Categories

اعلان

Loading…

د کوټي له سیمیناره د حبواخندزاده ترمزاره

(بلوچستان او افغانستان ته د سفر یونلیک)

لیکوال: استاد محمدمعصوم هوتک

(۱۵)

ذاکر شریف او دحاجي جمال نیکه مقبرې ته دتگ او بیرته راتگ پروخت مو په کرز کي دشهیدحشمت خان خلیل کرزي کلا له دباندي څخه وکتله او دغه راز دکرزیانوهدیره چي دحامدکرزي په واکمنۍ کي آباده سوې او دېوال پر راگرځېدلی دئ ، هم له دباندي څخه ولیدله. پر لاري مو دکلالانو دوکانو ته هم سر ورښکاره کړ او له یوه دوکان څخه یو ځوان راولاړسو. زمائې ډېر احترام پرځای کړ. ویل یې چي دادبي مرکې غړی دئ او شعرهم وایي. زماپه خیال تخلص ئې (خواجه) وو. دی ددغه دوکان څښتن ښکارېدی او زما ملگري ، پاچا، زماله پاره یو ښکلی چلم ځني رانیوچي ماکاناډا ته د وطن په یاد راسره راووړ.

له ذاکر شریف څخه تر راستنېدلو وروسته سیده ارغنداوته ولاړو. زاړه یاران ټول حاضر ول. ترغرمې مو دزړو خاطرو په بیانولو سره ښه دمه سازه کړه.غرمه دجمعې دلمانځه له پاره میرزامحمدخان کلاچې ته راغلو. په یوه جامع کي دلمانځه تراداکولو وروسته ماته څه تکلیف پېښ سو او کورته روان سوم خو ملگري مي بیرته باغ ته ولاړل.

پر نونسمه دسپټمبرپه کورکي وم. له پرون راهیسي دکندهارښار نانوایانو اعتصاب کړی وو. دوکانونه ئې بند وه. خلک په مشکلاتوکي ول. دوې ورځي همداحال وو، خو بیرته ئې دوکانونه خلاص کړل. په کندهارکي یوه ډوډۍ په څورلس افغانۍ وه.

د سهارله خوا ډاکټرطارق رشاد او انجنیرشیرشاه رشاد کور ته راغلل.

شیرشاه رشاد د نوي ادبي مرکې او په معارف کي داصلاحاتو راوستلو دجرگې په باب معلومات راکړل او سباته ئې دادبي مرکې غونډي ته وبللم. دغه رازئې دهغه سیمیناردمقالوچاپ سوې مجموعه هم راکړه چي په ۱۳۹۳ش کال په کندهارکي ” د۴۰ کالوله تاریخي پېښوڅخه زده کړي” په نامه جوړسوی وو. په دغه سیمینارکي ماهم برخه اخیستې وه. دشپې دافغانستان ملي تلویزون خبر خپورکړ چي دکابل رادیو پخوانی نطاق جان آقاالکوزی وفات سوی وواوجنازه ئې په ننگرهارکي خاورو ته سپارله سوې وه. دجنازې مراسم ئې په تلویزیون کي وښودل. جان آقا الکوزی ښه ډېرکلونه په کاناډا کي اوسېدی او د افغانانو د اتحادیې په دفترکي ئې کارکاوه. داتحادیې رادیوئې هم چلوله. زه هم یوڅوکاله ددغي اتحادیې د فرهنگي کمیټې غړی وم او په فرهنگي برخه کي مي همکاري ورسره کوله. دغه اتحادیه دافغانانو دنورو مؤسساتوپه شان ددوی دخپل منځي بې اتفاقیوقرباني سوه او اوس ئې هغه دپخوابرم نه دئ پاته. جان آقا الکوزی زمااشنا وو په آزادۍ رادیو کي کارکاوه.او څومیاشتي پخوا چي کاناډاته راغلی وو، ماپه یوه واده کي ورسره ولیدل.روغ جوړ ښکارېدی، خو نن خبرسوم چي خاورو ته وسپارل سو. خدای دې وبخښي.

په دغه شپه محمودمرهون له کابله تیلفون راوکړ او له ستړې مسي او روغ جوړ پوښتني وروسته ئې کابل ته له سویس څخه دافغانستان دژبوداطلس د رالېږدولو خبره وکړه اوپه دې برخه کي ئې له محترم جهاني صاحب څخه دمرستي په کارکي زماهمکاري وغوښتله. ماتر اختر وروسته وعده ورکړه، ځکه زماخیال وو چي تراختر وروسته کابل ته ولاړسم او له جهاني صاحب سره وگورم.

دسپټمبرپرشلمه دمرحوم حاجي غلام رسول (حاجي اخوند) کورته ولاړم او ددغه مرحوم دفاتحې لاس مي دده و وروڼوته پورته کړ. خلیل جان سروري هم راسره وو.حاجي اخوند زمادزلمیتوب دوختواشنا وو او زه په کاناډا کي وم چي دی په پېښورکي دسږکال په اگست کي دزړه په سکته وفات سو. په دغه ورځ په نعمت سالون کي دیوې غونډي له پاره بلنلیک راورسېد چي په هغې کي دکرني پوهنځي فارغینوته د فارغېدلوسندونه ورکول کېدل. دابلنلیک دغرمې پر ۱۲ بجې راورسېد اوغونډه پر دوو بجوشروع کېدله. له بده مرغه ما دنورو کارو له اسیته ونسوای کولای چي غونډي ته ورسم.

په دغه ورځ حامدجان هیلمندي له کابل څخه تیلفون وکړ اوزما داحوال اوکندهارته دسفردخیریت پوښتنه ئې وکړه.دماځیگرپرڅلورنیمو بجو داطلاعات و فرهنگ ریاست ته دادبي مرکې په پنځلس ورځنۍ غونډه کي دگډون له پاره ورغلم. ډاکټرپالوال،ډاکټرطارق رشاد، رفیقي صاحب او پنهان صاحب دمېلمنوپه توگه رابلل سوي ول. پالوال صاحب دفلج ناروغۍ یوڅه نښتېځلی وو خو دخبرو او بیان ځواک ئې توپیرنه ووکړی. په لیدلو ئې خوشاله سوم. واردواره شیرشاه رشادخبري وکړې او دخبرو په جریان کي ئې نظري صاحب چي له لندنه راغلی وو، خپل څنگ ته راوغوښت. وروسته ئې دمرکې اهداف بیان کړل. بیائې ماته دخبرو بلنه راکړه اومادمرکې پراهمیت، دځوانانوترمنځ دتقابل او مخالفتو پر تاوانو، په لیکنوکي دژباړي پر مهم توب، نثر ته پر توجه کولو او په مېډیا کي دمسلطي ژبي پر بېخوندۍ خبري وکړې. دچلنج له پاره مي د”ننگولو” لغت پر کاروَنه انتقادوکړ. د(ننگول) اصلي معنا چي عموما دزیارتوپه باب کاریږي،دمرستي غوښتلو مفهوم لري چي چلینج مبارزې ته درابللو معنا لري او له ننگولو سره په هیڅ ډول نه وایي.

دادبي مرکې له برخه والوسره

دادبي مرکې له برخه والوسره

تر ما وروسته ډاکټرطارق رشادلنډي خبري وکړې او ډاکټرپالوال هم دننگولوپه باب زمادخبروپه تائید ویناوکړه او دخپلي نوي لیکني (پېغورنامه) په باب ئې څرگندوني وکړې.

ئې دنثرخبره داسي تعبیرکړې وه چي گویاماشعربالکل نفی کړ. شیرشاه ئې جواب ووایه. تر دې وروسته یوځوان زماڅخه وکوټي دسیمینارپه باب پوښتني وکړې چي مائې دوخت دلنډ والي له اسیته مختصرجواب ووایه. د سیمینارتنظیم، دبرخه والو علاقه او توجه مي زیاته وستایله.په دغه ورځ مي ډېر دوستان او ځوانان ولیدل. ټولو زماپه راتگ خوښي څرگنده کړه اوښاغلو حاجي عبدالظاهرڅرک،نجیب الله هوتکي او اسدالله ارماني ډېر زیات صمیمیت وښود.

11 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *