Categories

اعلان

Loading…

د شعر او جنګ اړيکه/ محب الله آرمل

جنګ او شعر دواړه لرغوني دي، شايد دا شعرونه و چې د نړۍ لرغوني جنګونه يې په افسانو بدل کړل ، د خلکو په حافظو کې يې ژوندي وساتل، د جنګونه اتلان يې وستايل او خلکو ته یې د لا زياتو جګړو الهام ورکړ، د نړۍ د ترګردو لرغوني يوناني شاعر هومر منظومې الياد او اوديسې د ټرای ښار د جګړو داستان دی.

دغه راز پخواني شفاهي ادبيات چې اکثره ناولستو ټولنو ايجاد کړي و، د شعر په جامه پټ ول، د هند مهابهارت او رامايانا هم هغه لرغونې منظومي دي چې د جنګ غبار پرې پروت دی. دا چې تاريخ په نثر هم ليکل کېدی شو مګر بياهم په شعر کې داخېل شو دا ولې؟ يو ځواب دادی چې هغه وخت د کاغذ، قلم، پرنټ، چاپ … او نورې آسانتياوې نه وې نو شعر به د خلکو په حافظو کې ځای نيوه او له يو نسل به بل ته لېږدېده. بل دليل دا کېدای شي چې ګواکي له خلکو سره د تاريخ ليکلو اراده يا نه وه او که وهم کمه وه، يا په جګړو منظومې ليکل هم ددې لپاره نه وې چې تاريخ خوندي شي بلکې د دوی موخه جنګ ته د خلکو هڅول و او دا يو تصادف دی چې موږ تاريخ هم ورته وايو.

د پښتو اکثره شفاهي يا ناليکلي ادبيات په همدې توګه له يوه نسل بل ته پاتي شوي او ترننه را رسېدلی دي، شعر هنر دی او هنر هغه څه دي چې د انسان په عواطفو او احساساتو تاثير کوي نو چې داسې ده ضرور به جنګ د شعر قالب ته ننوزي، هټلر به د جګړو لپاره په خپلو احساساتي خبرو هم خلک تېريستل او جګړو ته به يې آماده کول. آيا دا به د هټلر هنر وو ؟ دا پوښتنه يو ځای استاد غضنفر ځواب کړې دلته يې بيا اړتيا نشته خو د هنر پېژندل يوازې دا هم ندي چې په احساساتو د اغېز وکړي.

په اکثره پخوانيو جګړو کې شعرونه ويل شوي اود جګړې شعار په شعر ورکړل شوی، البته زه دا منم چې شعار او شعر توپير لري خو هاغه وخت د شعر په اړه دومره ژورې خبرې نه مطرح کېدې لکه نن او که وې هم بايد چې د ګټې اړخ يې په پام کې نيول شوی وای. کنه نو ولې اپلاتون شاعران له آتنه شړل . خبره داده چې شعر له جنګ سره اړخ لګوي، له مجبوريته هم شاعر اړ دی چې د جګړې يو اړخ خو شعر ته دا خېل کړي که هغه د جنګ ستاينه وي او که غندنه .

له انګرېزانو سره د افغانانو په هغه جګړه چې په ميوند کې پېښه شوه او نږدې وو افغانان بريا له لاسه ورکړي ملالې ټپه وويله : که په ميوند کې شهيد نشوې = خدايږو لاليه بې ننګۍ ته د ساتينه . دې ټپې د خلکو په زړونو، ذهنونو، مټو، لاسو او پښو اثر وکړ او په حرکت يې راوستل، جګړه وګټل شوه .

دا چې شعر هنر دی او هنر پنځول بېل هنر غواړي نو د شاعرۍ حدود او ميعارونه بايد په پام کې ونيول شي، هغه شعر اوږد ژوند لري چې په خاصه زمانه، ځای، قوم، ژبې، دين، کلتور، مذهب، شخصيت … پورې تړاو نلري او مکمل آزاد او خپلواک وي.

کوم ناتار چې په وطن مېلمه دی يا وي ضرور په شاعر تاثير کوي، شاعر که په شعوري ډول ځان ترې وژغوري چې په شعر کې تشدد او تاوتريخوالي ته ځای ورنکړي خو په غير شعوري ډول دا کار ترې پېښېږي. نوميالی شاعر او د شعرونو جادوګر پير محمد کاروان وايي: (( تاسې په لوی لاس دا کار مه کوئ چې په شعرونو کې مو د جنګ اغېزې نه وي، پرېږدئ چې جګړه هم ځان پکې ځای کړي او د شاعرۍ جامې پکې واغوندي چې له جګړې خلک زړه توري شي، ټوپکونه کيږدي او …)).

جنګ خامخا په شعر اغېزه کوي دا اغېزه به يا ښه وي يابده، خو تکړه شاعران بيا هغه دي چې دغه رنګ حالات هم په هنري جامه وپوښي او شعر ترې جوړ کړي.

پيرمحمد کاروان ديوه غزل په مقطع کې وايي

سور د روح په وينو د کاروان غزل

ته وا د کابل د پېغلې مړی دی

د کاروان صيب دا بيت نږدې پنځلس کاله وړاندې ليکل شوی او د يوې وحشت ناکې تابلو ښکارندويي کوي، مګر کاروان خبر نه و چې تر دې بتره صحنې به تکرار شي ، په فرخنده به اور بل شي او په خپلو وينو کې به لت پت شي .

شـــــعارونه ترانــې او د سيند غاړه

دي قرآن، قرآن نارې او د سيند غاړه

شور ماشور دی،هی و هوی دی، بده ورځ ده

په انسان بلې لمبې او د سيند غاړه

د زيارت کوترې هم ورته حيرانې

په هوا کـــوي دورې او دسيند غاړه

(محب الله آرمل)

د کاروان په يوبل شعر کې هم د جنګ د بدرنګې تابلو يوه نقاشي وګورئ

وخت به راځي چې غاښ د زهرو به ښامار نلري

منصور به ګرځي مستانه ملا به دار نلري

مرغان د راشي زموږ لپور کې د ځالې وکړي

غر مو نښتر نلري کلی مو چينار نلري

د دروېش دوراني لاندې بيتونه هم په زړه چکونه لګوي او دا بيتونه دومره عام او مشهور دي چې قابو د هر افغان په حافظه کې شته دروېش وايي :

چې بيا نه توره پورته شي نه سر په وينو رنګ شي

باداره دغه جنګ دې دوطن آخري جنګ شي

که زړونه سره يو کړو او لاسونه سره ورکړو

دا کاڼي به لعلونه شي دا بوټي به لونګ شي

د ښاغلي دروېش نږدې په هر غزل کې د جنګ او د شته حالاتو يوه بوږ نونکې صنحه عکاسي شوې ده او دده شعر ته يې رنګ او خوند دواړه ورکړي، تاسې د دې بيتونو په محتوا فکر وکړئ :

له شونډو نه وه له بڼو او له روخساره نه وه

زما ګيله له خپله بخته وه له ياره نه وه

ستا په تندي کې به مې خپله څېره وکتله

په کومه ورځ چې به له ما سره هېنداره نه وه

زه چې تر تا پورې درتلم رقيب ونه ليدمه

په دغه لار کې بلا وه مګر بيداره نه وه

پدې غزل کې چې دوراني پکې تر اوسه له جنګه ځان ساتلی په آخر کې بيا له همدې حقيقته ځان نشي ساتی د غزل مقطع ده

يو په قبرونو کې راغلي تر دې ځايه پورې

دروېشه دا ځل د وطن ځمکه هواره نه وه

کاروان، دروېش، سايل، سعود…. او نور ګڼ شمېر غښتلي شاعران او د قلم څښتان ټول د جنګ زور ځپلي او دې ته يې اړ کړي چې شاعرۍ ته مخه کړي او خپل احساسات د قلم په ژبه و ښيي .

رحمان بابا پرمايي :

دا دستور دی چې له درده ځګېروی خيژي

کنه څه و د رحمان د شاعريه

د شعر او جنګ موضوع څه دومره وړه نده چې په يوه مخ يا يوه مقاله کې د خلاصه شي، مګر زه يواز دا ويل غواړم چې د شعر لپاره هره موضوع سمه او نوې ده ، يوازې نوې زاويه ورته پکار ده ، که ځينې کسان وايي چې شعر پداسې موضوعاتو مه ليکئ چې سبا زاړه وي، نو سمه يې ځکه نه بولو چې د نن پېښه په ژورنالېزم کې سبا زړيږي خو په ادب کې ممکن د يوې تر خې يا خوږې تجربې په توګه کلونه کلونه ځوانه پاتې شي ، شعر بايد ګټه هم ولري او شعريت هم .

که څېړونکي وغواړي پدې برخه کې کتابونه تاليف کړي نو په زرګونو بېلګې يې موندی شي او پدې برخه کې د نوو او تازه رازونو د راسپړلو هڅه کولی شي …

۱۳۹۴/۹/۳۰

9 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *