Categories

اعلان

Loading…

ما زده کړي چې…/ ‌ژباړن: حمیدالله حمیدي

ما زده کړي، چې له خدای پاک سره هر څه ممکن دي.
ما زده کړي، چې تر ټولو ښه ډالۍ، هغه کتاب دی، چې اغېزناک او ګټور وي.
ما زده کړي، چې د خوښ اوسېدو یوازنۍ لار له ډېرو ګیلو او شکایتونو ډه ډه کول دي.
ما زده کړي، څومره، چې له خلکو سره زیاته مرسته وکړم په هماغه کچه یې زړونه خپلوم.
ما زده کړي، د دې لپاره، چې په پوستکي کې مو ګونځې پیدا نه شي باید تل موسکی اوسم.
ما زده کړي، د هغه څه په اړه، چې تل یې په تشویش کې وم تر اوسه هېڅ واقع شوي نه دي.
ما زده کړي، هره لویه لاسته راوړنه، په لومړي سر کې ناممکنه ښکاري.
ما زده کړې، چې «لغت» په نړۍ کې له ټولو قوي اسلحه ده او باید تر وسې وسې پورې ترې مثبته ګټه واخیستل شي.
ما زده کړي، چې په خپل ځان باور لرل زما د بریا ضمانت کوي.
ما زده کړي، هر څوک ځان ته تر هغې کچې د بریا اجازه ورکوي، چې فکر کوي د همدومره بریا وړ دی.
ما زده کړي، که یو کس له خپلو کارکوونکو سره ښه رویه وکړي، هغوی یې له مشتریانو سره ښه رویه کوي.
ما زده کړي، چې د ورځې ۳۰ دقیقې پلی تګ د صحت لپاره تر ټولو اسانه او ګټوره نسخه ده.
ما زده کړې، چې که په دفتر کې بریا، د کور د ناکامۍ لامل کېږي، بې ګټې ده.
ما زده کړي، چې که یو ښوونکي وغواړي، د خپلو زده کوونکو ژوند بدلولای شي.
ما زده کړي، چې که څوک غواړي بریالي شي، نو یو بریالی کس باید د ځان لپاره الګو (مخ بېلګه) وټاکي.
ما زده کړي، هغه کسان، چې مثبت فکر لري تر منفي ګرا کسانو اوږد عمر لري.
ما زده کړي، چې ستاسو د خندانې څېرې په لیدلو سره نور هم موسکي کېږي.
ما زده کړي، چې کینه او نفرت تېزابو ته ورته دي، چې پکې ولوېدې له منځه دې وړي.
ما زده کړي، چې په اوږه باندې د خپل ملګري ټپول او « کار دې عالی دی» جمله ویل د هغه ټوله ورځ له خوښیو ډکوي.
ما زده کړي، چې مهربانه او وفاداره مېرمن در لودل په ژوند کې تر ټولو لویه سرمایه ده.
ما زده کړي، مهمه نه ده، چې نور زما په اړه څه فکر کوي، مهمه داده، چې زه د خپل ځان په اړه څنګه نظر لرم.
ما زده کړي، د دې لپاره، چې په خپل کار او کسب کې بریالی شم، باید په ورین تندي، د هغه چا اړتیا پوره کړم، چې ضرورت راته لري.
ما زده کړي، چې وړې بریاوې هم سړي ته خوښۍ ور بښلای شي.
ما زده کړي، چې له نورو سره د خپلو خوښیو شریکول، زما خوښۍ لا زیاتوي.
ما زده کړي، د دې لپاره، چې زه خوشاله شم باید د نورو زړونه لاسته راوړم.
ما زده کړي، چې که دوه جملې « ستړی یم) او « ښه احساس نه کوم» مې له ځانه لرې کړې له ډېری ناروغیو او ستړیاو په امن کېږم.
ما زده کړي، کله، چې مثبت فکر کوم، خوشاله وم او په فکر کې مې لا مثبت فکرونه موجونه وهي.
او بلاخره بیا هم زه په دې پوره عقیده او ایمان لرم، چې له خدای پاک سره هر څه ممکن دي.

9 total views, 2 views today

1 comment

  1. Ataey Reply

    دا زده کړی ټولی مهمی ، ارزښتناکه او رغوونکی دی خو ایکاش چی زموږ حکام او مشران هم دا ظرفیت پیدا کړی چه د خدمت او د خلکو له خوښی نه لذت یوسی نو بیا زموږ دخلکو مشکل د نااهلیو له وجهی به ژر حل شی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *