Categories

اعلان

Loading…

شینوارو په خپلو ولسوالیو کې د طالبانو او داعشیانو خلاف د حکومت د اقدام غوښتنه وکړه

تاند – د ننګرهار د شینوارو قومي مشرانو نن /یکشنبه/ خبرداری ورکړ چې که حکومت د دوی سیمې له سختدریځو پاکې نه کړې، مظاهرې به وکړي.

د شینوارو قومي مشرانو او دیني عالمانو په ننګرهار کې غونډه وکړه او د خپلو سیمو پر امنیتي وضعیت یې خبرې وکړې.

یوه قومي مشر ملک عثمان شینواري وویل:«موږ حکومت ته انتظار یوو چې زموږ سیمې به له داعشیانو او طالبانو پاکې کړي او ښوونځي به راته پرانیزي، خو حکومت تراوسه پوري د دې ډلو خلاف هیڅ ګام نه دی اخیستی.

ده خبرداری ورکړ، ویې ویل، که حکومت د شینوارو پر وضعیت د ځان ناګارولو ته دوام ورکړي، شینواري به پراخ اعتراضونه وکړي.

د شینواري دیني عالم مولوي عبدالظاهر حقاني وویل، سختدریځې ډلې په افغانستان کې د اسلام په نوم ظلمونه او بې رحمۍ کوي.

ده زیاته کړه، دا د هر مسلمان مسوولیت دی چې د تش په نامه اسلامي دولت د وسله والې سختدریځې ډلې خلاف جنګ ته راپورته شي.

مولوي حقاني همداراز وویل:«سختدریځې ډلې، چې د جهاد او اسلام په نوم افغانان وژني، د افغانستان دښمنان دي او اسلام بدناموي، نو پکار ده چې هر مسلمان د تروریستي ډلو پر ضد مبارزه وکړي.»

د ننګرهار د ولایتي شورا منشي ذبیح الله زمري وویل چې د افغانستان مرکزي حکومت د ننګرهار مخ پر خرابېدونکي امنیتي وضعیت ته پام نه کوي:«موږ ټول وینو چې د شینوارو په ولسوالیو کې امنیت خرابېږي خو حکومت ځان پرې ناګاره کړی دی.»

دا په داسي حال کې ده چې نن د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د ولسي جرګې د مرستیال ريیس حاجي ظاهر قدیر پلوي ملېشو په یوه غچ اخیستونکي اقدام کې د داعش د ۴ غړیو سرونه پرې کړل او بیا یې د عبرت لپاره د اچین د لویې لارې په غاړو پر تیږو کېښودل.

250 total views, 1 views today

1 comment

  1. babrak Reply

    زنده باد حاجی قدیر!
    لوس به هغه میندی چی اور را لیږ ی پوه شی!

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸