Categories

اعلان

Loading…

پناه لنډه کيسه/ فاروق سرور

که څه هم هغه منډي وهلې ، خو پښې يې د کوڅو په تېرو ډبرو او ځوزانو کښي هم سپېرې وې ، هم ټوکر ټوکر او هم په وينو لړلي ، خو ده ددې هيڅ پرواه نه کوله ، البته د خان کوردارۍ پرېشان کړي وو چي هغه زنانه به له دوو مړو او له قتل کولو څوک را ګرځوي او څنګه به يې را ګرځوي ، ولي چي دي ديارلس کلن خو داسي وو لکه ملخ او د خان زنانه چي اور وه اور ، د اوښ په ضد او قهر يې هر څوک خبر وو او بل د ډېر ماړه پلار يواځنۍ لور هم وه چي د لور دپاره يې ټوله نړۍ بربادوي سوه ، د هغې مخه را ګرځول يو غر غوندي توان من سړي غوښت .

هغه ښه پوهېدي چي دا اور پاي ملخان خو څه پوره کلي به وسوځي او خان دي د ګروم واده وکړي ، بد يې وکړل چي داسي ناورين يې وکړي بلکه شين ناورين .

آهو نو ناورين بل څه وي ، خو داسي کورداري يې وه لکه ګلاب ، توري غټي جادوګري سترګي ، جګه لکه ونه د چنار ، سره او سپينه او داسي حسينه لکه ښاپېرۍ ، خوش اوازه ، خنده رويه ، له خوشبويه داسي ډکه لکه سورګلاب ، کله چي به ږغېده ، تا به ويل لکه د بلبل سندري چي اورم او له ميني او ښه اخلاقه داسي ډکه چي دده به زړه نه غوښت چي خونه ورپرېږدم . ګرسره به يې جانان بلي ، حالانکه هغه د نورو وډايانو زناني ښې ليدلي وي چي ګرسره به يې مذدور په لښتو شين کړي ، غلبلې به يې ورباندي کولې او انسان به يې نه بلي . مذدور به يې په چيغو چيغو توبې کښې ، خو د هغو غاورو ظالم او ډبرين زړه به ګرسره منله نه . بس توبه توبه.

بل د خان دي مرګ پړده سي ، د مردار خور ، حيوان ، زاړه او وراسته ، څلور کوردارۍ يې د مخه بې اولاده مړې وې . تور رنګ سوي برېتونه دي يې له خاورو ډک سي ، داسي وو لکه د خاڼي ، لکه د لوي موږک . مرداره جګه قره قولي دي يې ټکه ووهي چي پر سر به يې وه ، د سړي زړه به غوښت چي په دغه څټ کښي مي په يوه کلکه درنه څپلاخه وهلي واي او قره قول يې درې ميله ليري پروت واي . راولاړ سو ، يوه بدرنګي يې په دغي حوري راوسته ، بس تور دېب وو چي په چونګشي مين سو ، هغه هم وړوند تور دېب کنۍ په حسين بنده به پوهېدي.

کله کله چي به دي د څلورو اسانو په بګۍ کښي چي ده به چلوله ، د خان سره بل کلي ته ددې چونګشي کره پټ ولاړ او پټ پټ به يې د مېلمنو و خوني ته کتل ، نو بدرنګي به د اوښ په شان په خان ، د بيزو بازۍ کولې ، ټوکر ټوکر به يې کړي ، خو ځان به يې په لاس نه ورکوي ، بس کله به د هغې د نيولو دپاره په سره پلنګ چپه پروت وو ، کله په پستې هراتي غالۍ او کله په نرمي نيالېچي . هغې به خندل او داسي بازۍ به يې په کولې لکه پيښي چي يې په موږک کوي .

په داسي حال کښي چي به د نجيلۍ مور يو دم ورغله ، نو اوښ به نور وږي او تږي پاته سو ، لکه آپي مار خورا ستړي به هم وو او پشاري به يې تلي . دغه تنده وه چي پاي يې خان له دې چيچګري سره واده ته مجبوره کړي ، نوي کور يې ور جوړ کړي چي د محل غوندي وو او اوس دا ومه ورځ وه چي ګرسره ځني جلا کېدي نه بلکه په مړېدي نه بلکه په اوبه کېدي نه ، د ده دي تنده خاوري سي .

په دغو بې ځايه ديدنونو کښي به هم مرګي په ده تېرېدي ، ولي چي خان وېرولي وو چي زويه که دي څوک را خبر کړي وو ، هم يوه ګولۍ به دي بس وي او هغه به دي هم تر زړه خېزي.

نن شپه د خان د نوي خسرګنۍ ډوډۍ وه او د کلي ټولي غوړي او وډايه کورنۍ يې هم بللي وې . بس د کلي په خاموشي توري دربيلې کښي اول د نجونو د دريو او تمبلنو ازانګې وې او اوس خو نو ډول هم سو چي پکښي د پېغلو مست اتڼونه سول ، شور يې زيات سو او د خان په هغه ګل ماينې يې نور اور ولګوي چي دا مهال د يوې زهر جاني لنډۍ په شان وه او داسي کړهانده وه چي اويښته، پر له را اويښته او ويل يې چي زه به ډېر رغرد خان په خپلو هغو وروڼو داسي مړ کړم چي په يواځني خور يې ځان ورکوي ، په قاتل به يې لا څوک نه سي خبر او چونګشي يا سمسيارې يا چارموشکۍ ته به داسي زهر ورګرم چي نه به په ساه خبره سي او نه به څوک دا واي چي زهر ورکړل سوي دي .

بس دا خبره دده دپاره د مرګ وه ، ولي چي خان که هر څه وو ، کورداري يې که هر رنګه اوخو وه ، خو انسانان وو او دده په نزد د يو انسان قتل د ټول انسانيت قتل وو ، خو مغزو يې کار نه کوي چي دغه نادانه کورنۍ به له دې ناورينه او وژنو څنګه را ګرځوي؟

په ده ټوله ورځ په دې په منډو تېره سوي وه چي ده به د خان د نوي کلا د هر ګړي حالونه راوړل او دده د هر حال چي اوس څه کېږي يا څه قيصه روانه ده ، به زبزباني ښې ډيري پيسې هم ورکولې . دغه مهال دي په زيات مصيبت کښي هم وو ، ولي چي په لڅو پشو هم وو ، خو بيا يې هم حال وړۍ او راوړۍ.

د خوار يوه جوړه چوټي وې ، زړې ، د ډېر پخوا چي يوه پکښي وشلېدله او خداي خوار کړي موڅي دم دستي نه ور جوړوله چي هر څو پيسې راکړې ، نه سي کېدي ، پخواني کار ډېر دي ، کنۍ خلګ به مي له کلي پسي واخلي.

دا ساعت د خان ټول مذدوران او مذدوري په نوي کلا کښي وې ، يا يې پلاونه پخول او يا نو په سره انګار يې کبابونه اړول، پر له را اوړل ، کور يکړ وو او زړه ماينه خو خان ګرسره پوښته نه ، دې شي په هغې نور اور لګولي وو .

خان به نو څنګه غوښته ، يو وار چي وراغي ، دې په بالشتانو ووهي ، دويم وار يې د کور په سراي کښي ډبري پسي واخيستې او دريم وار توپنکچه ، دا ښه وو چي په توپنکچې کښي هم ګولي نه وې او بل دا هم نه په پوهېده ، بهرحال په خان يې داسي منډي وکړې چي درې پلا به يې خپله اوږده جګه قره قولۍ له سپېرو خاورو را پورته کړي وي ، بهرحال بد عمل دي هم ځان وخوري .

بس د خان او کوردارۍ نکل کټ مټ د هغي مرغۍ په شان وو چي ده له سحاره ليده . چوغکي تل ضد کوي چي و يوې زرغونې خوشبوداري درختي ته ورسي ، خو هلته يو غټ مار نه پرېښوله او دغسي به يې وار ورباندي وکړي ، خو هغې به ځان بچ کړي . زړې ماينې يې د مرغۍ غوندي غوښت چي خان ددې سي ، خو نوي چارموشکۍ به د مار غوندي حمله ورباندي وکړه . دا تماشه ده له څاښته ليده او مرغۍ هم په ضد کښي زوروره وه .

له ډېرو منډو او د پشو له ټپو هغه اوس ټوکر توکر وو ، او ارام يې غوشښت ، خو مېله وه چي په توره شپه کښي وار په وار توتېده او د هري نندارې حال ټولول مېرمن ضروري ګڼي .

ستړيا دي يې بلا واخلي ، په ستړيا کښي هغه نه وو ، اصل خبره خو د دوو بندګانو قتل وو چي ده په روڼو سترګو ليدي او پوره يقين يې وو چي هغه ضدي او خشمناکه حوره به دغسي کوي . رښتيا خبره داوه چي له سرو وينو دده بد کېدي ولي چي وطن هم په لړلي وو او اوس داسي ښايسته کور هم په لړل کېدي .

پاي دي په يوې يواځنۍ کوڅې کښي وچ ودريدي او مغزو يې کار وکړي ، خو په داسي کولو کښي دده مرګ تړلي وو ، خو ده د نورو د ژوند دپاره ځان قربانول لويه خبره بله .

کړپ سو ، د خان د ښاپېرۍ ماينې د خوني دروازه په درزي سره خلاصه سوه ، خو هغه چي به پوهېده ، يو شاه زاده ورته ولاړ وو چي هم تر زاړه خانه ځوان وو ، هم ښايسته ، هم ډېر کم عمره او هم له سوچه ميني او د ځوانۍ له تاوه ډک وو . شاه زاده دغسي د هغې به تودو شونډو خپلي اور غوندي شونډي کښيښولي او هغي د مودو مودو تږي هم شاه زاده و زړه ته ټينګ ونيوي .

اوس و هغه ته بيرته د ورځي چوغکه ور په ياد سوه چي پاي يې هغه عجبه درخته قبوله کړي وه چي هم بدرنګه وه ، هم خواره او وچه کلکه او هم درپدره ، خو ددې دپاره باچهي وه ، ولي چي و دې ته يې پناه ورکړي وه .
پاي

دسمبر کال دوه زره پنځلس

3 total views, 1 views today

1 comment

  1. عبدالرشید"قیس" Reply

    اسلامو علیکم ورحمت الله وبرکاته
    له ښاغلي سرور صیب څخه نړی نړی مننه کوم چې په زړه پورې قیصه یې لېکلې وه او له تاند ورځپاڼې څخه هم غرونه غرونه مننه کووم چې مونږ سره مو شریکه کړه
    دې لا بریالتوب په هیله

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *