Categories

اعلان

Loading…

د ذهني ورسته پاتیو لپاره روبوټي ملګری

تاند- د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې د نوې تکنالوژۍ د زده کړې په برخه کې هره ورځ څېړنې پراخېږي.

په وروستیو کې کرویشیايي ساینسپوهانو له روبوټونو یا ماشیني انسانانو څخه د ماشومانو د ذهني وروسته پاتې توب د ناروغۍ د درملنې او تشخیص لپاره کار اخیستل پیل کړي دي.

اوسټیم سپېکټروم ډیس آرډر یا د ماشومانو ذهني شاتې پاتې والی داسي ناروغي ده چې په ماشومانو کې د عقلي وروسته پاتې والي سبب کېږي او د زده کړو او ټولنیزو فعالیتونو په برخو کې هغوی ته ستونزې پېښوي.

په ذهني وروسته پاتې توب اخته ماشومان په ټولنه کې منزوي کېږي او له خپلو همځولو سره لږ ملګرتوب کولی شي.

خو یوه څلور کلنه ماشومه لوکه، چې په دې ناروغۍ اخته ده، خوشاله ده چې تازه یې ملګری موندلی دی.

«هغه خط لیلی شي، کښېناستلی شي او اوبه څښلی شي.»

لوکا له خپلې ملګرې سره نڅېږي او د ماشومانو لوبې کوي. د دوی ملګرتوب ډېر عجیب او په عین حال کې غیرمعمولي دی ځکه چې د لوکا نوی ملګری یو روبوټ یا ماشیني انسان دی چې ریني (Rene) نومېږي.

لوکا ځان ځان د کوریشیا د مرکز زاګرب د بیا احیا کولو د علومو پوهنتون د کمپیوټر او الیکترونیک پوهنځي احسانمنه بولي چې د روبوټونو په وسیله د ذهني وروسته پاتې توب د ناروغي د تشخیص او تداوۍ لپاره کار کوي.

د زاګرب پوهنتون یو څېړونکی یاسمینا ستاسیک، چې پر دې پروژې کار کوي، د عقلي او ذهني وروسته پاتې توب د ناورغیو د درملنۍ لپاره له روبوټونو څخه د استفادې په اړه وايي:

«د هغو ماشومانو لپاره چې د ذهني وروسته پاتې والي ناروغي لري، روبوټ ډېر ساده محرک دی چې تل په یو حالت کې وي. سترګې او خوله یې تل په یوه ثابت ځای کې وي، ساده او سره ورته جملې بیانوي. حال دا چې انسانان ډېر پېچلي او مغلق وي، کله چې ږغېږي ډول ډول حرکتونه او اکتونه کوي، یو شان نه وي، هره ورځ بېل بېل او جلا رنګ کالي اغوندي، یوه ورځ سره کالي او بله ورځ شین کمیس اغوندي، حال دا چې روبوټ هره ورځ یو شی وي خو حتمي نه ده چې په ذهني وروسته پاتې توب اخته ماشوم د هغوی د تفاوتونو او تغییراتو په باب فکر وکړي، د دې پرځای دوی د مسایلو پر ماهیت فکر کوي.»

ماریا کلیج، چې زوی یې (فلیپ) د ذهني وروسته پاتې والي په ناروغۍ اخته دی او ناوخته یې ناروغي تشخیص شوې ده، او اوس د روبوټ په وسیله د درملنې پروژې ته داخلېږي

50 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *