Categories

اعلان

Loading…

بغدادي وايي، ډله یې د امریکا او روسیې حملو نه ده کمزورې کړې

تاند – د داعش یا د اسلامي دولت د وسله والې سختدریځې ډلې مشر ابوبکر بغدادي په یوه پیغام کې، چې د عربي هیوادونو تلویزیونونو خپور کړ، ویلي چې د امریکا او روسیې حملو دا ډله کمزورې کړې نه ده.

دا د اسلامي دولت د وسله والې سختدریځې ډلې د مشر ابوباکر بغدادي لومړنی پیغام دی په تېرو ۷ میاشتو کې خپرېږي. تر دې مخکې د ده د ژوند او موجودیت په اړه شکونه څرګند شوي وو.

ده په خپل پیغام کې منلې چې ځیني سیمې یې له لاسه ورکړي خو لا هم د ده ډله په ښه حالت کې ده.

بغدادي پر سعودي عربستان په دې خاطر نیوکه کړې چې د داعش پر ضد یې د اسلامي هیوادونو ايتلاف جوړ کړی دی.

بغدادي ویلي:«که دا اسلامي ايتلاف وای ځان به یې له خپل یهودي او صلیبي پلرونو خلاص کړی و او د یهودانو وژل او د فلسطینیانو خپلواکي به یې خپل هدف ګرځولی و.»

ده اسراییلو ته خبرداری ورکړ، ویې ویل:«موږ ورځ په ورځ تاسو ته نژدې کېږو.»

داعش په وروستي یوه کال کې په افغانستان کې هم ریښې پیدا کړي، د ننګرهار په څو ولسوالیو او دغه راز د افغانستان په شمال کې جبهې لري.

دې ډلې، چې د القاعده ځای یې نیولی او د هغې په شان بې رحمۍ کوي، د پاریس د حملو مسوولیت په غاړه واخیست.

12 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *