Categories

اعلان

Loading…

د دفاع وزارت لپاره نوې ودانۍ پرانستل کېږي

تاند – ټاکل شوې ده چې د افغانستان د ملي دفاع وزارت لپاره دا نوې ودانۍ نن /دوشنبه – دسمبر۲۸/ پرانستل شي. په دې ودانۍ، چې په پرمختللیو کمپیوټري وسایلو او تکنالوژۍ سمبال ده، د امریکا متحدو ایالتونو په سلګونو ملیون ډالره لګولي دي.

تر دې مخکې تېره اوونۍ د امریکا په مرسته د افغانستان د کورنیو چارو وزارت لپاره خورا لوکسه او مجهزه ودانۍ جوړه او پرانستل شوه.

د هند په مرسته د افغانستان د ملي شورا لپاره د ودانیو کمپلیکس د جمعې په ورځ د دوست هیواد هند د صدراعظم له لوري پرانستل شوه.

له ټولو ورانیو او ویجاړیو سره سره، چې هره ورځ په بمي بریدونو، انتحارونو …. کې یې افغانستان ویني، کار هم کېږي چې د هیوادپالو افغانانو زړونو ته هیلې ورکوي. یوازې په دې درو ودانیو نژدې یو ملیارد ډالر لګول شوي دي. څوک چې په یوه ښار یا هیواد کې دومره پیسې لګوي حتماً یې پر راتلونکې باور لري.

د افغانستان لپاره تر ودانیو د دې باور اهمیت زیات دی.

2

7 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *