Categories

اعلان

Loading…

په لغمان کې د داعش د فعالیت پر زیاتېدو د خلکو اندېښنه

تاند- د لغمان یو شمېر اوسېدونکو او فعالانو په خپل ولایت کې د داعش د فعالیت پر ډېرېدا اندېښنه وښودله.

دوی وویل چې دې ډلې په وروستیو کې په ځانګړي ډول په قرغه يي ولسوالۍ کې فعالیت پیل کړی دی.

د قرغه يي ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د دوی په سیمه کې د داعش د جګړه مارو حضور زیات شوی او د خلکو امنیت له خطر سره مخامخ شوی دی.

قرغه يي د لغمان له هغو ولسوالیو څخه ده چې د دې ولایت تر نورو ولسوالیو یې امنیت ښه و.

د قرغه يي ولسوال سعد الله بهبود د داعش د فعالیت د زیاتېدا په اړه څه ونه ویل خو ویې ویل چې د ولسوالۍ په ځینو برخو کې ترهګر پیدا شوي دي.

ده وویل چې د ولسوالۍ اوسېدونکي له حکومت سره همکاري کوي او یاغیان به پرېنږدي چې په قرغه يي کې فعالیت وکړي.

د لغمان د والي ویندوی سرحدي ځواک بیا په لغمان کې د داعش هر راز فعالیت رد کړ، ویې ویل:«زه په لغمان کې د داعش د حضور ادعا په کلکه ردوم. نه یوازې په قرغه يي ولسوالي بلکې په ټول لغمان کې داعشیان فعالیت نه لري.»

خو د لغمان اوسېدونکي وايي چې که سر له اوسه د دې ډلې مخه ونه نیول شي، داعش به د طالبانو ترڅنګ په یوې بلې امنیت خرابوونکې ډلې بدل شي. د دوی په باور که په لومړیو کې د طالبانو تهدید جدي ګڼل شوی وای او په دې خلک تېر ایستل شوي نه وای چې د ټولو طالبانو شمېر سلو کسانو ته نه رسېږي، اوس به د هیواد امنیتي وضعیت دومره خراب نه و.

9 total views, 1 views today

3 comments

  1. محمد داود یتیم یار Reply

    زه داسی انګیرم چی داعیش دننګرهارولایت له محور څخه حرکت پیل کړی اوغواړی ننګرهار په یوه حلقه کی راګیرکړی دقوماندان حضرت علی په وینا دکشمند سروړ کی هم پیاده شوی دشمشاد تلویزیون په وینا په تورغر کی هم پیاده شوی داسی ښکاری چی د دوی سر به دخوګیانیو توری بوری اوبیا دسپین غر دغره په لمنو کی پرتو ولسوالیو ته به خیژی اوهمداسی به دوی دمهمندری له لیاری چی هلته هم څلور سوه داعیش کورنی له مخکی میشت شوی ځانونه ورسوی همداسی دوی به د لعلپور ګوشته او کامه له لیاری ځانونه بیرته دسرکنډ له لیاری دګوریک سیمی ته ورسوی اوبیا دکونړ دسیند په تیروید دوی ځانونه دری نور اوبیرته سرړو ته ورسوی پاتی دی نه وی چی زه په دغو ټولو سیمو کی بلد یم که کیسه همداسی وی نودابه یو ه لویه ستونزه راپیدا کړی

  2. امجد Reply

    دتاند درنې ادارې ته سلام!
    ددغه بې بنسټه راپور په اړه دومره وایم چې په لغمان کې د داغش فعالیت بېخې یوفیصد هم نشته دا راپور په ټوله معنی بې بنسټه دی ، دداسې راپورونو په خپرولو سره به نه یوازې دا چې ستاسو رسنۍ خپل باور دلاسه ورکړي بلکې په داسې بې بنسټه خبرونو خپرول به دولس سره ستره دښمني وي.
    دا چې زه دلغمان اوسیدونکی یم،دلته ټول وضعیت له نږدې څارم ، ویلی شم چې ټوله اداره او امنیتي ارګانونو په ډیر قوت ددښمن دهر ډول شوم عمل پروړاندې چمتودي ،هیچاته ددې موقع نشته چې په دلغمان امنیتي وضعیت خراب کړي.
    دا چې په راپور کې په لغمان کې دداغش دشتون خبره شوي زه يې په کلکه رد وم او دا خبره نه یوازې دا چې ردوم بلکې غندم ېې ،ځکه دا هرڅه په لو ی لاس دداغش دا رتګ لپاره یو تبلیغ او دولس سره دښمنې ده.
    امید مې له ټولو هغو ژورنالیستانو او دمطبوعاتي ډګر دکارمندانو او لارویانو دادی چې د پردو دخوشالولو لپاره داسې مه کوئ،دخپلو شخصي ګټو لپاره ملي ګټې تر پوښتنې لاندې مه راولي او په خپلو بې ځایه تبلیغاتو دنظام له پښو خاورې مه باسئ .

  3. ډاکټر روښان Reply

    دا یو بې بنیاده خبر دی،چې په لغمان کې دداعش شتون خلک په تشویش کې کړي دي،چیري چې داعش نه وي نو تشویش يې له کوم ځایه شو، هیله مو د تاند له درنې ادارې څخه داده چې دداسې بې بنیاده خبرونو خپرولو کې دقت وکړي او هغه مسایل چې رښتیا سره ولسي تشویش پیدا کوي را وانخلي.
    که ووایم خلک په ځان هم نه وه خبر ، ستاسو خبرونه به يې دجمله زنده ګۍ څخه وباسي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *