Categories

اعلان

Loading…

راحیل شریف له طالبانو سره له خبرو وروسته کابل ته راځي

تاند- د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف د یکنشنبې په ورځ کابل ته راځي چې له افغان چارواکو سره د سولې د بهیر په اړه خبرې وکړي.

د پاکستان د پوځ ویندوی عاصم بجوه نن /جمعه/ وویل چې جنرال راحیل شریف به د دسمبر په اووه ویشتمه د افغانستان د یو ورځیني سفر په لړ کې د دغه هیواد له جګپوړو سیاسي او پوځي چارواکو سره خبرې وکړي.

ده د جنرال شریف د خبرو د اجنډا په اړه نور معلومات ورنه کړل خو پاکستاني سرچینې وايي چې د پاکستان پوځ د سولې د بهیر د بیا پیلېدو په اړه د افغان طالبانو له مشرتابه سره خبرې کړي او اوس غواړي چې د خپلو خبرو د نتیجې په اړه له افغان چارواکو سره سلامشوره وکړي.

پاکستان وروسته له دې له طالبانو سره د سولې د پروسې په اړه خبرې کړي چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني د روانې میاشتې په لومړیو کې پاکستان ته لاړ او د امریکا او چین په غوښتنه یې موافقه وکړه چې د پاکستان په منځګړتوب به د سولې درېدلې خبرې بیا پیل کړي.

ولسمشر غني اسلام اباد ته تر تګ مخکې ویلي و چې د افغانستان د سولې لپاره ښه دا ده چې د طالبانو په ځای لومړی له پاکستان سره خبرې وشي.

د سولې لومړۍ مخامخ خبرې د جولای په میاشت کې د پاکستان په مري ښارګي کې وشوې او وټاکل شوه چې بل پړاو خبرې د جولای په ۳۱مه ترسره شي خو د ملا عمر د مړینې اعلان د سولې د خبرو د ځنډېدو پلمه شو.

سره له دې چې ځیني کتونکي د پاکستان له لوري د سولې د خبرو لپاره په پیل شویو هلوځلو شک لري خو د دوی په باور پاکستان ته له مراجعې پرته په افغانستان کې سوله ناشونې ده.

کتونکي ګومان کوي چې پاکستان قصداً د سولې پروسه ژمي ته وځنډوله، چې د طالبانو د حملو د سړېدو فصل دی.

د پاکستان پر هڅو د بدګومانو کتونکو په باور پاکستان به ژمی د سولې په خبرو تېر کړي او پسرلي او دوبي ته به د خبرو د ځنډېدو لپاره یوه بله پلمه ومومي

496 total views, no views today

1 comment

  1. حسن Reply

    باید د جرنیل خبری په ځیر او دقت سره مطالعه شی چی څه غواړی؟
    ټالیبان د همدغو جرنیلانو ، کرنیلانو ، ډیزلیانو لاسپوڅی ، پایدوان دی . کیدای شی د قضیی د حل لپاره داځل کوم نوی شی ولری .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸