Categories

اعلان

Loading…

په سنګین ولسوالۍ کې لا هم سخته جګړه روانه ده

تاند- په هلمند کې سیمه ییز استازي او چارواکي وايي چې لا هم په سنګین ولسوالۍ کې سخته جګړه روانه ده.

د دوی په وینا وروسته له دې چې کومکي ځواک دې ولسوالۍ ته ورسېد، طالبان د ولسوالۍ او امنیه قوماندانۍ له ودانیو په څټ کړای شول خو د ولسوالۍ په نورو برخو کې د دواړو خواوو په مورچو کې د پام وړ بدلون نه دی راغلی.

د سیمه ییزې شورا یوه غړي اختر محمد نن /جمعه/ اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي چې په سنګین کې وضعیت بدل شوی نه دی. د ده په وینا افغان کومکي ځواک ولسوالۍ ته رسېدلی دی. خاص افغان ځواکونه د دوی ملاتړ کوي خو جګړه د سنګین ولسوالۍ له مرکزي برخو وتلې نه ده.

اختر محمد همداراز وايي چې د سنګین اوسېدونکي د ولایت مرکز لشکرګاه ښار ته تښتېدلي دي.

4 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *