــي »۰« چـه نـن دښـمـن مـې ـ پـه هـرښـارګرځي
    زه یم خپلواکه ،خپلواکي غـواړمـه »۰« نـه خـو دبـل دیـمـوکـراسـي غـواړمــــه
    زړه مې په جګ غره ملکیار ګرځي »۰« دمــا دښـمـن لــکه ښـامــــــــــار ګرځي
    دغه دمور چغه څوک نه اوري ربه »۰« لـه انـسـانـیـت نـه هـرڅـه اوړي ربــــه
    پـه خـالـده غـــم وار پـه وار ګرځـي »۰« چه ئـې دښـمـن پـه کـلـي ښــــار ګرځي

  2. خالده خالد Reply

    بښنه غواړم پاس سهوه شوي ده لکه ۱۳۵۷ کال را په دې خوا۰۰۰

  3. رفیع الله حمیدي Reply

    نن ورځ په افغانستان کی په خاصه توګه د پښتنو په سیمه کي خلګ په خپل کور کي داسي ارامه شپه نسي تیرولای لکه هغه بهرنيو سیلانیانو چي دسړک پرغاړه په خپله کوچنی خیمه کي تیرول. الله دي پرموږ افغانانو روحميږي او الله دي مو نور ددغه ناخواله څخه خلاص کړي. کله چی ماشومان او یا لویان مړه سي بیانو دمدرسي په جوړولو نه راژوندکیږي او نه یی هم دکورنیو زړه تسلیت کوي.
    دمات لوښي څخه اواز ثابت نه خیژي

  4. شریف Reply

    ښاغلی آرینزی صاحب
    او درنو لوستونکو!
    السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
    آرینزی صاحب!
    ستا د لیکنې په لوستلو مې زړه او خاطر دخپلې ناښادې سیمې پخواني منظر ته ولاړ، ښه خوند یې درلود، له اوسنیو ناخوالو او دومخویو پخواني صداقت، ساده ګۍ او عادي مګر خپلواک ژوندانه ته مې سر ورښکاره کړ، خو ورو ورو دې د لیکنې په لوستلو بېرته همدې تورې ورځې ته راغلم چې زما ولس پکې سوځي، مخور مې پکې قربانېږي او آن پت مې پکې سودا ته وړاندې کیږي.
    آرینزی صاحب!
    زه چې کله هم د اوتړیو په ویر او غم کې ډوب کلي باندې ډنډوکي ته ورپورې ووځم یا ستا په کلي چهاردهې باندې نورو ښکتو پرتو کلیو ته په پلي توګه لار لنډوم، په هر مزل کې زما سره ددې سیمې او خلکو د مېړانې، انسانیت او ښو دودونو فکر ملګرتیا کوي.
    آرینزی صاحب!
    زه د آل یحی، مرحوم سردار داود خان، خلقیانو او پرچمیانو، مجاهدینو، طالبانو له ټولو دورو څخه راتېرېږم او د اوتړیو د کلي د خونړۍ پېښې په آن او له هغې سره اړوند د وردګو د مخورو او سیاستوالو په کړنو سخت خوا بدی شوی یم، که د اوتړیو په کلي باندې وحشي ناتار راغی او خوار ولس یې چاته مخه نشوای کړای او یا یې چا ته غږ نه رسېده! مونږ او تاسې په کابل کې ناستو له دغې خلکو سره څه وکړل؟
    له دې وروسته زه یوازې د اوتړیو د کلي، د وردګو خلکو ته نه، بلکې ټولو افغانانو ته وایم چې د خدای په خاطر لږ را ویښ شئ! لږ له ځانه خبر شئ! او هر ډول تبعیض او توپير څخه پرته خپل لاسونه یو او بل ته ورکړئ او خپلو بدخواه غلیمانو په کور باندې له خپل تاریخ سره سم ماتم جوړ کړئ، که نه نوبیا ددې په تمه اوسئ – چې خدای مه کړه – ستا سو په کورنۍ هم د مرحوم حاجي علي جان د کورنۍ په شان توره سيلۍ راشي.
    که اشرف غني په اوتړیو کې مدرسه جوړوي، کور یې ودان!
    مدرسه او دیني زده کړې له فزیک پوهنې، انجنیرۍ، فارمسۍ او پيلوټۍ سره کوم ټکر نلري، بلکې دغه کوم ناتار او توره ورځ مو چې په هېواد راغلې ده، له همدې ده چې ملا مو له عصري علومو او د عصري علومو پوهانو مو له دیني زده کړو بې برخې دي.
    راځه! زه او ته به په خپل کلي کې د اشرف غني د مدرسې په خوا د عصري علومو یو مرکز ودان کړو…!
    او په دې توګه به په خپل راتلونکي نسل کې د دیني پوهې په خواکې عصري علومو ته هم لاره شونې کړو…
    پاکه خدایه!
    د همداسې ورځې په هیله…

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *