Categories

اعلان

Loading…

د سوداګرۍ نړیوال سازمان او افغانستان

لیکوال او ترتیبوونکی: محمد عظیم وردګ (افغان دیپلومات)       

 د سوداګرۍ نړیوال سازمان او افغانستان   

(World Trade Organization & Afghanistan)

  د سوداګرۍ نړیوال سازمان (WTO) په هکله لنډ معلومات:

د سوداګرۍ نړیوال سازمان (World Trade Organization) یو څو اړخیز نړیوال سازمان دی چې د هیوادونو په ځانګړې توګه د غړو هیوادونو اقتصادي او تجارتي پالیسۍ څیړي او ارزوي، او د ملتونو په مینځ کې د سوداګرۍ لپاره قوانین وضع کوي دغه قوانین د سوداګرۍ د نړیوال سازمان په موافقو (Agreements) کې منعکس شوي چې د نړۍ ډیری ملتونو په ځانګړې توګه غړو هیوادونه دغه هوکړې منلې او د پارلمانونو لخوا یې تصویب شوې دي. د سوداګرۍ نړیوال سازمان په نړیواله کچه هغه سازمان دی چې د نړیوالې سوداګري او اقتصاد د کنټرول لپاره قوانین وضع کوي او د همدغه سازمان د ځانګړي ارګان (Disputes Settlement Body) لخوا اقتصادي او تجارت شخړې حل او فصل کوي.

تجربو ښولې چې د دوه نړیوالو جګړو مینځ کې نړیوال تجارت د تعرفو، ونډو او نورو تجارتي موانعو په وسیله له زیات محدودیت سره مخامخ شوی و. لومړي نړیوال جنګ زیاتې ستونزې لکه د تجارت د بیلانس کسر، د پولي ارزښت کموالی، د بیکارۍ د کچې لوړوالۍ او داسې نور…… په ځانګړې توګه په پرمختللو هیوادونو کې زیږولې وې، د ۱۹۳۰ لسیزې اقتصادي رکود د دې باعث شو تر څو د یو شمیر زیاتو هیوادونو اقتصاد شدیده ضربه وویني، د دوهم نړیوال جنګ رامینځ ته کیدل او له هغه څخه ورسته د ورانیو د ترمیم او تجارتي اړیکو د تنظیم په اساس ډیری هیوادونه په دې لټه کې شول تر څو د اقتصادي او تجارتي همکاریو او همغږیو په موخه یو نړیوال تجارتي سازمان د نړیوال بانک او د

ښاغلی وردک د سویس په حینیوا کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان په دایمي نمایندګۍ کې دیپلومات دی.

ښاغلی وردک د سویس په حینیوا کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان په دایمي نمایندګۍ کې دیپلومات دی.

پیسو د نړیوال وجهي صندوق سره یو ځای رامینځ ته کړي.

په ۱۹۴۴ کې د امریکا د متحده ایالاتو د وقت جمهور رئیس ښاغلي روزولت په بلنه د ۴۴ هیوادونو استازي په بریتن ودز کې سره راټول شول او د دوه نړیوالو سازمانونو ( نړیوال بانک او د پیسو وجهي صندوق) رامینځ ته کول یې لاسلیک کړل. په دغه کنفرانس کې د نړیوالې سوداګرۍ په وړاندې مشکلات هم مطرح شول او د یو دریم سازمان رامینځ ته کیدل د نړیوال تجارتي سازمان (International Trade Organization) تر نامه لاندې وړاندیز وشو[1].

په ۱۹۴۸ کال کې په هاوانا کې د ۵۶ هیوادونو په ګډون کنفرانس پرانستل شو، او د دغه کنفرانس په منشور د زیاتو هیوادونو لخوا نیوکې او انتقادونه وشول، د پرمختګ په حال کې (Developing Countries) په دې باور و چې دا منشور د پرمختللو هیوادونو (Developed Countries) په ګټه دی او برعکس پرمختللي هیوادونه په دې نظر و چې دا منشود د هغو هیوادونو په ګټه دی چې د پرمختګ په درشل کې دي. په پایله کې منشور یوازې د دوه هیوادونو د پارلمانونو څخه تصویب شو او بس، البته موخه دا وه چې یو دریم نهاد/بنسټ رامینځ ته شي تر څو د نړیوالو اقتصادي او تجارتي همکاریو په برخه کې فعالیت وکړي او د نړیوال بانک او د پیسو له نړیوال وجهي صندوق سره یو ځای فعالیت وکړي، چې بلاخره دا طرحه د ۵۰ هیوادونو لخوا ورته هرکلی وویل شو، اما وروسته دغه سازمان عملا رامینځ ته نشو او طرح یې یوازې د کاغذ په مخ پاته شوه. اما د دغه سازمان یو له موضوعاتو څخه چې څو مادې وې د ۲۳ هیوادونو لخوا ومنل او لاسلیک شوې، چې دغه قرارداد د تعرفو او تجارت د عمومي هوکړې/موافقتنامې (General Agreement on Tariff and Trade “GATT”) په نامه ونومول شو، چې په ۱۹۴۸ کال کې یې اجرائیوي بڼه ځان ته غوره کړه[2].

د تعرفو او تجارت عمومي هوکړه (GATT) د ۱۹۴۸ څخه تر ۱۹۹۴ کال پورې یو ډیری شمیر قوانین او مقررات د سوداګرۍ په برخه کې وضع کړل، په دغه موده کې نړیوالې سوداګرۍ د پام وړ وده او پرمختګ وکړ. د GATT هوکړې د ۴۷ کلونو لپاره ښه استقرار وموند ولې د یوې هوکړې په بڼه موقتي پاتې شوه. د GATT فعالیتونه د نړیوالو سوداګریزو مذاکراتو په ځانګړي ډول د تعرفو د کمښت او د نورو سوداګریزو موانعو د له مینځه وړلو پورې تړلي او محدود و، او د GATT هوکړه/موافقتنامه د یو لړ کمښتونو او ضعفونو له کبله یوه موقتي هوکړه/ موافقتنامه وه.

د سوداګرۍ د نړیوال سازمان (World Trade Organization) د رامینځته کیدو په موخه، د مذاکراتو اوه (۷) لړۍ ترسره شوې دي، چې اخیري یې د یوروګوای لړۍ ده چې شاوخوا اوه کلونه او شپږ میاشتې یې دوام کړی، د دغه مذاکراتو په پایله کې په ۱۹۹۴ کې د سوداګرۍ نړیوال سازمان (World Trade Organization) دې رامینځته کیدو لپاره هواره شوه او د یوروګوای د مذاکراتو په نتیجه کې په ۱۹۹۵ کال کې نوموړی سازمان رامینځ ته او د بنسټ ډبره یې کیښودل شوه.

د سوداګرۍ نړیوال سازمان (World Trade Organization) مرکز د سویس هیواد د جنیوا په ښار کې دی، اوس مهال ۱۶۲ هیوادونه د دغه سازمان غړیتوب لري او ډایرکټر جنرال یې ښاغلی Roberto Azevedo دی[3].

د سوداګرۍ نړیوال سازمان د غړیتوب د ترلاسه کول پروسه

(Accession to the World Trade Organization)

د سوداګرۍ نړیوال سازمان غړي په دوه ډلو ویشل شوي، لومړني غړي او ملحق غړي (Acceded Countries). لومړني غړي هماغه د GATT هوکړې ته متعاهد طرفونه د ۱۹۹۴ تر پایه او د اروپايي اتحادیې غړي هیوادونه چې وروسته د نوموړي سازمان د رامینځ ته کیدو څخه یې د دوه کلونو په درشل کې غړیتوب ترلاسه کړی. نور هیوادونه باید د غړیتوب د ترلاسه کولو پروسه باید د سوداګرۍ نړیوال سازمان د رامینځته کیدو د هوکړې/موافقتنامې د دولسمې (۱۲) مادې مطابق ترسره کړي[4].

د WTO د غړیتوب د ترلاسه کولو پروسه له نورو نړیوالو سازمانونو سره توپیر لري، چې د اوږدو مذاکراتو په نتیجه کې پای ته رسیږي او له همدې امله د WTO د غړیتوب د ترلاسه کول یوه مغلقه، ځنډنۍ او پیچلې پروسه ګڼل کیږي. په اوسط ډول دا پروسه لس کاله وخت نیسي، چین دیارلس کاله، روسیې شپاړس کاله، نیپال پنځه کاله او افغانستان وروسته له یوولس کلونو د غړیتوب مذاکرات پای ته ورسول.

په ټوله کې د سوداګرۍ د نړیوال سازمان د غړیتوب د ترلاسه کولو لپاره دوه ډوله مذاکرات ترسره کیږي، لومړی (Multilateral Track) چې معمولا د WTO په قوانینو، مقرراتو او دسپلینونو په هکله له هغه سازمان او غړو سره ترسره کیږي، دویم (Bilateral Track) چې د اموالو او خدماتو په برخه کې مارکیټ ته د لاس رسي (Market access negotiation on goods and services) له غړو هیوادونو سره ترسره کیږي.

د سوداګرۍ د نړیوال سازمان د غړیتوب د ترلاسه کولو لپاره باید مختلفې او متعددې مرحلې طی شي. په لومړي قدم کې د هغه سازمان سکرتریت ته د غړیتوب د ترلاسه کولو په موخه رسمي غوښتنلیک استول کیږي او د هغه په وسیله غوښتونکی/ متقاضي هیواد خپل تمایل رسما اعلاموي. او د WTO لخوا یو کاري ګروپ رامینځته کیږي تر څو د نوموړي هیواد غوښتنه وارزوي او دغه کاري ګروپ ډیری په WTO کې د هغو هیوادونو له نمایندګانو څخه جوړیږي چې د غړیتوب د غوښتونکي هیواد په هکله ګټې لري. او د دغه ګروپ دنده د غړیتوب د ترلاسه کولو د تقاضا او د مذاکراتو د مدیریت په هکله ده او په ضمن کې د متقاضي هیواد ټول اقتصادي سیاستونه ارزوي او د WTO سکرتریت ته ګزارش ورکوي.

په دویمه مرحله کې د غړیتوب غوښتونکی/متقاضي هیواد د خپل هیواد د ګمرکي تعرفو، غیرتعرفوي سوداګریز موانع، د صادراتو او وارداتو مقررات او محدودیتونه، پولي سیاستونه، په هیواد کې د بهرنۍ پانګې اچونې په هکله تدابیر او مقررات او د خدماتو او د فکري ملکیتونو په برخه کې مقررات د WTO سکرتریت ته وړاندې کوي.

دریم: د WTO د غړو هیوادونو د سوالونو لپاره ځوابونه.

څلورم: د WTO لخوا د ارزونې د جلسې تشکیل.

پنځه مرحله: د WTO د غړو هیوادونو سره څو اړخیز او دوه اړخیز مذاکرات، چې دا مذاکرات ډیر د ګمرکي تعرفو د راټیټولو په منظور ترسره کیږي.

شپږم: رای اچونه، د WTO د رامینځ ته کیدو د موافقتنامې د ۱۲ مادې د دوهم بند په بنسټ د WTO د غړیتوب د غوښتونکي هیواد د غوښتنې رد یا منل. د عمده تجارتي طرفونو لکه د امریکې متحده ایالات، اروپايي اتحادیه، جاپان، چین او کاناډا موافقه او رضایت تر لاسه کول د غوښتونکي هیواد لپاره مهم او حیاتي ګڼل کیږي.

اوم: د غړیتوب د پروتوکول تنظیم او ترتیب، کله چې د WTO غړو هیوادونو د متقاضي هیواد له غوښتنې سره موافقه وکړه، وروسته له ۳۰ ورځو د غړیتوب پروتوکول باید د غوښتونکي/متقاضي هیواد د پارلمان لخوا تصویب شي، چې وروسته له هغه د تطبیق او لازم الاجرا کیږي.

[1] یوسفی، احمدخالد. (۲۰۱۰) چګونګی الحاق افغانستان به سازمان تجارت جهانی

[2]. //

[3] www.wto.org

[4]

WTO legal texts

———————————-

د دې لیکنې تېره برخه

12 total views, 2 views today

1 comment

  1. Rahimjan SZU BBA Faculty Reply

    له په زړه پوري مطالبو مو مننه د نورو مطالبو په هیله. په داسي مطالبو کې چې زمونږ سره په پوهینتون کې مرسته کوي له مونږ سره مرسته وکړی
    ستاسو د بریالیتوب په هیله

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *