Categories

اعلان

Loading…

امنیتي ځواکونو د سنګین مرکزي برخې نیولي خو د طالبانو مقاومت یې مات کړی نه دی

تاند – د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو له نسبي پرمختګ سره سره جګړه روانه ده او وسله وال طالبان مقاومت کوي.

راپورونه وايي چې طالبان د ولسوالۍ له مرکزي برخو شړل شوي خو مقاومت یې مات شوی نه دی.

په وروستیو ورځو کې د افغانستان حکومت سنګین ته کومکي او خاص ځواک واستاوه چې په دې ولسوالۍ کې د محاصره شویو ځواکونو ملاتړ وکړي. دغو ځواکونو محاصره شوي امنیتي ځواکونه وژغورل او د ولسوالۍ او امنیه قوماندانۍ د ودانیو د بېرته نیولو ترڅنګ یې د سنګین مرکزي برخې ونیولې خو لا هم طالبان کلک مقاومت کوي او د ولسوالۍ د مرکز له شاوخوا سیمو نه دي په شا شوي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویندوی جنرال دولت وزیري پرون /شنبه/ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د هلمند په څو سیمو کې سخت جنګ روان دی.

ده وویل چې تر ټولو سخته جګړه په سنګین ولسوالي کې ده او په دې ولسوالۍ کې دېره ځواکونو ته وسلې او مهمات رسول شوي دي.

جنرال وزیري ادعا وکړه چې د سنګین وضعیت بیخي ښه شوی، کومانډو او نور امنیتي ځواکونه د ولسوالۍ په تصفیه کولو بوخت دي او حالات یې تر کنټرول لاندې راوستي دي.

ده وویل چې د هوا له لارې تراوسه پوري څو ځلي سنګین ته مرستې رسول شوي او د مځکې له لارې هم یو لوی کاروان دې ولسوالۍ ته رسېدونکی دی.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي وویل چې امنیتي ځواکونه په سنګین ولسوالۍ کې عامو خلکو ته مرستې ورکوي.

د سنګین د شاوخوا یوې اوونۍ په جګړو کې د مرګ ژوبلو په اړه کره معلومات نشته. خو د ولسوالۍ ډېر اوسېدونکي د هلمند د مرکز لشکرګاه په شمول نورو سیمو ته کډوال شوي دي.

14 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *