Categories

اعلان

Loading…

د سوداګرۍ نړیوال سازمان او افغانستان

محمد عظیم وردګ

د افغانستان لخوا د سوداګرۍ نړیوال سازمان د غړیتوب د ترلاسه کولو پروسه:

په ۲۰۰۳ کال کې افغانستان د سوداګرۍ او نړیوال سازمان د غړیتوب د ترلاسه کولو په موخه له هغه سازمان څخه غوښتنه وکړه چې د هغه سازمان لخوا رد شوه، وروسته د ۲۰۰۴ کال د اپریل میاشت کې د دویم ځل لپاره افغانستان د غړیتوب غوښتنه وکړه، چې د ۲۰۰۴ کال د دسمبر میاشتې په ۱۳ نیټه د ناظر هیواد په توګه په هغه سازمان کې ومنل شو.

وروسته د افغانستان دولت د غړیتوب د ترلاسه کولو د پروسې د پرمخ بیولو په موخه لاندني اقدامات ترسره کړل.

  • د ۲۰۰۵ کال د اګست په میاشت کې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت په رهبرۍ یو بین الوزراتي ګروپ تشکیل شو، چې مربوطه سکتوري دولتي ادارې او خصوصي سکتور نمایندګان پکې شامل و.
  • د افغانستان د بهرنۍ سوداګریز رژیم د تفاهم لیک (Memorandum of Foreign Trade Regime) رامینځته کول، چې اولنۍ مسوده یې په ۲۰۰۶ کال کې ترتیب شوه، چې وروسته له څو ځلې تجدید نظر څخه وروستۍ مسوده یې د ۲۰۰۹ کال د مارچ میاشتې په لسمه نیټه تهیه شوه او د سوداګرۍ وزارت د وزیر لخوا تائید او رسما د WTO سکرتریت ته وړاندې شوه.
  • د سوداګرۍ او صنایعو وزارت په چوکاټ کې د لس کسیز کاري ګروپ رامینځته کول تر څو د سوداګرۍ نړیوال سازمان د غړیتوب د ترلاسه کولو پروسه تعقیب کړی.
  • د ۲۰۱۰ کال په جون میاشت کې د امریکا د متحده ایالاتو، کاناډا، چین او اروپائي اتحادیې سوالونو ته کتبي ځوابونه.
  • د سوداګرۍ نړیوال سازمان په هکله د عامه پوهاوي په موخه د حکومت، پارلمان، خصوصي سکتور او مدني او اکادمیکو بنسټونو ته د ورکشاپونو پرانستل.
  • د WTO په هکله د سوداګرۍ او صنایعو وزارت کارکونکو ته د لنډ مهاله کورسونو پرانستل.
  • د سوداګرۍ نړیوال سازمان ته د افغانستان د الحاق د پروتوکول آماده او ترتیبول.

د سوداګرۍ نړیوال سازمان سره د افغانستان کاري جلسې:

د افغانستان دولت د سوداګرۍ نړیوال سازمان (World Trade Organization) د غړیتوب د ترلاسه کولو په موخه له نوموړي سازمان او غړو هیوادونو سره پنځه کاري جلسې ترسره کړې، په دغه جلسو کې هم څو اړخیز مذاکرات (Multilateral Negotiation) له هغه سازمان سره او د وه اړخیز مذاکرات (Bilateral Negotiation) له غړو هیوادونو سره پای ته ورسول.

د سوداګرۍ نړیوال سازمان سره د افغانستان لومړۍ کاري جلسه:

2

د سوداګرۍ نړیوال سازمان (WTO) سره د افغانستان د حکومت لومړي کارۍ جلسه د ۲۰۱۱ کال د جنوري میاشتې په ۳۱ نیټه د هغه سازمان په مقر کې ترسره شوه، په دغه جلسه کې د افغان حکومت د وخت د سوداګرۍ او صنایعو وزیر جناب ډاکټر انوارالحق احدي لخوا د افغانستان د بهرني سوداګریز رژیم تفاهم لیک(Memorandum of Foreign Trade Regime “MoFTR”) مسوده، د سوداګرۍ نړیوال سازمان ته وړاندې شوه، په هغه جلسه کې له ۳۰ څخه زیاتو د WTO غړو ګډون درلود، او په تعقیب یې د WTO د غړو ۱۶۸ سوالونو ته کتبي ځوابونه وړاندې شول.

د سوداګرۍ نړیوال سازمان سره د افغانستان دویمه کاري ناسته:

د سوداګرۍ نړیوال سازمان سره د افغانستان دویمه کاري ناسته د ۲۰۱۲ کال د جون میاشتې په ۱۸ نیټه د هغه سازمان په مقر کې ترسره شوه، د افغانستان د هیئت مشري د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال محترم مزمل شینواری په غاړه وه، هغه د خپلې بیانیې په ترڅ کې د افغانستان لپاره د WTO غړیتوب د ملي لومړیتوبونه څخه او د افغانستان د کوښښونه څخه وباله چې په پایله کې یې افغانستان د تجارت او ترانزیت په مرکزیت بدلولای شي وباله او آزادې تجارتي پالیسي ګانې او د کار او سوداګرۍ لپاره بهتره فضا د تلپاتې اقتصادي ودې، د بیوزلۍ په کمښت او په هیواد کې د ثبات لامل ګرځي او هغه زیاته کړه چې افغانستان د لږ پرمختللي هیواد (Least Developed Country “LDC”) په توګه د سوداګرۍ د نړیوال سازمان د غړیتوب د ترلاسه کولو هڅې کوي او د WTO د غړو هیوادونه څخه یې غوښتنه وکړه تر څو د افغانستان پرمختیايي اړتیاؤ ته په ځانګړې توګه د نویو په پښو ولاړو صنایعو ته پاملرنه وکړي. همدارنګه په دې جلسه کې افغانستان د خدماتو آفر (Offer on Services) هم وړاندې کړ.

وروسته د WTO یو تعداد غړو هیوادونو لکه د امریکې متحده ایالات، اروپائي اتحادیې، آسترالیا، کاناډا، چین او جاپان د

ښاغلی وردک د سویس په حینیوا کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان په دایمي نمایندګۍ کې دیپلومات دی.

ښاغلی وردک د سویس په حینیوا کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان په دایمي نمایندګۍ کې دیپلومات دی.

سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې د افغانستان د غړیتوب له ملاتړ څخه علاوه د افغانستان بهرني سوداګریز رژیم مطابقت د سوداګرۍ د نړیوال سازمان له مقرراتو سره وارزاوه او په دې هکله یو تعداد سوالونه د افغانستان د سوداګریزو قوانینو په مختلفو برخو کې لکه خصوصي کول/سازي، د قیمتګذارۍ پالیسي، د صادراتو او د صادراتي سبسایډي مقررې، زراعتي پالیسي ګانې او داسې نورو په هکله پوښتنې وکړې، چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د هیئت لخوا ورته ځوابونه ورکړل شول.

د جلسې په پای کې د افغانستان د کاري جلسې د ګروپ رئیس او WTO ته د هالنډ هیواد سفیر د هغه سازمان له غړو هیوادونو څخه وغوښتل تر څو له افغانستان سره تخنیکي مرستو ته ادامه او پکښې زیاتوالي راولي، هغه وویل چې د WTO غړي هیوادنه دې د ۲۰۱۲ کال د جولای میاشتې تر ۱۸ نیټې پورې د افغانستان د بهرني سوداګریز رژیم په تړاو مطرح کړي او افغانستان دې له غړو هیوادونو سره دوه اړخیزه مذاکرات (Bilateral Negotiation) ګړندۍ کړي. او د اموالو لومړنی آفر (Initial Offer on Goods) د ۲۰۱۲ کال تر اخیره او د دریمې کاري جلسې څخه مخکې د WTO سکرتریت ته وسپاري او افغانستان دې د قانونګذارۍ د انکشافاتو په برخه کې د WTO سکرتریت په جریان کې واچوي.

د سوداګرۍ له نړیوال سازمان سره د افغانستان دریمه کاري جلسه:

د سوداګرۍ له نړیوال سازمان سره د افغانستان دریمه کاري جلسه د ۲۰۱۲ کال د دسمبر میاشتې په ۷ نیټه بیا هم د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د مرستیال محترم مزمل شینواري په مشرۍ د هغه سازمان په مقر کې ترسره شوه. په دغه جلسه کې افغانستان د WTO د غړیتوب د ترلاسه کولو په موخه د خپلو ژمنو په ځانګړې توګه د قوانینو په رامینځ ته کولو، تعدیلاتو او تعرفو په هکله د جلسې ګډونوالو ته معلومات ورکړل.

په دغه جلسه کې د امریکې متحده ایالاتو، ناروې، قرغزستان، هند، چین، ترکیه، جاپان، یمن، ټایوان، اروپايي اتحادیې د افغانستان لخوا د WTO د غړیتوب د ترلاسه کولو څخه ملاتړ اعلان کړ او له افغانستان سره د خپلو همکاریو د تدوام د WTO د غړیتوب د ترلاسه کولو په برخه کې ژمنه او تاکید وکړ.

د دغه جلسې څخه وروسته د ۲۰۱۳ کال د اپریل میاشتې له ۲۹ څخه د مۍ میاشتې تر ۳ نیټې پورې افغان پلاوي یو ځل په جنیوا کې په یو شمیر تخنیکي مسایلو له کاناډا، ټایلنډ، ناروې او د ټایوان له ګمرکي قلمرو سره حل او فصل کړې.

د سوداګرۍ له نړیوال سازمان سره د افغانستان څلورمه کاري جلسه:

د سوداګرۍ له نړیوال سازمان سره د افغانستان څلورمه کاري جلسه د ۲۰۱۳ کال د جولای میاشتې له ۲۲ څخه تر ۲۶ نیټې پورې د پخوا په شان د افغانستان د هیئت ریاست د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال محترم مزمل شینواري په غاړه درلود هغه بیا هم د افغانستان لپاره د نوموړي سازمان غړیتوب یو له ملي لومړیتوبونو څخه وباله، او د WTO یو شمیر غړو هیوادونو لکه ترکیه، چین، هندوستان، پاکستان، د امریکې متحده ایالاتو، اروپائي اتحادیې، جاپان، کاناډا، برازیل، کوریا، تاجکستان، نایجریا، ناروې، آسترالیا، د ټایوان ګمرکي قلمرو او نیپال د LDCs هیوادونو په نمایندګۍ د افغانستان د غړیتوب څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

د همدې جلسې په څنډه کې افغانستان له کاناډا هیواد سره د اموال او خدماتو د آفر (Offer on Goods and Services) دوه اړخیزه مذاکرات نهایي کړل او د جولای په ۲۶ نیټه د کاناډا په سفارت کې پروتوکول لاسلیک شو. همدارنګه د جاپان هیواد سره وروسته له اوږدو مذاکراتو د همدې جلسې په څنډه کې پروتوکول لاسلیک شو، او له چین هیواد سره د ۲۰۱۳ کال د جولای میاشتې په ۲۳ نیټه افغان پلاوی توافق ته ورسید او د امریکې له متحده ایالاتو سره وپتیل شوه چې د ۲۰۱۳ کال تر اخیره دوه اړخیز پروتوکول په کابل کې لاسلیک شي.

د څلورمې جلسې په تعقیب د ۲۰۱۴ کال د فبروري میاشت کې په جنیوا کې د افغانستان د هیئت لخوا د د اروپائي اتحاديې، ترکیې، جنوبي کوریا او د ټایوان له ګمرکي قلمرو سره د دوه اړخیزه مذاکراتو سندونونه چې له وړاندې نهايي شوي و لاسلیک کړل.

نور بیا

تېره برخه

9 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *