Categories

اعلان

Loading…

افغان هوايي ځواک ته د امریکا جنګي الوتکې به په ۳ اوونیو کې راورسېږي

تاند – تمه ده چې تر دریو اونیو پورې د امریکا یو شمیر جنګي الوتکې چې له افغان ځواکونو سره یې پخوا د هغوی د مرستې ژمنه وه، کابل ته راورسیږي.
دا خبر د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ملي دفاع د نوې ودانۍ د پرانیستو پر مهال د جوړې شوې غونډې برخه والو ته د دوشنبې په ورځ اعلان کړ.
د افغانستان حکومت له تیرو څو کلونو راهیسې تل دا غوښتنه لرله چې هوایي ځواکونه یې په پیښو ودریږي. له تیر یوه کال راپه دې خوا چې د ناټو او امریکا محارب ځواکونه له افغانستان څخه وتلي دي هوایي ځواکونو ته د افغان پوځیانو اړتیا زیاته شوې ده. یو شمیر پوځي څیړونکي په دې باور دي چې روان کال د طالبانو د بریدنو د زیاتیدو یو لامل د هوایي ځواک کمزرتیا ده کنه افغان ځواکونه تر پخوا ښه روزل شوي او تجربې یې هم د جګړو په ډګر کې ترلاسه کړي دي.
د جمعې په ورځ چې کله د هند صدراعظم نریندا مودي د افغانستان د پارلمان د ودانۍ کمپلیکس په دارالامان سیمه کې پرانیست نو تر دې مخکې یې د افغانستان د ملي امنیت د شورا له مشر سره په کتنه کې درې جنګي هیلکوپتر افغان ځواکونو ته وسپارل.
د افغانستان ولسمشر د ملي دفاع د وزارت دودانۍ د پرانیستلو پر مهال د هند د دریو جنګي هلیکوپترو یادونه وکړه او ویې ویل چې په لنډ راتلونکي کې به د هند څلورمه جنګي هلکوپتر هم کابل ته راورسیږي.

10 total views, 1 views today

2 comments

  1. Ferooz Khan Waziri Reply

    اسلام عليكم ورحمت الله وبركاته. سلامونه اونيكي هيلي ستاسو قدرمن حضور ته وراندي كوم وروسته له سلام نه زه غوارم صرف او صرف دا ووايم چي أمريكا دوه مخي سياست لري او هميشه يه پلي كري ده أمريكا غواري تل دوه مخي سياست مخكي برزي

  2. ر وغ لیونی Reply

    او زه وایم چه هیڅکله په امریکایانو باور مه لری ځکه چه دوی له پاکستانیانو نه هم یو قدم مخ کی دی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *