Categories

اعلان

Loading…

د افغانستان ملي شورا ته د هند د صدراعظم نریندرا مودي تاریخي وینا

جلالتماب ولسمشر غني.

جلالتماب اجراییه رييس ډاکتر عبدالله، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې قدرمنو ريیسانو. د دواړو جرګو محترمو غړیو.

اته سوه کاله وړاندې د دې خاورې د بلخ ولایت یوه وتلي زوی، د بشري تاریخ یو له نوموتیو شاعرانو جلال الدین رومي لیکلي ول، خپل ږغ مه جګوئ بلکې خپلو تورو او لفظونو ته زور ورکوئ، دا تندر نه بلکې باران دی چې ګلونه غوړوي. همدا د دې ځلانده خاورې او ستر ولس پوهه ده.

دا یوه داسې خاوره ده چې له خپلې ښکلا او شاعرۍ، له ننګ او پته، له ویاړ او سخاوته یې، تلپاتې هستۍ زېږولې دي، دا یو داسې ولس دی چې په ملګرتیا کې دې ټینګ په غېږ کې نیسي خو د خپلې ازادۍ لپاره په کلک هوډ جنګېږي.

په دې پېړۍ کې ستر افغان ولس د خپل هوډ او مېړانې د مبارزې حماسه وکړه، دوی خپل راتلونکی په توپک او تاوتریخوالي نه بلکې په رایه او خبرو ټاکي.

د جرګو له دود سره پیوند دغه هېواد د ولسواکۍ پر لار تلل غوره کړل. پر دې لار د تلو پیرزوینې هغه بې نومه افغانانو ته وړاندې کوو چې د خپلې راتلونکې لپاره یې سرښندنې کړي. دا پیرزوینې د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي مشرتابه ته وړاندې کوم چې په خپله پوهه او هوډ یې خپل ولس د نهیلۍ له شپو ورځو د امید راتلونکې ته رهبري کړ.

د ولسمشر غني او اجراییه رییس لیدلوری او رهبري هغه څه دي چې له یوې سترې حب الوطنۍ سرچینه اخلي.

په هند کې ستاسو د ۱.۲۵ میلیارد دوستانو په استازیتوب، ستاسو لاسته راوړنې ستایم، ستاسو د ملګرتیا د درناوي په خاطر او ستاسو له راتلونکې سره د پیوستون لپاره دلته ولاړ یم.

د افغانستان د حکومت مننه کوم چې د هند د یوه لوی سیاستوال اټل بیهاري واجپای د کالیزې په ورځ یې د ملي شورا د پرانستنې ورځ غوره کړې او د هغه [اتل] په نامه یې یوه ودانۍ نومولې ده. یوولس کاله پخوا ده له کرزي صاحب سره د دې ودانۍ د بنسټ ډبره ایښې وه.

اتل په پښتو کې د قهرمان معنا لري او په هندي کې د کلک او هوډمن.

د ملي شورا د ودانیو دا کمپلیکس تاسو ته د یوه ملت او ولسواکۍ لور ته ستاسو د پرمختګ لپاره یو کوچنۍ ډالۍ ده. خو دا به د دوو هیوادونو د اړیکو د تلپاتې توب یوه نښه وي.

درنو استازو؛ د هند او افغانستان اړیکې دومره لرغونې دي لکه تاریخ، د دنګ هندوکش او خیبر درې له لارې مذهبي لارویانو، سوداګرو، او واکمنانانو د علماو او کلتور، مذهبونو، کاروبار او سلطنتونو زموږ ترمنځ یو تړاو رامنځته کړ.

د تاریخ په بدلېدونکي بهیر کې یو وخت مو جنګونه لیدلي دي. خو په دغه اوږه بهیر کې موږ یو بل پیاوړی کړی دی.

په عینک او بامیان په نه هېرېدونکو سمبولونو کې او د ډيلی په جادويي یادګارونو کې، زموږ په کلتور او فن و هنر کې، په مذهب او ادبیاتو کې، په خوړو او مېلو کې، موږ د خپلو بې شانه او بې پایه اړیکو نښې وینو.

موږ له لرغوني افغانستانه د ګندهاري مهابهارتا د ستر کردار په سوغات نازول شوي یو.

د موریا امپراتورۍ یا د شېرشاه سوري په لاسته راوړنو کې موږ خپل پیوستون وینو چې غواړو بیرته یې راژوندی کړو.

په ډيلې کې یو افغان پاچا احمدشاه درانی د خپلو دنګو غرونو په ارمان کې شعر لیکي، چې وايي:

د ډیلي تخت هېرومه چې په رایاد کړم

زما د ښکلې پښتونخوا د غرو سرونه

خو د هر هندي او افغان په زړه کې، د یو بل لپاره نه شلېدونکې مینه شته. موږ د یو بل کلتور او سېنما، موسیقۍ او شاعرۍ، خوړو او مېلو، مېنوال یوو، اوس موږ د یو بل کرکټ هم ستایو.

موږ په دې خوښ یوو چې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم ډیلي ته نژدې خپل کورنی لوبغالی غوره کړی او د راتلونکي کال د نړیوال کپ لپاره هلته تمرین کوي.

زه د افغانستان تر نولس کلونو کشرو لوبغاړو ته مبارکي وایم چې په لومړنیو کورنۍ مسابقه کې یې تازه زیمبابوې ته ماتې ورکړه.

موږ پر دې ویاړو چې افغانان، د زدکړو، روغتیا او د خپلې کورنۍ لپاره هند یو طبعي منزل بولي.

هندیانو ته د خپلې ازادۍ په مبارزه کې د افغانانو مرسته یاده ده، او په تېره د خان عبدالغفار خان ونډه، چې په سرحدي ګاندي یادېدو. موږ د تاریخ هغه مهمې نښې لرو، چې پوره سل کاله وړاندې، مهاراجا مهیندرا پرتاب او مولانا برکت الله، لومړی هندی جلاوطنه ــ حکومت په کابل کې جوړ کړ.

شاه امان الله خان یوځل مهاراجا ته وویل تر څو چې هند نه وي خپلواکه شوی تر هغو افغانستان ریښتونې ازادي نشي لیدلای.

ګرانو غحاضرو استازو، همدا زموږ ترمنځ د ورولۍ جذبه وه. موږ چې کله په نوې پېړۍ کې نوی سفر پیل کړ، نو موږ له ستاسو ترڅنګ په درېدو او اوږه په اوږه تلو باندې ویاړ کوو.

موږ د ملګرتیا په مټ کلیوالو ته ښوونځي، واړه اوبه خورونه، روغتیايي مرکزونه، د ماشومانو لپاره خېرښېګړه او د ښځو لپاره فرصتونه ترلاسه کړل.

موږ په ګډه لویې لارې جوړې کړې چې سیمې یې سره نژدې کړې. برېښناکوټونه او برېښنايي مزي مو وغزول چې افغان کورونه یې پرې رڼا شول. سټېلایت اړیکو له افغان ولس سره د تعلیم، طبي مشورو او رابطو په برخه کې مرسته وکړه.

موږ د افغان ځواکونو د لا ګړندیتوب په برخه کې مرسته کوو.موږ په ګډه ادارې جوړوو چې د افغانستان د کرهڼې په ابادولو او د کانونو په سپړلو کې مرسته وکړو. په کابل کې مو عصري روغتیايي مرکز جوړ کړی دی.

د افغان ولس د بشري وړتیا او سرچینو د زیاتولو په برخه کې مرسته کوو. هېڅ هېواد له باسواده مسلکي ځوان کهول پرته پرمختګ نشي کولی.

له سلما بنده به ډېر ژر د اوبو بهېدلو بهیر پیل شي. په هند کې د زدکړو لپاره افغان زدکوونکو ته هرکال تر یو زر پورې سکالرشیپونه به تر راتلونکیو کلونو دوام ولري.

زه نن د افغانستان د امنیتي ځواکونو د شهیدانو یتیمو ماشومانو ته د ۵۰۰ بورسونو اعلان کوم چې پلرونه یې د افغان ولس د دفاع په سنګر کې شهیدان شوي دي. موږ تل له ګواښونو سره مخامخ یوو، خو ستاسو په منځ کې خپل ځان خوندي احساسوو. هر افغان چې د خپلو هندي مېلمنو د خوندیتوب لپاره خپل ژوند په خطر کې اچوي یا بایلي، زه هغوی ته د هند له لوري بې کچه مننه وایم.

ځینې کسان شته چې موږ دلته نه غواړي. ځینې شته چې زموږ د شتون پر وړاندې کرغېړنې موخې لري. ځینې نور بیا زموږ او ستاسو ملګرتیا ناکراره کړي دي. ځینې هڅه کوي چې زموږ اړیکې له منځه یوسي. خو موږ به تل له تاسو سره واوسو. د دې لپاره چې تاسو پر موږ اعتماد کړی دی. او تاسو زموږ د ملګرتیا ګټه لیدلې ده.

تاسو موږ د خپلو کړنو پر بنسټ ازمویلي یوو. تاسو پوهېږئ چې هند دلته له تاسو سره لاس کولو او مرستو ته راغلی دی، نه د سیالۍ کولو لپاره. موږ د راتلونکې بنسټ ښودلو ته راغلي یوو نه د جګړې لمبې بلولو ته، موږ ژوند رغولو ته راغلي یوو نه ولس ورانولو ته. تاسو خبر یاست چې هندیان او افغانان تل د یو بل ترڅنګ درېدلې نه د یو بل پرضد.

تاسو د تاریخ پر څلورلاره یاست، ستاسو تاریخ موږ ته راښيي چې تاسو هیڅکله چا ته اجازه نه ده ورکړې چې خاوره مو به د بل پروړاندې د سیالۍ ډګر وګرځي یا د بل پروړاندې خپلې موخې ترلاسه کړي.

د افغان ولس ننګ او مېړانه ستر خوشال خټک هم بیان کړې چې وايي، د خپل ولس په ننګ ولاړ یم.

د افغان په ننګ مې وتړله توره

ننګیالی د زمانې خوشال خټک یم

موږ له افغان ولس سره د سولې، سوکالۍ او بیا رغونې په برخه کې تل ژمن یوو چې سیمه ټېکاو او ثبات ومومي.

تاسو پوهېږئ چې د افغانستان بریالیتوب د خپلو ګاونډيانو همکارۍ او مرستې ته اړتیا لري. موږ ټولو، هند، پاکستان، ایران او نورو ته پکار ده چې د خپل ګډ منزل د پېژندګلوۍ او هغه ته د رسېدو لپاره یو موټي، باوري او همکاره واوسو.

که افغانستان د سولې جنت وګرځي، او پر یو داسې مرکز بدل شي چې ایډیاګانې (اندونه او خیالونه)، اقتصاد، سوداګري، انرژي او پانګونه به ورته راماته شي او موږ ټول به ترې برخمن شو.

همدغه وجه ده چې موږ پر دې کار کوو چې د ايران د چابهار په ګډون له مځکنیو او سمندرې لارو ستاسې سره رابطې زياتې کړو.

همدغه وجه ده زه هيله لرم  چې پاکستان به د جنوبي اسيا او افغانستان په ګډون د نورو هېوادونو ترمنځ يو پُل جوړ شي.

زه هیله لرم چې هغه ورځ به ډېر ژر راشي چې د منځنۍ اسیا د انرژۍ په وسيله به په دې سيمه کې سوکالی راشي. او همداراز کابليواله ناول به ډېر په آسانه يو ځل بيا مخې ته راشي چې دارنګ د هندوستانيانو زړونه وګټي. کله به وي چې موږ به په هند کې د افغانستان له ميو خوند واخلو او افغانان به د خپلې خوښې په هندې مصنوعاتو ډېرې پیسې نه مصرفوي. که تاريخ ته وکتل شي نو همدغسې هرڅه وو او بايد چې دغه د راتلونکې تګلاره وي.

که څه هم افغانان د خپل ملت په دفاع بوخت دي خو دوی به هله سرلوړي کېږي چې کله د ترهګرو ځالې له منځه يووړل شي، پر پولو د ترهه ګرو د تګ راتګ مخه ونيول شي او جنګ نور د اقتصاد وسيله پاتې نه شي.

د ترهګرۍ او تشدد په وسيله د افغانستان راتلونکې نشې ټاکل کېدلای بلکې افغانان به خپل مستقبل په خپله خوښه ټاکې. په افغانستان کې لګېدلی اور د دې هيواد په پولو کې نه پاتې کېږي.

افغانان دومره پوهه لري چې له خپلو ګاونډيانو سره په امن کې ژوند وکړي خو دومره جرات هم لري چې د خپلې خپلواکۍ دفاع وکړي. او بايد چې افغانان په خپلو کې سره هم په امن کې ژوند وکړي. په کابل سین کې ډېره وينه وبهېده او يو شمېر خونړيو پيښو د غرونو په څوکو تيارې وغوړولې. دې جګړو ډېر خوبونه تالا ترغه کړل. تاسې پښتون، ازبک، تاجک، هزاره، مسلمان او هندوان کېدای شئ خو تاسي وياړلي افغانان یاست چې د يو افغان ملت په حېث ژوند وکړئ.

کېدای شي تاسو د مذهب يا هویت په نامه جنګېدلي ياست خو اوس وخت راغلی چې ټول افغانان په سوله کې يو ځای ژوند سره وکړي. څرنګه چې يو افغان متل دی چې وايي، د ترخې ونې مېوه ترخه وي حتي که په کوچو او شاتو یې هم اوبه کړې خو بيا به يې هم مېوه ترخه وي. تاسو اجتماعيت او متفرقو عقيدو ته د احترام ځلانده دود لرئ. هغه څوک چې له دباندې جنګ کول غواړي بايد دغه ودانۍ او دغه تالار ته لاره پيدا کړي. هغه څوک چې د ټوپک له لارې مځکه غواړي، بايد ځان د انتخاباتو له لارې واک ته ورسوي. هغه چا چې کورونه يې وران کړي بايد خپل ملت بېرته ورغوي، ځکه دغه ستاسو مځکه او ستاسو خلک دي. دا هر څه تاسو بايد پخپله خوښه، خپله روحيه او له خپل طريقه وکړئ، نه چې د نورو په خوښه او د نورو له لارې.

او کله چې افغانستان د خپل راتلونکي مسوليت په غاړه واخلي نو بايد ټوله نړۍ يې تر شا ودريږي. موږ بايد په هر وخت د افغانستان ملاتړ وکړو ځکه چې د سختدريځۍ او ترهګرۍ نوې ورېځې په داسې حال کې پر راپورته کېدو دي چې هغو پخوانيو لا آسمان تور ساتلی دی. او بل دا چې افغانان يوازې د خپل راتلونکې لپاره نه جنګېږي بلکې زموږ ټولو لپاره او د يوې خوندي نړۍ لپاره ولاړ دي. نړۍ به هغه وخت يو ښه ځای شي چې کله موږ د افغانانو له ريښتنې شتمني، ګڼ کلتورتوب، او بډای میراث تجربه نه کړو.

اوس وخت راغلی چې افغانان ، د سیمې ټول خلک او ټوله نړۍ سره را غونډ شي.قربانۍ باید ضایع نشي. د هیلو ډیوه باید مړه نشي. هره نجلۍ چې نړۍ ته راځي باید په تیاره کې ونه ساتل شي بلکې موقعې ورکړل شي. هېڅ بچی باید له داسې حالت سره مخامخ نشي چې مخې ته یې یوازې د ټوپک او یا کډوالۍ لاره غوره کول پرته وي. هېڅ مور باید د ماشوم له زېږولو و نه وېرېږي. هېڅ مشر باید له دې کبله ورور و نه بایلي چې ولې د افغانانو لپاره د دوستانو په ټاکلو کې ازادي غواړي. هېڅوک باید په جومات کې د عبادت پر وخت د مذهب پر نامه و نه وژل شي. هېڅ مشر باید داسې فکر ونه کړي چې د لمسیو راتلونکې به یې هم داسې وي لکه په جګړه کې د بایللو بچیو. د افغانستان ټول ځوانان باید داسې راتلونکې ولري چې د آی ټي مانا انفارمېشن ټکنالوژي وي بلکې انټرنېشنل ټررزم نه وي. افغان ځوانان هم د یوویشتمې پېړۍ پر موقعو داسې حق لري لکه د نورې نړۍ ځوانان چې یې لري. هند په پوره توګه دا احساسوي. ستاسو درد زموږ درد دی. ستاسو خوبونه زموږ مسوولیت دی. ستاسو قوت زموږ باور دی. ستاسو حوصله زموږ الهام دی. یانې ستاسو ملګرتیا زموږ ویاړ دی.

د هندي سېنما یو د ترټولو وتلی کردار، په شېرخان فلم کې په سندره کې وايي،

یاري هې ایمان میرا

یار میري زندګي

ملګرتیا مې اېمان او ملګری مې ژوند دی. ملګرتیا زما عقیده ده او ملګری زما ژوند دی. دا د افغان او هندي وګریو مذهب دی.

زه باور لرم چې هیله به ستاسو کورونو ته بیرته راشي. ستاسو ښوونځيو ته به خندا راــ وګرځي، کوڅې به مو ژوندۍ شي، ښارونه به مو خوشاله شي، په ټولنه کې به مو یووالی راشي او قام ته به مو امن درشي.

د دې سفر په هره شېبه کې به هند له تاسو سره ولاړ وي.

له تاسو مننه. د دغه درناوي لپاره ستاسو یو وارې بیا مننه کوم.

ژباړه: قاسم خان مندوخېل

43 total views, 2 views today

3 comments

  1. حضرت سهاک Reply

    په څومره خوږو جملو او ښایسته ادبیاتو سره له محتوا ، معنی او له ښکلیو هیلو ډک پیام دی. د هند ستر ملت له خوا تل پاتی یادګار، د زړه هنداره افغانانو ته اخلاص او ارادت ګلونه .
    حضرت سهاک

  2. زلمی Reply

    زموږ دنیکونو کارنامی او غیرت په تاریخ کی دهر تاریخوال په غوږنو کی زمزمه کوی, ولی بدبختانه په تیرو پنځه دیرشو کلونو داسی مشران او رهبران پر دی میړنی ولس دپردیو په دستور حاکمان شول چه تاریخ ددوی کړو وړو نه شرمیږی زه په پقین سره دا ویلای شم چه دراتلونکو څوسوه کلونو لپاره به ددی مشرانو دبیغرتی پاڼی به دراتونکو نسلونو لپاره دپیغور او شرم باعث وګرځی.

  3. محمدربی آماج Reply

    کله چی د کوم ملک د چارواکو په زړونو کی د نیک نیت اراده موجوده وی نو دویلو او کړلو لپاره ډیرښه څیزونه شته،او که یی اردای نیکی نه وی نو بیا هیڅ هم شنته،د هند دلوی اولس او دهغو د حکومت په زړونو کی دافغان هیوادولپاره دی نیک نیت اراده شتون لری چی هغه دی په عمل او خبرو دواړو کی یی ثبوت هم کړه ، مګر ددی برعکس د افغانستان د ګاونډیانو په نیت او عمل کی اخلاص نشته چی پایلی یی هم هغه دی زموږ او تاسو په مخ کی دی. کر د ګلو کړه چی سیمه د ګلزار شی ««»» اغزی مه کره په پښو کی به د خارشی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *