Categories

اعلان

Loading…

مینه د پوهانو له انده/ حسیب الرحمن نورمل

مینه مو لومړی وژني تر څو د دویم ځل لپاره ژوند راکړي.
(شکسپیر)
مینه ساري ناروغي ده چې روغ خلک ډېر ژر پرې اخته کیږي.
(شانفور)
مینه، عاطمه او محبت د انسان د ډېرو ناروغیو غوره درمل دي.
(ګل پاچا الفت)
مینه او عاطفه د زور او قوت په مقابل کې ځکه ماشومان بولم چې زور او قوت پخوا پیدا شوي مینه، عاطفه، رحم او شفقت وروسته.
(ګل پاچا الفت)
مینه د هغې ونې مېوه ده چې ښاخ ته د ټولو لاس رسیږي.
( … )
مینه هغه شی ده چې د بل هېڅ شی سره ورته والی نه لري.
(ریشله)
یوازې د مور او پلار مینه ده چې لمن یې له هر راز تهمتونو پاکه ده.
(ګل پاچا الفت)
په هغې مینه کې چې د عدالت ملا ماتېږي، لویه ګناه ده.
(ګل پاچا الفت)
مینه تل له ځان سره دری شیان لری زحمت، انتظار او انتحار.
(کراتس)
مینه د هغه ظالم نوم دی چې هېڅ رحم او ترحم نه لري.
(کرني)
مینې مو که ژوند خراب کړ نو پردې پوه شئ چې د مینې وړ نه یاست.
(…)
مینه غیر ارادي احساس نه دی، بلکې قصد او اراده ده.
(مادام دوژیر ادرن)
مینه یو ډول حرارت دی چې تاو آن زړونه ته رسیږي.
( استاندال)
مینه یعنې وېره له لاسه ورکول.
( … )
مینه د ژوند تاریخچه ده.
(مادام دوستال)
چیرته چې مینه نه وي هلته ژوند نه وي.
(ګل پاچا الفت)
یوازې مینه ده چې له پاچاهانو خدمتګاران جوړوي.
(ګل پاچا الفت)
مینه تل وي خو موږ ته نه یو، مینه زموږ هرې پریکړې ته ژمنه ده خو موږ نه یو، مینه تل د اعتماد وړ ده خو موږ نه یو.
(لئوبو سکالیا)
مینه لوی راز دی پردې راز پوهېدل د هر چا کار نه دی.
(افلاطون)
مینه هغه سوداګري دي چې تل پکې ماتې خورو.
(شانفور)
مینه مین ته ژوند او مشوقې ته رنځ ته ورکو.
( … )
مینه له مینې، له مینې ژوند له ژوند نه ستونزې، له ستونزو زړورتیا، زړورتیا نه باور له باورل نه هیله له هیلو نه هڅې او له هڅو نه بریالیتوب او نېکمرغي پیدا کیږي.
(مارکوس بیکل)
مینه هغه ناروغي ده چې ناروغ تل ترې خوند اخلي.
(افلاطون)
مینه هغه نېمکرغي ده چې د دوو زړونو له پیوند نه پیدا کیږي.
( … )
د مینې سترګې عیبونه نه ويني.
( ارسطو)
که له مینې نه خوند واخلئ شاید تر ډېره ځوان پاتې شئ.
(پابلو کازاف)
مینه ده چې ویره او ظلم له منځه وړي.
(اشو)
د انسانانو په زړونو کې مینه او محبت یو شان نه وي، د ځینو خلکو په زړونو کې ډېر د ځینو لږوي، د ځینو په زړونو تر ډېره دوام کوي او د ځینو له زړونو ژر له منځ هځي.
(ګل پاچا الفت)
مینه چې په اوښکو ولمبول شي، تل به پاکه او ښکلې وي.
(شکسپیر)
که مینه ښکاره نه کړې، ښايي خپله مینه ونه مومې.
(وېلیم شکسپیر)
له کومې هیلې پرته، مینه کول نېکمرغي ده.
(بالزاک)
مینه هر څه ته ماتې ورکوي، خو خپله ماتې نه خوري.
(تولستوی)
چې وغواړم د مینې په هکله منطقي فکر وکړم، نو مینه خپل حقیقت له لاسه ورکوي.
(سپي زان)
چې په سپیڅلتیا کې یي هېڅ شک نشته هغه د مور مینه ده.
(جیمز جایس)
مینه هغه جذبه ده، چې په پاکوالي یې دنیا قربانېدای شي.
( … )
مینه کړاو دی، خو هغه چې يې نه لري بېخي مړ دی.
( شکسپیر)
مینه پیاوړې اردو ده، په یو شېبه کې زړه او ماغزه تر برید لاندې نیسي. (ویلتر)
مینه تر واده خوږه ده، لکه رومان چې تر تاریخ خوږ دی.
(ویلتر)
هېڅ شی نه شي کولای چې پر مینې حکومت وکړي، دا مینه ده چې په هر څه واکمنه ده.
(لافونتن)
لویه مینه هغه ده چې هر څه درکړي؛ خو په بدله کې یې درنه هېڅ ونه غواړي.
(لیوبو سکالیا)
که مو مینه له لاسه ورکړه، نو ژوند مو له لاسه ورکړ.
(لیوبوسکالیا)
هېڅکله هم ددې جملې د ویلو فرصت له لاسه مه ورکوئ:(تا سره مینه لرم).

(بروان)
خدای«ج» مینه تاسو ته ډالۍ نه ده درکړې چې په زړونو کې یې وساتئ، مینه چې څرګنده نه شي، هغه مینه نه ده.
(ویلیام شکسپیر)
ښځه هېڅ وخت نه وایي، چې مینه درسره لرم، خو که درته یې وویل چې له ما سره مینه لرې، نو پوه شه چې د هغه په زړه کې دې ځای نیولی دی. ( … )
مینه ړنده نه ده؛ بلکې بخیلي ړنده ده.
(لارېنس ډورېل)
زه دنیا ته راغلم چې په مینه او د مینې په کولو پوه شم.

( … )

مینه هغه قدرت دی چې دښمن په دوست بدلوي.
(جونیور)

173 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *