Categories

اعلان

Loading…

د کابل په انتحاري حمله کې یو تن وژل شوی، ۳۱ ژوبل دي

تاند- د کابل هوايي ډګر ته نژدې نن سهار د ناټو ځواکونو پر کاروان په انتحاري حمله کې لږترلږه یو تن لاروی ووژل شو او ۳۱ نور ژوبل شول.

دا موټر بمي بم یوه ورځ وروسته له دې وشو چې د پاکستاند پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف د سولې له ژمنې سره کابل ته راغی.

د کابل د پولیسو ویندوی عبدالبصیر مجاهد رسنیو ته وویل:«په موټر بمي حمله کې لږتږه یو تن ملکي وژل شوی او ۳۱ نور ژوبل شوي دي.»

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي چې دا برید د دوی له لوري د بهرنیو ځواکونو پر کاروان شوی او هغو ته یې درنې مرګ ژوبلې اړولي دي.

12 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *