Categories

اعلان

Loading…

افغانستان – مالدیپ ته ۴ پر ۱ ماتې ورکړه

تاند- د افغانستان د فوټبال ملي ټیم د جنوبي اسیا د فوټبال د فدراسیون د سیالیو په دوام کې مالدیپ ته ماتې ورکړه.

افغان لوبغاړو، چې تراوسه پوري یې د جنوبي اسیا د فوټبال درې واړه مسابقې پر له پسې ګټلي، نن مالدیپ ته څلور پر یوه ماتې ورکړه.

دې بري د افغانستان ټیم په خپل B ګروپ کې سر ته راووست او بل پړاو ته یې ورساوه.

هند، چې په اې ګروپ کې لومړی ځای لري، په نیمه پایلوبې کې به له مالدیپ سره مخامخ شي او افغانستان به د اې ګروپ له دوهم ټیم یعني سریلانکا سره نیمه پایلوبه وکړي. دواړه مسابقې د دسمبر په یودېرشمه /پنجشنبه/ کېږي.

د دې سیالیو پایلوبه به د جنورۍ په درېمه نېټه وي. افغان لوبغاړي ډېر هیله من دي چې پایلوبې ته به ورسېږي.

له مالدیپ سره په نننۍ /دوشنبه/ مسابقه کې اُمېد پوپلزي په ۳۴ مه دقیقه او ۵۴ دقیقه ګولونه ووهل، فیصل ښایسته په شلمه دقیقه او احمد هاتفي په یو پنځوسمه دقیقه د افغانستان لپاره ګولونه ووهل.

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د فوټبال ملي ټیم مالدیپ ته ماتې ورکوي. تېر ځل مالدیپ افغانستان ته په اسانه ماتې ورکړې وه.

110 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *