Categories

اعلان

Loading…

ای! ښه ده چې روژه شته! / جمشېدعمر

وايي له یوه غریب نه چا پوښتنه وکړه، چې دوه او دوه څو کیږي؟
وي ویل: څلور ډوډۍ.

ریښتیا هم چې هر چا سره خپل غم وي. څوک له چانه څه خبر. یو چا راته وویل چې نن مې دریمه ورځ ده چې یوازې چای دم کو او همداسې یې وڅښو. په کار پسې راوځم. تر ماښامه ولاړ یم. کار پيدا نه شي او بیرته په سوچو سوچو کورته روان شم. ویل یې د الله ج نه ډېر شکر ګزاره یم چې په خوله مې مالدارو ته خیري نه راځي. صبر کوم. هر څه به سم شي.

سایل وايي:
ستا پښتنو راسره هیڅ سایله ونه ژړل
ځار د هغو چا چې زموږ په غم خګان کړی وو

موږ نه له چاسره خفګان کړی او نه مو ورسره مرسته کړي، بس ټوله ورځ په خپلې ګټې پسې ورک یو او که حلاله یا حرامه وي، د خپلو بچو په خیټو یې تخته کو.

موږ په دي هیواد کې د نیشنلیزم له مخې ژوند کوو. هر څوک خپل پلو ډېر زور کوي. څوک پښتانه رامخ ته کوي. څوک هزاره او څوک تاجک. په دوی کې بیا هم هغو پسې خلک ډېر زور کوي، چې قوم یې شاته ولاړ وي. د غریب ګریوان چا ونه ګانډه. لاس یې چا ونه نیوه.

رسو الله ص په یو حدیث کې فرمایلی چې الله ج به د قیامت په ورځ هغه څوک چې تعصب یې کړی د تورو ګونګوټو په شان جوړ کړي او په دوزخ کې به یې واچوي. نیشنلیزم هم تعصب دی او څوک چې قوم پرسته وي، د هغه سزا به همداسي وي.

خپل ګاونډ ته نظر وکړئ او وګورئ چې څومره خلک مو په غوربت کې ژوند تیروي؟ د غرمي لري، ماښام ته حیران دي. د ماښام لري، سهار ته حیران دي. که نور څه نشته، خواخوږی خو شته، ډاډینه ورکړی. یواځې یې مه پریږدئ.
د غریب اوښکې موږ ته کیسه کوي، چې زه الله ج غریب پيدا کړی یم او زه په امتحان کې یم. که مې صبر ونه کړ، نو الله ج رانه ناراضه شي.

د ده اوښکې وایي:

تاسو هم په امتحان کې یاست چې ولي مې اوښکې نه پاکوئ. په سر راله لاس نه کاږئ. پوښتنه مې نه کوئ. ولی؟ ښه ده چې روژه شته، کنه تاسو به هیڅکله هم زموږ له حاله نه وی خبر، چې له سیره څو پښیږي؟

انسان حرص لري، چې څومره هم وګټې او خیټې ته یې واچوي، وبه نه وایي چې بس. که یو ګاډۍ دي و، د بل به هم کوښښ کوي. دوه دوکانه لري، دریم ته یې هم سترګې پټې کړي وي… لږ تر خپل لاندې هم نظر کوئ، چیرته یو نیم غریب ګورئ ورسره مرسته کوئ. په مرګ باور نشته، که مو صدقه ورکړه، نو هلته به مو په درد وخوړل شي.

8 total views, 2 views today

2 comments

  1. احمد Reply

    Dear,
    If you could provide me with his contact details, the person you have mentioned in your article, I may be able to help him in some way.

    Thanks,
    Ahmad

  2. ناور کوچی Reply

    ښاغلیه ښه لیکنه ده، خو ځینې ستونزې لري، ړومبی د سایل صیب د شعر په دویم بند کې تېروتنې لرې، هیله ده رښتونې بڼه یې ولیکې
    او بل دا چې نېشنلېزم تعصب نه دی، که وي، پخپله محمدص هم متعصب دی
    ځکه هغه د یوې سیمې له نیولو وروسته ویلي، ویاړم چې د عبدالله زوی د عبدالمطلب لسمی یم، په پښه هاشمي په قبیله قریش او په قوم عرب یم
    که زه په پښتونواله ویاړم، یا خپله ژبه وایم، یا وایم زما له قوم سره ظلم کیږي، دا تعصب نه دی، خو که دري ژبی ماته وايي، چې ته ولې پښتو زما سره وايي، ولې دري نه زده کوې، دا تعصب دی یا که زه دري ژبي ته وایم چې ته خپله ژبه مه وایه، زما ووایه دا تصعب دی، دا هم تعصب دی چې که زه پښتون یم د بل قوم خلک مې په همدې وجه ځوروي، هغه که د پولیس، ډاکټر یا بل څه په نوم وي
    خو د نشنلېزم او تعصب توپیر ډېر دی، ملتپالنه دې ته وايي چې د خپلو خلکو د حق لپاره مبارزه وکړې، د هغوی د ښېګڼې لپاره کار کړې.
    زه یو ملتپال افغان یا پښتون یم، هره ورځ زه شل افغانۍ داسې خلکو ته ور کووم چې پوهېږم کار روزګار نشي کولی، دا صدقه په دې هیله نه ور کووم چې خدای به ماته د دې افغانیو بدله را کړې، بلکې د دې لپاره چې د یو افغان یا پښتون په حیث دا خپل مسوولیت بولم چې همدومره ور کړم، خو که زما تنخا لوړه شي بیا ډېرې افغانۍ ور کووم.
    که سامان را سره وي یو ګاډیوان ووینم چې بېکاره دی، که څه هم سامان پخپله وړلی شم، خو د ګاډیوان د ګټې لپاره خپل سامان د هغه په لاس ګاډي کې اچووم، او یو څه زیاتې پیسې هم ور کووم، دا زما ملتپالنه ده، که یو پښتو بل پنجابی یا تاجګ دوکاندار وي، زه له پښتون سودا کووم، دا هم تعصب نه دی، خو که زه وایم چې د تاجلک یا پنجابي مال سم نه دی، خو مال یې سم وي دا بیا تعصب شو
    هیله ده مطالعه وکړې او په دا ډول مسلو او ځینو اصطلاحګانو پوه شې.
    په درنښت

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *