Categories

اعلان

Loading…

د سوداګرۍ نړیوال سازمان او افغانستان

محمد عظیم وردګ

(درېمه او وروستۍ برخه)

د سوداګرۍ له نړیوال سازمان سره د افغانستان پنځمه او وروستۍ کاري جلسه:

د افغانستان اسلامي جمهوریت دولتي پلاوي د سوداګړۍ له نړیوال سازمان (World Trade Organization) سره د غړیتوب پنځمه او ورستۍ کاري جلسه د روان ۲۰۱۵ عیسوي کال د نوامبر میاشتې په ۱۱ نیټه د نوموړي سازمان په سکرتریت کې ترسره کړه. دغه جلسې ته د افغانستان هیئت د سوداګرۍ او صنایعو وزیر محترم همایون رسا په مشرۍ، د هغه وزارت معین او یو شمیر ریسان او کارکونکي، د ملي شوری د دواړو مجلسینو استازو، د ولسمشرۍ ماڼۍ استازي، د بهرنیو چارو وزارت استازي، د مالیې وزارت استازي او د خصوصي سکتور استازو ګډون کړی و.

جلسه WTO ته د هالنډ د سفیر ښاغلي Rodrick van Schreven چې د افغانستان د الحاق د کاري جلسې رئیس هم دی، په خبرو پیل شوه، هغه وویل چې افغانستان په وچه چاپیر د اقتصادي نظره وروسته پاتې هیواد (LLDCs) دی چې ۳۶ سلنه خلک یې د بیوزلۍ/فقر له وجې چې د ورځې یو ډالر عاید لري ژوند کوي او ۷۰ سلنه خلک یې د ورځې دری ځله ډوډۍ ته لاس رسی نلري او د کال په اوږدو کې یې خلک یوازې د څو میاشتو لپاره کار کوي چې د بې وزګارۍ نهایت لوړه کچه ده.   د بله اړخه افغانستان طبعي زیرمې لکه کانونه، مس، د انرژۍ د تولید لپاره اوبه، د نفوس ډیری برخه یې ځوانان، لوستي/ تعلیم یافته ګان، تجاران او اوږد او قوي تاریخ چې د قوي هویت سبب ګرځیدلی درلودونکی هیواد دی. په دې هکله د افغانستان لپاره د سوداګرۍ د نړیوال سازمان غړیتوب د ځوانانو لپاره نوې هیلې او کارموندنې فرصتونه پیدا کوي. همدارنګه افغانستان د سیمه ایز ترانزیت د دهلیز په توګه کولای شي چې د تجارت په وړاندې ستونزې له منځه یوسي په دې هکله به پانګونه زیاته شي چې د اقتصادي رشد باعث به وګرځي او اقتصادي رشد به د بهتره امنیت لپاره لاره هواره کړي.

2هغه وویل چې نن د افغانستان او WTO لپاره تاریخي ورځ ده، بناَ زه د کاري ګروپ (Working Party) په نمایندګۍ د سوداګرۍ د نړیوال سازمان له ډایرکټر جنرال څخه غوښتنه کوم چې د افغانستان الحاق بسته (Accession Package) د هغه سازمان د وزیرانو د لسم کنفرانس په آجندا کې چې د روان کال د دسمبر میاشتې له ۸۱-۱۵ نیټې پورې د کنیا په نیروبي کې پرانستل کیږي ځای پر ځای کړي. او د WTO لپاره د افغانستان غړیتوب نوموړي سازمان ته د یو بل LDC هیواد د ښه راغلاست په معنی دی، او له غړو هیوادونه څخه یې غوښتنه وکړه تر څو د افغانستان سره د غړیتوب په ورسته (Post Accession) مرحلو کې مرسته وکړي تر څو دغه هیواد وکولای شي د WTO د الحاق څخه ګټه پورته کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزیر محترم همایون رسا په خپله بیانیه کې وویل چې جلالتمآب جمهور رئیس ما او زما ټیم ته دنده راکړې تر څو د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې د افغانستان د غړیتوب مذاکرات نهائي کړو. هغه وویل ولسمشر په دې باور دی چې د WTO غړیتوب د ریفورم د تطبیق لپاره د کتلست په شان دی چې د افغانستان د پرمختګ لومړیتوبونه، د مارکیټ او تجارتي بنسټونو او میکانیزمونو او د هوساینې/ رفاه د لوړوالي او اقتصادي پرمختګ د قوت باعث ګرځي.

ښاغلي وزیر وویل چې د WTO د غړیتوب څخه زمونږ موخه دا ده تر څو اقتصادي هوساینه رامینځته او بیوزلي/فقر له مینځه یوسو. هغه وویل چې د WTO غړیتوب زمونږ د ستراتیژیکو اقتصادي موخو څخه دی چې وکولای شي اقتصادي ثبات رامنځته او د سیمه ایز امنیت، همکارۍ او تلپاتې سولې په راوستو کې مرسته وکړي. همدارنګه هغه وویل ډاډ درکوم چې افغانستان ژمن دی چې د څواړخیزه سوداګرۍ (Rule Based on Multilateral Trading) اصول عملي او تطبیق کړي، او مونږ به د WTO د هوکړو/موافقتنامو (Agreements) سره یو ځای کیږو او هغه د قانون د حاکمیت د قوي کولو، د روڼتیا/شفافیت په رامینځته کولو او د ښه اقتصادي پرمختګ لپاره مهم بلل کیږي.

په تجارتي چارو کې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت معین محترم مزمل شینواري په خپلو خبرو کې وویل چې وروسته له څو کلونو هڅو او کار راهیسې مونږ په دې وتوانیدو تر څو د افغانستان د غړیتوب مذاکرات نهائي کړو چې دا هم د افغانستان او هم د WTO د غړو لپاره د ویاړ ځای دی. هغه وویل چې مونږ په دې پوهیږو چې وروسته له الحاق څخه زمونږ په وړاندې منحیث د WTO د غړي هیواد زیات او مهم کارونه پراته دي او مونږ ژمن یو تر څو د یو بهتر او د مثبت رول درلودونکي هیواد په توګه د WTO او په ځانګړې توګه د نوموړي سازمان په مختلفو کمیټو،شورا ګانو او همدارنګه د څو اړخیزه سوداګرۍ (Multilateral Trading) په مذاکراتو کې فعال واوسو، همدارنګه هغه وویل چې مونږ پلان لرو تر څو د LDCs او LLDCs په ګروپونو کې فعال رول ولرو.

هغه وویل چې مونږ په افغانستان کې په دې هیله یو چې اقتصادي همکاري پیاوړې او د WTO په چارچوکاټ کې ستاسې سره بهتره ملګرتیا ولرو، هغه وویل چې په افغانستان کې د پانګې اچونې لپاره لوی فرصتونه دي او ستاسې پانګوالو ته په افغانستان کې ښه راغلاست وایو.

محترم شینواري د WTO دسکرتریت، یو شمیر غړو هیوادونو لکه هندوستان، ترکیې، هالنډ او داسې نور هیوادونو څخه مننه وکړه چې د افغانستان لپاره یې د تخنیکي او روزنیزو مرستو عملي زمینه برابره کړې وه.

ښاغلی وردک د سویس په حینیوا کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان په دایمي نمایندګۍ کې دیپلومات دی.

ښاغلی وردک د سویس په حینیوا کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان په دایمي نمایندګۍ کې دیپلومات دی.

په جلسه کې د زیات شمیر غړو هیوادونو سفیرانو لکه سعودي عربستان، د امریکې متحده ایالات، اروپايي اتحادیې، ناروې، هندوستان، پاکستان، بنګله دیش، نیپال، چین، کوریا، جاپان، یمن، اردن، تایوان، روسیې، تاجکستان، ترکیې، کنیا، برازیل، مالیزیا، سنګاپور او داسې نورو هیوادونو سفیرانو د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې د افغانستان د غړیتوب ملاتړ وکړ.

د WTO پورتنیو غړو هیوادونو سفیرانو د افغانستان لپاره د الحاق څخه وروسته (Post Accession) مرحله مهمه او حیاتي ګڼله، دوی ویل چې افغانستان باید په یاده مرحله کې ډیر فعال او په خپلو ژمنو عمل وکړي.

همدارنګه د امریکې متحده ایالاتو او اروپايي ټولنې استازو وویل چې مونږ به د افغانستان سره وروسته له الحاق څخه هم په تخنیکي، د ظرفیت لوړونې او ډیر نورو ساحو کې مرسته وکړو.

د افغانستان لخوا د سوداګرۍ نړیوال سازمان د غړیتوب اعلان:

2څرنګه چې د ۲۰۱۵ کال د نوامبر میاشتې په ۱۱ نیټه د افغانستان د دولت هیئت د هغه سازمان سره پنځمه او وروستۍ کاري جلسه پای ته ورسوله، په هغه جلسه کې WTO ته د هالنډ د سفیر ښاغلي Rodrick van Schreven چې د افغانستان د الحاق د کاري جلسې رئیس هم دی ټولو غړو ته اعلان وکړ، چې د افغانستان لخوا څواړخیز او دوه اړخیز مذاکرات پای ته رسیدلي او د کاري جلسې رپوټ (Draft Working Party Report) تکمیل دی، بنا غړي هیوادونه باید د توافق او یا رد موقف روښانه کړي. هماغه و چې د جلسې ټولو ګډونوالو د رایو په اتفاق د افغانستان له غړیتوب ځخه ملاتړ وکړ. او د WTO لخوا وپتیل شوه چې د افغانستان غړیتوب به رسما د هغه سازمان د وزیرانو په لسم کنفرانس کې د وزیرانو لخوا تائید او د WTO د مقاماتو او د افغانستان د لوړپوړي دولتي هیئت لخوا به د غړیتوب پروتوکول لاسلیک شي.

د پلان سره سم د سوداګرۍ د نړیوال سازمان (WTO) د وزیرانو د لسم کنفرانس په ترڅ کې چې د ۲۰۱۵ کال چې د دسمبر میاشتې له ۱۸-۱۵ نیټې د کنیا هیواد پلازمینې نیروبې کې ترسره شو، د افغانستان د غړیتوب پروتوکول د افغانستان د اجرائیوی رئیس د لومړي مرستیال ښاغلی انجنیر محمدخان او د سوداګرۍ نړیوال سازمان د ډایرکټر جنرال ښاغلي Roberto Azevedo لخوا لاسلیک او د افغانستان غړیتوب رسما اعلان شو.

افغانستان لپاره د سوداګرۍ نړیوال سازمان د غړیتوب ګټې:

  • د مالونو، اجناسو، افرادو د حمل او نقل په وړاندې بیروکراسی کمیږي او یا هم بیخي له مینځه ځي.
  • نړیوال مارکیټ ته لاس رسی.
  • د سوداګرۍ نړیوال سازمان د غړیتوب په ترلاسه کولو سره افغانستان د حقوقي او قانوي ثبات خوا ته ځي، په دې هکله بهرني پانګوال اعتماد کوي او په هیواد کې د بهرنۍ پانګونې (Foreign Direct Investment “FDI”) ته لاره هواریږي.
  • افغانستان کولای شي سوداګریزې او ترانزیټي شخړې د سوداګرۍ د نړیوال سازمان د (Dispute Settlement Body) په وسیله هوارې کړي.
  • هیواد ته د بهرنۍ پانګونې او مالونو په راتګ سره په کورني مارکیټ کې سالمې سیالۍ ته لاره هواریږي، په دې هکله کیفیت پورته ځي، قیمتونه ښکته راځي چې د مستهلکینو په ګټه تمامیږي.
  • د نورو هیوادونو د سوداګرو او پانګه والو په وړاندې دولتي او خصوصي سکتور اعتبار پیدا کوي.
  • د سوداګریزو او اقتصادي قوانینو، پالیسي ګانو او طرزالعملونو په طرح او تطبیق کې د روڼتیا لامل ګرځیدای شي.
  • افغانستان د وروسته پاتې هیوادونو (Least Developed Countries, LDCs) له ډلې څخه دی، په دې هکله د سوداګرۍ نړیوال سازمان د تخنیکي او روزنیزو مرستو څخه ګټه پورته کولای شي.
  • افغانستان د سوداګرۍ نړیوال سازمان د غړیتوب په ترلاسه کولو سره په نړیوال تصمیمونو کې د ګډون حق پیدا کوي.

د افغانستان په اقتصادي او سوداګریز کورني نظام کې ستونزې:

  • په دولتي ادارو او خصوصي سکتور کې د لازم او کافي ظرفیت نشتون.
  • په کور د ننه د سوداګرۍ نړیوال سازمان په هکله د عامه پوهاي نشتون.
  • د افغانستان په کورنیو تولیداتو کې د معیار او کیفیت نشتون.
  • ضعیف او ناتوانه اقتصادي او سوداګریز بنسټونه او جوړښتونه.
  • داخلي شرکتونه او صنایع له بهرنیو صنایعو سره سیالي نشی کولای.

وړاندیزونه:

  • په کابل او جنیوا کې د مسلکي او تخنیکي ټیمونو ګمارل.
  • په Soft Infrastructure لکه د قوانینو اصلاح کول، د ظرفیتونو او کدرونو په رامینځته کولو، او Hard Infrastructure پانګونه او د هغوی رامینځته کول.
  • په هیواد کې د عامه پوهاوي لوړونه.
  • د خصوصي سکتور تقویت، تر څو هغوی وکولای شي معیاري او په نړیوال ستنډرډ برابر تولیدات وکړای شي.

تېره برخه

14 total views, 4 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *