Categories

اعلان

Loading…

سیما سمر وايي چې ولي د قومي تعصب عُقده ورته پیدا شوه؟

تاند- د افغانستان د بشري حقونو د کمیسیون مشره سیما سمر، چې په ځلونو په قومي تعصب تورنه شوې، په یوه مرکه کې د خپل تعصب او قومي کرکې علتونه افشا کړل.

مېرمن سمر د ایران د سپاه پاسداران خبري اژانس (فارس) ته د زړه د خواله په ترڅ کې وویل:«ما په هلمند ولایت کې درس ویلی خو اصلاً د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې زېږېدلې یم. ۷ کلنه وم چې په هلمند کې ښوونځي ته لاړم، هماغه وخت یوازې په خپله ژبه پوهېدم او یوازې مې خپل قوم لیدلی و، خو ښوونځي ته له ننوتو سره سم پوی شوم چې له هزاره قوم او شیعه ګانو سره څومره تعصب کېږي.»

دا لومړی ځل دی چې سیما سمر د خپلې عقدې علت په زغرده څرګندوي.

مېرمن سمر، سره له دې چې په هلمند کې درس ویلی، خو د دې لپاره چې د دغه ولایت د خلکو له ژبې او کلتور سره یې له هماغه پیله کرکه لرله، تر اوسه پوري د هغوی په ژبه نه شي ږغېدای.

د مېرمن سیما سمر د قومي تعصب په اړه پخوا هم په ځلونو شکایتونه شوي او ویل شوي چې د بشري حقونو په کمیسیون کې یې اکثره کمیشنران او کارکوونکي خپل شیعه ګان مقرر کړي دي.

دا چې د طالبانو پر رژیم د امریکا د متحدو ایالتونو په مشرۍ د نړیوال ايتلاف د حملې په نتیجه کې په افغانستان کې لومړی د ښځو د چارو وزیره او وروسته د افغانستان د بشري حقونو دایم العمره مشره ټاکل شوې، پر اوباما انتقاد کوي او وايي چې اوباما د سولې د نړیوالې جایزې مستحق نه و بلکې دا وه.

سیما سمر د سپاه پاسداران اژانس ته ویلي، د افغانستان لپاره یوازینۍ حللار دا ده چې تبعیض له منخه یووړل شي.

دا وايي چې په افغانستان کې قومي او مذهبي تبعیض زیات دی او له همدې امله یې له له اووم ټولګي څخه د تبعیض پر ضد مبارزه پیل کړې ده.

له مېرمن سمر څخه په دې مرکه کې دا پوښتنه نه ده شوې چې ولې یې د بشري حقونو په کمیسیون کې اکثره چوکۍ خپلو قومیانو او شیعه ګانو ته ورکړي دي.

سیما سمر د دې مرکې په دوام کې د خپلو لومړنیو څرګندونو خلاف وايي:« د لویې جرګې مرستیالۍ ته د کاندیدو په وخت مې ۴۱۰ رایې ترلاسه کړې او زما لپاره په زړه پورې دا وه چې ما ته، چې تر ټولو زیاتې رایې مې ګټلې وې، اکثره رایې پښتنو راکړې وې.»

مېرمن سمر په دې مرکه کې بیا بیا وايي چې د خپل کار په موده کې یې ټوله هڅه دا وه چې مرستې هزاره مېشتو سیمو ته ورسوي.

21 total views, 1 views today

16 comments

  1. suliman zahid Reply

    که ددی عذر په ځای وی ، نو بیا ولی دا میلیونونه پښتانه ماشومان چه له پیړیو راهسی په کابل کی په غیر ژبه درسونه ویل او یا یی وای په تعصب مرض نه اخته کیږی

  2. عمر خان Reply

    داچی پخپلہ تعصب او تبعیض کوی نو روا دہ۔ او دا د بشر حقوق دی ۔

  3. shahed Reply

    دې ته تعصب ددی په خټه کې په میراث ور پاتې دی ، دا هسې دروغ وایي چې ما په هلمند کې د سبق پر مهال دا تعصب ولیده چې د هزاره تو کم په وړاندې تر سره کیده، دا با ید ټولو میشتو قو مو نو ته اوس ثا بته شوې ويچې پښتون ته الله پا ک دو مره پراخه سینه ور کړې ده چې د هر قوم او هرې ژبې د زغملو تواحو صله لري ، تا سې و ګورۍ هر پښتون په بله هره ژبه خبرې کوي خو د بل هیڅ تو کم وګړي ددوی په ژبه خبرې نه شي کولۍ، ددی معنی داده چې د پښتون همت دو مره لوړ دۍ چې په دې وړو وړو لو مو کې نه نښلي، برو این دام بر مرغی دیګر نه — که عنقا را بلند است آشیا نه

  4. Ruh Reply

    په خپله وایی چی د کار په موده کی می مرستی خپل هزاره وو ته رسولی دی او بیا وایی چی تعصب باید ختم شی دا ستا په شان ډیر رزیل خلک نور هم وجود لری خو انشاالله هیڅ به هم ونه شی کولی خدای دی دا ستا په شان متعصب خلک زر تر زره دوزخ ته ولیګی چی دا اولس په سوله کی ژوند وکړی

  5. Dr.atal Reply

    دا او دیته ورته په سلهاوو ټاکنی په تیرو ۱۴ کالو کی شوی چه د ملت د اکثریت په وړاندی ظلم او په جاهلی تعصباتو ککړ او متعفن دی ،ددی لباره چه سپاه پاسداران ، ملحدین( یا د افغانستان د ورانی اصلی عاملین) یا دا او هغه خپه نشی خو ددی ټولو شخصی لطفونو یا هم فرمایشاتو بلا او تندر پر مظلوم ملت غورزی اوهمدا کړنی او سلیقی وی چه ملت یی دړی وړی او ټوک ټوک کړ خو اوس بیا هم پیش کله خر یاسین خواندن.
    دا عقدوی حکام چه پښی،لاس یا زړه یی د ملت سره په دښمنی کی مات شوی دا د عقدو کتلی د ملی خدماتو ظرفیت نلری ،امن نشی راوستی ،فساد زیاتوی ولو که ستا شخصی یا عقیدوی ملګری وی
    الله رب العزت دی ظالمان تباه او نابود کړی
    رب لا تذر علی الارض من الکافرین دیارا انک ان تذرهم یضلوا عبادک …..

  6. kandahari Reply

    د خدای ج لعنت دی پر دی قوم پرستی شی

  7. احسان Reply

    دی عنوان او متن ته ګوره، ډیره توپیر لری. هلته خو ښاغلی سمر د تبعیض په مقابل کی د مبارزه په اره خبری کوی. او هغه ځای چی وایی د هزاره ګانو يه مقابل کی تعصب ډیری وو هغه خو رښتیا خبره ده. ډیره د تاسف خبره ده چی تاسی د افغانستان د خلکو تر منځ نفاق او دښمنی اچوی. هغه څه چی به عنوان کی راغلی دی بالکل به متن کی ویل ندی شوی. ډیره تاسف کووم پرتاسی باندی.

  8. څارنوال علیزی Reply

    د افغانستان دبشر دحقونو خپلواک کمیسون که دافغانستان دهزاره بشردناحقونو خپلواک کمیسون ؟

    ددی سره سره چی هرډول تبعیض او تعصب دټولو ملی او بین المللی حقوقی موازینوپر بنیاد منع او عمل یی جرم بلل کیږی . خو داغلی ډاکتر صاحب سیما سمرچی د۱۴ کاله یی دافغانستان دبشر دحقونو دخپلواک کمیسون دریس اومسولی په حیث تراوسه هم دریس په حیث عملا دتعصب او تبعیضه ډکه دنده ترسره کړل او په دغه وخت کی پدی کمیسون کی هر چا ددی ددغه تعصب او دنورو سره تبعیض عملا احساس او په ډاګه معلو میدی چی ډیر تکړه او غښتلی با تجربه کسان دندی پریښودلو ته دهمدی کبله اړشول خو داچی په پوتنی مرکه کی په خپل تعصب اوتبعیض اعتراف کړی بیا هم څو نقطی دپام وړبولم : .، . ،
    ۱ :ـاعتراف پخپل جرم یا جرمی عمل دهر انسان دپاره شریفانه عمل او ندامت او پښیمانی پر هغه د بیا تکرار مخه نسی مګر ددی سره سره چی اعتراف په تعصب او تبعیض داغلی داکتر صاحب سیما سمر څخه دانه معلومیږی چی ایا بیا به هم ددی تعصب اوتبعیض همداسی لکه ددی داوه کلنی تر اعتراف پوری پاته وی اوکه به شریفانه اعتراف او ندامت وی چی ییابه یی تکرار نکړی.، ۲:ـ داټکی نشته . ــاغلی ډاکټر صاحب سیم سمر پخپل دی مرکه کی ویلی چی ۷کلیکی پههلمند کی درس یعنی ویلیاو دهغو دتعصب څخه داهم متعصبه شوی نوبیا ییددنورو سره تراوسه هم تبعیضاوتعصب کوی .
    زه تبصره کونکی دهلمند ولایت اصلی اوسیدونکی یم او په ۱۳۴۳بیاتر ۱۳۴۹ هش دهلمند مرکز لښکرګاه کی لیسه اوبیا ۱۳۵۷نږدی ۱۶ یا ۱۷کاله ماموریت کړیدی ما دهلمندد اصلی اوسیدونکو چعمدتا پښتانه دی دهیچا تعصب دهزاره یا بلقوم سره ندی لیدلی . او ډاکتر صاحبه سمر به یی هم یو مثال ونه وایی چی موږهم پخبر شو . ، پداسی حال کی چی په هلمندکی دهلمند دوی ویالی دنهر سراج او زړه بغرا دهلمند ولایت دخلکو دبیل او موټی په زوروختلی مګر دهیڅ یو بی مځکی هلمندی ته دادی ویالو تراوبو لاندی مځکه ورنکړل شول په بیچارګی ژوند دی مګرتردی ذکرشو ویالو تر اوبو لاندی مځکی ټولی دنورو ولایتونو هزاره ،ازبک ، تاجک ،سک ، هندو ، نورو او نوروته وویشل شوی مګر دهلمند کوم پښتون دکوم هزاره مځکه ونیول اویا یی کوم هزاره یا بل څوک دتعصب پربنیاد مړ یا کوم ضرر ورته ورساوه . مثال یی نشته نودا به دهلمندپه اصلی شریفو خلکو یو دانصاف لیری توروی ، چی داکتر صاحبه یی ویو اجنبی ایرانی ته اظهاره وی .دخوا شینی وړده . ددی سره سره چی زه شخصا ډاکتر صاحب ته احترام لرم مګر خو داسی ډیر انسا نان هم شته چی هغه فطرتا متعصب وی نوځکه دخپل تعصب تور باید په بی ګناه خلکو ور ونتپی . ٫ ۳ـداکتر صاحبه وایرانی ته وایی چی ما د۷کلنی څخه دتعصب پر ضد مبارزه شروع کړیده مګر خو متاسفانه دکړوړو او اجراتو یی داسی معلومیږی چی دقدرت او وس په وخت کی هیشه دتعصب اوتبعیض پر بنیاد اجرات کړیدی چی پخپله مرکه کی هم په هغه اعتراف کړیدی . . . . .

  9. Alakozay Reply

    درنو لوستونکو ته سلامونه وړاندی کوم! ډیرد افسوس خبره ده چی داسی یو شخصیت چی خپله د حقوق بشر نقض کوونکی او د عقدی نه ډکه میرمن ده نژدی د یوی لسیزی را په دی خواه د حقوق بشر مشره پاتی شوی ده سیما سمر یوه ډیره نژاد پاله میرمن ده او د همدی کبله په دومره موده کښی د جنګی مجریمونو نوملړ هم افشا نشو ځکه د بشر د حقوقو په نقض کولو کښی همدا لږکیان ډیر دخیل دی، بل داچی قومی تعصباتو ته همیش لږکیانو لمن وهلی ده چی یوه بیلګه یی همدا قوم دی د پښتنو لمن ډیره پرا خه ده او ټول اقوام پکښی ځاییږی او بل دا چی دی له اووه کلنی دا عقده د هلمند له خلکو او چلند څخه اخیستی ده دا هسی افوهات دی د هلمند په لښکر ګاه، ګرشک او نادعلی کښی زښت ډیر هزاره ګان دی ټول کورونه او ښه جایدادونه لری او په ډیره ښه فضا کښی ژوند کوی که چیری د تضاد معامله وی نو والله که یو یوه شپه هم تیره کړی اوبل دا چی هلته هزاره میشتی ډیره شه سوچه پښتو وایی او یوه داده چی پښتو او پښتانه په ټوپک ولی که چیری د حقوقو نقض کوونکی نه وای نو آیا دی نورو قومونو ولی په دی دفتر کښی په دندو نه ګمارل کیدل؟ ددی په وقت کښی داسی معاملی وشوی چی انسانان څه چی حیوانانو هم پری ژړل آیا ددی نژاد پرستی اقدام او کار څه وو او که صرف دا خپلو هزاره ګانو ته یی کار وکړ. ددی حکومت فاصد چارواکی باید اول دا بندی خانی ته ورواچوی او همالته ورسته شی خو څه وکړو ټولی معاملی موږ ته له خپلو بی همته مشرانو را جوړی دی

  10. خان محمد مصلح Reply

    داغلي سيما ثمر دڅرګندوونو په هکله ماته هم دکوچنیوالي یوه خاطره رایاده سوه. خو زه یې دهڅ تعصب پر اساس نه لیکم: نژدې همدغه کلونه چي دا اغلې یې یادوي زه دنهم ټولګۍ څخه وروسته دنوروزده کړو لپاره دکلي اوکور څخه ډېر ليري دیوې پښتون مېشتې سیمي څخه وغیري پښتون مېشتي سمي ته ولېږد ول سوم اولیلیه اوسېدم. لومړی خو د دوو نابلدو ژبو سره مخامخ سوم، چي یوه مي دهیواد رسمي ژبه وه اوبله پردۍ. خوما داغلي ثمر په خلاف په ډیري علاقمندۍ خپله هيوادنۍژبه(دري) زده کړه .داسوال راته پيداسوی هم نه دی چي څنګه له درسي کتابونو نيولې ترښوونځۍ او چاپېریال پوري هرڅه دپښتو څخه ودري ته واوښتل. دوهم داچي ـ همصنفي هایم حین رفع حاجت مېګفتند:«میرم که یک پشتو را امضا کنم» ویاهنګامیکه ما چندنفرپشتوزبان بین هم به پشتوصحبت مېکردیم مېګفتند که:«ګپ مسلماني را بزن» ماته ترډېره دا دهمصنفیانو یوه شوخي ښکارېده خوښایې داغلي ثمر په څېر دګوتو شمار دتعصبه ډک لېوني به وه چي دیوې ملی ژبي توهینی الفاظ دي دکوچنیانو په خوله ورکي. اغلې ثمر که دتعصب عینکي دسترګو ليري کي ښايي وويني چي همداا اوس دلښکرګاه ، هزارجفت او ان لکړۍ(دګرمسېر دولسوالۍ یوه لیري پرته سيمه) په بازار کي هزاره وړونه دوکانونه،ژوند او کاروبار لري.مګراغلې ثمر ښايې په بامیان، دایکنډي اونوروسوچه هزاره مېشتو سیمو کي دپښتون داوسېدو یومثال هم ونه لري. ددې په شان کسانو دتحریک پر بنا په هزاره جاتو کي نه یوازي پښتون بلکه نور غیر هزاره وړوونه هم دزغم وړ نه دی.ددې خبري ښه ثبوت دبامیانو په ښار کي دهغو زیات شمېر تاجکو وړونو دځمکو اودوکانونوغصبول دی چي خبره یې د دفتري چېنل څخه اوس ومېډیايی چېنل ته وتلې ده.اغلې ثمر! ته اوستاپه شان نور دقدرت لېوني هغه که په هزاره ګانو،تاجکو، پښتنو،ازبکو اویانورو کي وي دلېوه دیوه غاره راوتلي او پر یوه مرداره لښه ور ټول دي . سیاف اومحقق هر غريب پښتون او هزاره ته دیوه لېوه په خوله کي یوه اوبله زامه ده چي ددواړو خواوڅخه دبېګناه اومعصومو انسانانو هډوکي په کښې ژوول سويدي.او لا یې هم داړي سرې دي. اغلې ثمر ! که څه هم چي اهلیت یې نه لرې خو کومي دندي ته چي نصب سوې یې ، تاته په کارده چي نمک حرامي ونه کي .هغه ولایت چي ته يې په غېږ کي لوسوې يې هغه نن تر بل هرځای دخپلو عزيزانو دغم پر کمبله ناست دي ته دتعصب د آسه ور کښته سه او دهغي مور اوښکي ور پاکي که کوم چي خپل خواخوږی یې دلاسه ورکړیدی،نه داچي پر ټپ يې دتعصب مالګه ورتوي کړې.

  11. خان محمد مصلح Reply

    درنو لوستونکو او د «تاند» انترنیټي پاني قدرمنو چلونکو! که مي د هغې اغلې په نوم ليکنه کي اشتباه کړې وي (سمرـ ثمر)نو بخښنه غواړم. په افغاني مینه مصلح

  12. خالده خالد Reply

    درونولوستونکو! زه په کابل کې زیږیدلې او په کابل کې مې په پردۍ ژبه زده کړه کړې،چې ډیري وخت ئې دپردوپالو،مذهبي خودخواوو،ایراني جاوسوسانوله خوا یوازې زه نه ډیرنورافغانان ځورول کیدل او کیږي ،چې زه ئې ثبوتونه لرم،یو ډیرکمکئ ثبوت دادئ کله چې زه وړه وم دتذکرې اخستلوپه وخت په هغه دفتر کې چې ډیري ئې دایران غلامان وو، زما د[ادکۍ مور] په نوم وخندل۰ما تراوسه کوم تعصب ونه کړ،خوماولیدل اووینم چې په خپل کور اوخاوره کې رتل کیږم نو ترڅومې وسه کیږي زه به له خپلې ژبې اوخپل افغان څخه ننګه کوم ۰اوبل دا چې ما دبشردحقوقو دکارکونکوډیرسترغیرانساني سلوک لیدلئ چې ما په دوی سره کرښه ايستلې،قاچاقبرپه دوئ کې کار کوي ،قاتل وینه ځبيښونکئ په دوئ کې اخته دئ۰ چې یوه ئې ده سیما سمرخوده ډیره بې ثمر۰دافغانستان دورانولودپرازیتونو مور۰

  13. عبدالمتین احمدزی Reply

    پښتنو! نور ويښ شی د خدای لپاره.،،،په زغرده چيغی وهی چې زه متعصبه یم ،خو وایی تعصب باید ورک شي ،،، یعني پښتون دي ملتپالنه نه کوی خو دوی ته د ایران اخندانو روا ګڼلې….مننه

  14. Himmat Reply

    راضی چه یو کمپاین شروع کړو او دا سپی لری کړو د دی ځایه څخه…………………………..

  15. خالده خالد Reply

    دتانددې درونوکارکونوکوونه ستره هیله لرم چې دانیوکۍ خپره کړي۰
    د بشري حقوق کمسیون مشره سیما سردکریم خلیلي د(حزب وحدت) دجنګي ډلې غړې ده چې په ۱۳۵۸ــ۱۳۸۱ لمریز کال ترمنځ په کورنیو جګړوتورن دی ۰ په ۱۹۹۳ کال دحزب وحدت جنګي سپیانواو دهغوي قاتلوورونودکابل ښارپه کنډواله بدل اوبې ګناه خلک ئې دژبې او مذهب په نامه شهیدان اومهاجرکړل چې مثال ئې دکورت(قروت)کیسې دي۰
    سیما ثمریوزوی لري چې لکه دنورو وزیرانوزامنو په څیر په امریکا کې اوسیږي۰خپله له( کاناډا)وزیره راغلې۰ یو وخت دجنرال موسی په مرسته په کویټه کې د(ملالۍ هسپتال) او (سازمان راوا) مسوؤله وه ۰ جنرال موسی دکویټې ګورنر اولکه (حزب وحدت) دایران دنوکرو څخه وو، چې حتی وصیت ئې کړئ وو چې په ایران کې ئې ښخ کړي ،او همداسې وشول۰ سیما سمر دایران او امریکې دسي آی اې جاوسوسه ده ۰
    ډیرسوالونه دي چې یو ئې به لنډه توګه دادی !۰۰۰
    په ۱۹۹۳هغه وخت چې دحزب وحدت سپو یو پښتون نیوه ،او ورته ویل ئې چې ووایه( قوروت ) نوکه ده به وویل چې (کورت ) ،بیا به دوحدت جنګي امرکاوه چې « اوغوویه سر بزن »!!!!!!!! نواې دعدالت په تله ناستې سیما سمردلته ته پوهیږې چې اپارتائد څه ته وائې ،او تا په کابل ښارکې په افغانۍ پښتو ژبه نجونوته کوم ښوونځئ لیدلئ ،دکابل په دفترو کې په پښتو ژبه عرایض وړاندې کیږي ؟؟؟۰۰۰
    ډیردشرم ځای دی درته درواغجنې۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰

  16. خالده خالد Reply

    دتانددې درونوکارکونوکوونه ستره هیله لرم چې دانیوکۍ خپره کړي۰
    د بشري حقوق کمسیون مشره سیما سمردکریم خلیلي د(حزب وحدت) دجنګي ډلې غړې ده چې په ۱۳۵۸ــ۱۳۸۱ لمریز کال ترمنځ په کورنیو جګړوتورن دی ۰ په ۱۹۹۳ کال دحزب وحدت جنګي سپیانواو دهغوي قاتلوورونودکابل ښارپه کنډواله بدل اوبې ګناه خلک ئې دژبې او مذهب په نامه شهیدان اومهاجرکړل چې مثال ئې دکورت(قروت)کیسې دي۰
    سیما سمریوزوی لري چې لکه دنورو وزیرانوزامنو په څیر په امریکا کې اوسیږي۰خپله له( کاناډا)وزیره راغلې۰ یو وخت دجنرال موسی په مرسته په کویټه کې د(ملالۍ هسپتال) او (سازمان راوا) مسوؤله وه ۰ جنرال موسی دکویټې ګورنر اولکه (حزب وحدت) دایران دنوکرو څخه وو، چې حتی وصیت ئې کړئ وو چې په ایران کې ئې ښخ کړي ،او همداسې وشول۰ سیما سمر دایران او امریکې دسي آی اې جاوسوسه ده ۰
    ډیرسوالونه دي چې یو ئې به لنډه توګه دادی !۰۰۰
    په ۱۹۹۳هغه وخت چې دحزب وحدت سپو یو پښتون نیوه ،او ورته ویل ئې چې ووایه( قوروت ) نوکه ده به وویل چې (کورت ) ،بیا به دوحدت جنګي امرکاوه چې « اوغوویه سر بزن »!!!!!!!! نواې دعدالت په تله ناستې سیما سمردلته ته پوهیږې چې اپارتائد څه ته وائې ،او تا په کابل ښارکې په افغانۍ پښتو ژبه نجونوته کوم ښوونځئ لیدلئ ،دکابل په دفترو کې په پښتو ژبه عرایض وړاندې کیږي ؟؟؟۰۰۰
    ډیردشرم ځای دی درته درواغجنې۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *