Categories

اعلان

Loading…

وسله والو طالبانو په کونړ کې د یوې کورنۍ ۶ غړي ووژل

تاند – د کونړ امنیه قوماندان وايي چې وسله والو طالبانو په دغه ولایت کې د یوې کورنۍ شپږ غړي وژلي دي.

عبدالحبیب سید خېلي نن /یکشنبه/ رسنیو ته وویل چې وسله وال سختدریځي د ناړۍ ولسوالۍ په باریکوټ کلي کې تېره شپه یوه کور ته ننوتل، د کورنۍ شپږ غړي یې ووژل او د کور وسایلو ته یې اور ورته کړ.

د امنیه قوماندان سیدخېلي په وینا په دې پېښه کې د کورنۍ یو غړی ټپي شوی.

د ده په وینا په وژل شویو کسانو کې دوه ماشومان او دوې ښځې هم شاملې دي.

د کونړ د امنیه قوماندان په وینا دې کورنۍ له حکومت سره کوم ارتباط او تماس نه درلود.

سید خېلي وویل چې د کورنۍ مشر بهادر شاه تېر کال له نورستانه وروسته له دې د ناړۍ ولسوالۍ باریکوټ کلي ته راکډه شو چې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته وشوه.

وسله والو طالبانو تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي.

208 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸