Categories

اعلان

Loading…

افغانستان زیمبابوې ته په ۴۹ منډو ماتې ورکړه

تاند- د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په شارجه کې د زیمبابوې له ملي ټیم څخه د پنځو نړیوالو یو ورځینیو مسابقو لومړۍ سیالي په ۴۹ منډو وګټله.

افغانستان دا بری په داسي حال کې ترلاسه کړ چې نن /جمعه/ د هند صدراعظم نرندرا مودي افغان ملت ته په خپله تاریخي وینا کې د افغانانو د ګڼو افتخاراتو ترڅنګ د افغان نولس کلونو کرکټ لوبغاړو وروستۍ بریا ته اشاره وکړه چې د زیمبابوې نولس کلنو لوبغاړو ته یې په هند کې ماته ورکړه.

د کرکټ په ډګر کې نن (دسمبر ۲۵) د افغان لوبغاړو یوه بله بریا په برخه شوه. دا ځل دا ویاړ د ملي ټیم لوبغاړو ته ورپه برخه شو.

په شارجه کې د پنځوس اورونو په ننۍ (جمعه د دسمبر ۲۵) لوبه کې افغان ټیم پچه وګټله او پریکړه یې وکړه چې بیټنګ وکړي. په پیل کې نور علي ځدراڼ او محمد شهزاد لوبې ته ودریدل او تر څلورم اور ډیر ښه وځلیدل داسې ښکاریده چې افغانان به یو ستر هدف مقابل ټیم ته وټاکي خو په څلورم اوور کې محمد شهزاد په پنځو منډو کیچ اوټ شو او بیا محمد نبي نسبتا ښه و اوولس منډې یې وکړې خو کله چې محمد نبي اوټ کیده افغان لوبډلې ۵۴ منډې لرلې او له هغه وروسته افغان لوبغاړې داسې ژر ژر یو په بل پسې وسوځیدل چې ټولې منډې یې ۱۳۱ شوې او یوازې نور علي ځدراڼ و چې ۶۳ منډې یې وکړې.

2د پنځوس اورونو په لوبه کې ۱۳۱ منډې خورا لږې وې او داسې اټکل هم نه کیده چې پیچ ( د توپ میدان)  دې خراب وي او سمه لوبه دې پرې نه کیږي، ځکه چې د نورعلي ۶۳ منډې د چا سترګو ته دریدې، خو کله چې زیمبابوې لوبه پيل کړه په دوهم توپ امیر حمزه یو لوبغاړی کلین بورډ کړ. لیدونکو ته دا چانس ښکاریده چې یو لوبغاړی و قسمت یې ښه نه و، خو تر شپږم اورو پورې زیمباوې یوازې یولس منډې جوړې کړې وې، په دې وخت کې هم اټکل دا و چې هدف وړوکی دی او زیبمابوې غواړي چې ویکټ وساتي، خو په شپږم اوور کې چې کله میرویس اشرف د زیمبابوې یو لوبغاړی وسوځاوه داسې لږ څه ډاډ پیدا شو او چې په بل اورو کې حمزه د زیمبابوې دریم لوبغاړی بورډ کړ هیلې لږ راوغوړیدې اما بیا هم هدف لږ و او هیله وړه وه. دا وړه هیله هغه مهال له لاسه ووتله چې د زیمباوې د سر لوبغاړي (پي جي مور) او کپتان (چیګنبورا) لوبې ته ودریدل او تر شپاړسم اورو پورې یې ۴۷ منډې جوړې کړې. دغو منډو د ډیرو افغانانو هیلې خاورو ته ورنژدې کړې خو حمزه مور اوټ کړ او بیا نو د زیبمابوې لوبغاړي لکه توت توي شول او تر یو دیرشم اوور یې ایله په بیله ۸۲ منډې وکړې او دا لوبه افغانانو د ۴۹ منډو په توپیر وګټله.

ننۍ لوبه که څوک وشني نو دا ویلی شي چې پیچ لوبې ته جوړ نه و او سپین باولرانو ته تیار و، د همدې لپاره د زیمبابوې ګوګلي سپین باولر (ګریم کریمر) د ۲۰ منډو په وړاندې ۵ افغان لوبغاړي وسوځول.

2د دې لپاره چې میدان ورو توپ اچونکو ته مساعد و، نو افغان کپتان اصغر ستانکزي هم په پیل کې له تیز باولر دولت ځدراڼ سره امیر حمزه یوځای میدان ته راوایست څو باولنګ وکړي او حمزه بریالی شو د مقابل ټیم ۴ لوبغاړي یې د ۱۷ منډو له ورکولو سره له مخې لرې کړل. محمد نبي هم په پنځو اورنو کې د ۱۵ منډو له ورولو سره په ورو باولنګ درې ویکټې واخیستې. په تیز باولرانو کې د افغانستان له لورې یوازې میرویس اشرف وځلیده او په ۵ اورونو کې یې یوازې ۱۳ منډې ورکړې او ۲ ویکټې یې واخیستې.

د ډسمبر په ۲۹ د افغانستان بله لوبه په شارجه کې له زیمبابوې سره ده. دا ځل که میدان بیا هم همداسې وي نو افغان بیټسمینانو ته پکار دي چې میدان سم وارزوي او بیا همهغسې لوبه وکړي. په ننۍ لوبه کې خراب میدان افغان بیټسمینانو ته برات نه شي ورکولی چې لږې منډې یې جوړې کړې.

افغان لوبغاړي به د جنوري تر شپږمې له زیمبابوې سره ټولې پنځه  یو ورځنۍ ( ۵۰) اوورره لوبې وکړي چې یوه یې وشوه او څلور پاتې دي.

32 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *