Categories

اعلان

Loading…

پنټاګون له سپینيې ماڼۍ غوښتي چې په فغانستان کې یوه اډه وساتي

خبریال: میرویس جلالزی –  د امریکا دفاع وزارت، سپینې ماڼۍ ته وړاندیز کړی چې په افغانستان کې خپله یوه پوځي اډه د اوږدې مودې لپاره وساتي.

د اوباما د پلان له مخې ټاکل شوې چې د ولسمشرۍ د دورې تر پای ته رسیدو پوري باید امریکايي سرتیري له افغانستان څخه ووځي.

د نوموړي ماموریت په راتلونکي اکتوبر کې پای ته رسیږي.

خو اوس د امریکا دفاع وزارت له سپیني ماڼۍ غوښتې چې لږترلږه یوه پوځي اډه په افغانستان کې د خاصو عملیاتي ځواکونو لپاره د اوږدې مودې لپاره وساتي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې چې دغه اډه به په جنوبي او منځنۍ اسیا کې د امریکا د ماموریت حمایوي رول ولري او یادې سیمې به تر پوښښ لاندي ساتي.

د اوباما د پلان له مخې به تر اکتوبر میاشت پوري ټول امریکايي عسکر له افغانستانه ووځي لیکن په دې کې هغه شمیره سرتیري نه راځي چې د امریکا د سفارت ساتنه به کوي.

سپیني ماڼۍ تر اوسه پوري د دفاع وزارت دا وړاندیز نه دی منلی او داسي تضمین هم نه شته چې ایا دا غوښتنه منل کیږي که نه.

خو د افغانستان روان کړکیچن حالت او له لوېدیځو او امریکايي متحدانو د کابل د حکومت د مرستي د غوښتني پر له پسې غوښتنې ښيي چې امریکا اوس د خپل دغه شریک هیواد حالت اندیښمنه کړې او حالت یې نازک دی.

د هلمند وروستی حالت او تر هغه دمخه د طالبانو لاس ته د مهم ولایت کندوز لویدلو وښودله چې طالبان او نورې تندلارې ډلې په تیره څه باندي یوه لسیزه کې تر بل هر وخت زړه ورې شوې دي.

امریکا اوس د افغانستان په څلورو برخو کې سترې پوځي اډې لري.

په شمال کې په مزارشریف کې، په ختیځ کې د ننګرهار په هوايي ډګر کې، په سویل کې د کندهار هوايي میدان ته نږدې او د کابل شمال بګرام هغه سیمي دي چې امریکايي ځواکونه پکې ځای پر ځای دي.

47 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *