Categories

اعلان

Loading…

پر اخلاقي تربیه د ښکلیو هنرونو اغېز! / مجید قرار

انسان په نصیحت نه جوړېږي. د انسان جوړول یوه اوږده رواني پروسه ده. په دې پروسه کې تر ټولو مهم اړخ د انسان د ذوق جوړول دي. انسان اکثره ښه او بد کارونه په ذوق انتخابوي، نه په منطق او عقل. کله چې د انسان ذوق او سلیقه یو څه وغواړي، زړه یې غواړي، او چې زړه یې وغواړي، بیا عقل او منطق په سخته را ایسارېدای شي.

کله چې د انسان د ذوق جمالیاتي اړخ جوړ شو، بیا انسان ښه او بد، ثواب او ګناه د حسن او قبح پېژندنې په حس پېژني. په اسلام کې نېک کار ته حسنة، نېکي کولو ته احسان، نېک کار بنده ته محسن، ښېګڼو ته محاسن ویل شوي، چې د دې ټولو مونډ یا صیغه حسن ده، چې ښایست ته وایي.
په پښتو کې هم ښایست (ښه اېسېدا)، ښه، ښېګڼه، ښادي، ټول د “ښه” مونډ لري. هرڅه چې ښه وي، هغه ښایسته وي. هر څه چې ښایسته وي، هغه اکثره وخت ښه وي. په فارسي کې هم شایشته عمل ښه عمل ته وایي. دلته هم حسن د نېکۍ د پېژندې معیار دی.

د متصوفینو او علماوو تفاوت له پخوا څخه همدا و. علم عقل او پوهه لوړوله، خو تصوف بیا یوه روزنیزه پروسه وه. یعنې د انسان د تعلیم اړخ علماوو او د تربیې اړخ یې متصوفه وو تر کار لاندې نیود، او په ګډه یې د تعلیم او تربیې پروسه پر مخ بیوله. د تصوف اکثره طریقې د عشق په نمانځنو او پاللو ولاړې وې. د عشق اړیکه له حسن سره وه او د حسن اړیکه له ښېګڼې او حسناتو سره وه.

ځینې فلسفیان په دې موضوع کې دومره وړاندې تللي دي چې د نړۍ ټول ښایست یو وجود، او د خدای پاک د وجود برخه ګڼي چې دې فلسفې ته وحدت الوجود وایي. د دې فلسفې د صاحبانو په نزد، په هر ښایسته شي زړه بایلل پر خدای پاک زړه بایلل وي.

کله چې پر اسلامي نړۍ د سلفیت توره سیلۍ راغله، یو تاوان یې د مسلمان انسان د اخلاقي تربیې د دې سایکالوژيکې پروسې، چې تصوف ګڼل کېده، ویجاړول و.

سلفیت تصوف بدعت وباله، ځکه چې د دوی په قول په شریعت کې یې اصل نه درلود، حال دا چې په شریعت کې هر هغه کار چې د انسان د روح یا جسد د تقویې لپاره وي، د استعداد برخه ګڼل کېږي. لکه څنګه چې ورزش بدن غښتلی کوي، صوفیانه تمرینان د انسان معنویات غښتلي کوي. د مثال په توګه، متصوفه وو به د بېلابېلو ګناهونو د له منځه وړلو لپاره پر مریدانو عجیبه طریقې تمرینولې. فرضا، کبرجن انسان ته به یې ویل چې ته به څه وخت د ملنګانو او فقیرانو جامې اغوندې او په بازار کې به د یوه ملنګ یا فقیر په بڼه ګرزې او خپل نفس مات کړي. دا کومه شرعي یا دیني طریقه نه وه، خو په دې کې شک نشته چې یوه ډېره اغېزمنه سایکالوژیکه طریقه وه او ریښتینی اغېز یې درلود. زموږ د هغې زمانې متصوفه په اصل کې روحي طبیبان او غښتلي ارواپوهان و. تصوف په خپل ذات کې اخلاقي ارواپوهنه وه. دا چې د بدعت په نامه په یوه علم او یوه تخصصي مسلک باندې د سلفیانو لخوا کرښه را ښکل شوه، یوه انساني فاجعه یې رامنځته او زموږ د تربیې پروسه یې ګډوډه کړه.

لنډه دا چې تصوف د تربیې یوه ډېره غښتلې پروسه وه چې د انسان د اخلاقو د قوي کولو لپاره به یې په انسان کې د جمالیاتي حس پر غښتلي کولو کار کاوو، او د جمالیاتي یا ښکلا خوښوونکي حس د تقویې لپاره به یې ځوانان او انسانان د عشق تمرین ته هڅول.

ما ته یو وخت یوه سپین ږیري کټوازي نصیحت کاوو، وېلې بچیه، خدای دې مه مجبوروه، تر خپله وسه سوال مه کوه، خو که دې بیا کله لاس اوږدېده، مجبور شوې، بیا کوشش کوه له ښایسته سړي یو څه وغواړې. د اکثرو ښایسته وو، زړونه هم ښایسته وي. دا د هغه سپین ږیري خپله تجربه وه، او دا تر یو ځایه ریښتیا هم ده چې اکثره ښه څېره لرونکي خلک شرمناک او نرم مزاجه وي.

دا خبره به یې یا سمه وي، یا به نه وي، خو په دې کې هیڅ شک نشته چې ښایست او ښېګڼه ډېره ژوره او نیږدې رابطه لري. کائنات چې له کله خدای پاک پیدا کړي، دوه حالته لري. یو یې د فساد حالت دی، یو یې د صلاح حالت دی. د فساد حالت هغه وخت رامنځته کېږي چې د شر او خرابي عنصر د خیر یا ګټې پر عنصر غالب شي او اعتدال له مینځه لاړ شي. له همدې امله ځینو قوامیسو فساد د اعتدال په ګډوډۍ تعریف کړی دی.
کله چې د انسان په مزاج کې د اعتدال ماده کمزورې شي، مزاج یې فاسدېږي. د مزاج د اعتدال لپاره بهترینه لاره د طبیعت لمنې ته پنا وړل دي، ځکه چې د خدای پاک د لاس جوړ کړی طبیعت د اعتدال تر ټولو ستر استاد دی. طبیعت د اعتدال تر ټولو ستر استاد دی. له همدې امله ځینې هنر پوهان هنر د طبیعت په تقلید تعریفوي او په دې نظر دي چې هنر د طبیعت تقلید ته وایي.

هنر مختلفي ژانرونه لري خو جوهر یې یو دی. په شعر، سندره، ترانه، د دیني متنونو په ترنم، نقاشۍ، حکاکۍ، مجسمه سازۍ، ادبي لیکنو، رقص او ټولو نورو هنرونو کې مشترک قدر او ارزښت ښکلا ده.

هنر او ښکلا تقریبا مترادف دي او طبیعت د ښکلا سرچینه ده. هنر خپله ښکلا د طبیعت له اعتدال څخه را جلبوي او بیرته همدا ښکلا، او همدغه اعتدال د انسان مزاج ته انتقالوي. انسان چې له هنر څخه خوند اخلي، په حقیقت کې هنر د ده مزاج ته د طبیعت ښکلا ور لېږدوي. همدا علت دی چې فلاسفه هنر د انسان د مزاج د اعتدال ته را وستلو وسیله ګڼي. کله چې د انسان مزاج معتدل وي، نو ښکلی وي، او فاسد نه وي. د همدې منطق پر اساس ویلای شو چې ښکلا د اعتدال معادل ارزښت دی، او اعتدال د فساد د نفیې حالت ته وایي.

هنر د انسان په مزاج کې جمالیاتي حس غښتلی کوي. په بل اعتبار، د انسان د ښکلا د تذوق او خوند اخیستلو حاسه قوي چې دې حاسې ته ذوق وایي.

په کومه ټولنه کې چې د نوي نسل په روزلو کې د جمالیاتي اړخ غښتلي کولو ته توجه کېږي، په هغو ټولنو کې جرایم کمېږي. اکثره جرایم پېشه، افراطي، سخت زړي او وحشي خلک هنرونه نه خوښوي او د ښکلا خوښونې ذوق یې کمزوری وي. دا جرمي سایکالوژۍ ثابته کړې ده.

تاسې به لیدلي وي، د هنر د اورېدلو، یا اجرا، یا خوند اخیستلو په وخت کې انسان ته ځان ډېر سپېڅلی او ښه ښکارېږي. دغه د هنر اصلي رسالت دی چې مزاج اعتدال ته راولي. هنرونه په ټولنه کې ذوق او د حسن، او حسنې یا ښېګڼې پېژندنې روحیه غښتلې کوي.

که غواړئ ښه انسانان پیدا کړئ، داسې انسانان زیات کړئ چې ښایسته او بدرنګه سره بېلولای شي. بدذوقه انسانان اسانه د ګناه ښکار کېږي.

یادښت: هنرونه ټول ښکلي دي، ښکلي هنرونه عبارت زما په شخصي اند ډېر دقیق نه دی، خو ما د مقالې په عنوان کې د دې لپاره یاد کړی چې په افغانستان کې یوه رایجه او خاصه کارېدونکې اصطلاح ده او ما غوښتل چې دقیقا هماغه معنا تداعي کړم.

133 total views, 1 views today

5 comments

  1. غبدالله Reply

    Thank you very much my brother (Mr. QARAR)

    Very nice & interesting message

  2. عبدلخالق Reply

    فکر نه کوم چې ښایسته سړی دی نرم مزاجه وی. دا هم د هغو پر وړاندی چې په قواره کې دونه ښایسته نه ګڼل کیږی یو ډول تبعیض دی. ډاکټر عبدالله خو تر اشرف غنی ښکلی دی که نه.

  3. Hazbullah Reply

    عبدالخالیقه! افسوس کوم چه دا لیکل څنګه زده کړی دی . قرار صاحب څه ووایی او ته څه ووایی عجیبه مثالونه ورکوی. ها ها ها

  4. Omar Zmarak Reply

    په قلم دی برکت سه. واقعآ پرځای لیکنه
    لیکنی دی ډیری ښی راباندی لګیږی یو واری می در سره لیدلی هم دي. شخصیت دی هم تاثیر راباندی کړی دۍ. فیسبوک کی دی هم فالو کوم. ډیر خطر ناکه ځای کی اوسیږم شاید لایک درنه کړای سم. ځینی وخت ځینی مو ضوعات غواړم درسره شریک کړم خو بیا هم. دبیا لیدلو په هیله

  5. Khaliq aziz Reply

    قدرمن قرار صاحب پر ګوتو اوفکر دى برکتونه سه ډير ښايسته او دغټ درس څخه ډکه ليکنه ده
    په بيا بيا ويلو ارزى سړى يي بايد څو څو ځله ووايي چه واقعأ دطبعت قانون او ښکلا پکښي وپيژنى او بيا يي که امکان ولرى په ځان کى عملى کړى

Leave a Reply to Hazbullah Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *