تور ملا، سپینه ناوې او سور مېړه / د مجید قرار لیکنه

زېری مې درباندې. تور ملا سپینه ناوې سره مېړه ته ور نکاح کړه. زړه مې و چې زېری د خندا په ځای ژړا کې درباندې وکړم، ځکه چې موږ تاسې د غم په ناوي خېلو کې راځو.
زموږ تاسې د سلو مېړونو کونډه زړه بدرنګه جهاتي ناوکۍ نوې مېړه ته ور نکاح شوه. پرون د نویو دوستانو رویبار په کابل کې په همدې خوشالۍ کې د ټوپک پر ځای د خولې ډزې وکړې. د ټوپک ډزې به هم وشي، خو دا به هوایي نه وي، بلکې د افغانستان په سینه کې به خالي شي.
نکاح د مینې نکاح نه، بلکې په نوې اصطلاح، ارینج مریج دی. د ضرورت پر اساس نکاح ده.
زړه جهاتي ناوکۍ له مېړه پرته پایېدای نشوای او سور زوم چې د سیاسي غلبې او پراختیا شهوت په مخه کړی، په سیمه کې د شر او رذالت اکوڼو ته اړتیا لري. نوی مېړه دا زړه بدرنګه بوډۍ پېژني چې د شر اکوڼي زېږوي. یواځې د شر د نسل زیاتولو لپاره نکاح ورسره کوي.
نه زوم ځوان دی، نه ناوې ښایسته ده، زوم او ناوې دواړه خپل مجبوریتونه لري.
زړه بدرنګه ناوکۍ به هم ژر د نویو جهاتي اکوڼو په زېږولو پیل وکړي. د بدرنګې ناوې په خیرنو تیونو پورې به نه میاشتې مخکې څڼېور او ږیرور ماشومان سریښ وي، او چې کله یې د مور په تي کې شیدې وچې شي نو بیا به د پلاستیکي چوشکونو پر ځای د حورو د خیالي تیونو چوشکونه ور باندې روي.
کېسې استخباراتي دي، څوک خبر دي؟ ښایي نهه میاشتې وخت هم وانخلي. ښایي جهاتي ناوي په خارجي بچي باندې تر مخ بلاربه وي. ښایي کیسې یې تر مخ مردارې کړي وي.
نن په کابل کې د زوم خېلانو رویبار په زغرده وویل چې ناوي او زوم ډېرې چیټۍ او نښې تبادله کړي دي.
د نکاح ملا هم هماغه زوړ، تورمخی پنجابی ملا دی. هماغه تور ملا چې کرۍ ورځ فاحشې ودوي. د خلکو کورونه یې په فاحشو ور خراب کړل. د فاحشو په ودونو کې تلاوتونه کوي. هماغه ملا چې فاحشې خلکو ته بیبیانې ور معرفي کوي. په فاحشو یې د سپېڅلیو او پاکلمنو ناوکیانو زرغونه او سره چکنونه اچولي دي.
په نویو زیرورو او څڼېورو ناوکیانو به ترمخ نومونه اېښودل شوي وي. نومونه به هم تور ملا ايښي وي. په تور ملا هم تور دی چې سپینه زړه بدرنګه جهاتي ناوکۍ یې په ناروا او له شرعي نکاح پرته ترلاسه تېره کړې ده.
تور ملا په ټوله نړۍ کې د جهاتي رنډیو په کاروبار مشهور دی. همدغه تور ملا، همدغه سپینه رنډۍ یو وخت مخکې خپلو یهودو او نصاراوو وروڼو ته ور نکاح کړې وه. دا دی نن یې په نوي مهر ممثل شرعي، سره ملحد او دهري مېړه ته ور نکاح کوي. تور ملا یې په دې نه دی چې نکاح په قرآن او حدیث صحیح ده کنه ده، خو چې ده ته پېټک او خونی ورسېږي او د ده په نوم توره شوې سپینه ناوې د بل کلي په ناخبرو تاوان کړي.
464 total views, 2 views today
7 comments
بې پښو غل را غی، بئ لکۍ غوایې بو تله. بې سر ورته نارې کړې چې په دا یې بو تله
په ۲۰۰۱ کال کې کله چې دطالبانو په امارت بمبارد پيل شو په بې بې سي څلورم چاينل کې مې داکومنترې ژباړله يو تن راغي اودايرکتر ته يې وويل چې داسې شواهد تر لاسه شوي چې روسان طالبانو سره اړيکي لري اوهغوۍ ورته مالي اوپوځي مرسته ورکوي ۔ له هغه وخته تر اوسه دا خبره پټه ساتل شوې وه ۔ خو اوس لږڅه سر يې را پورته شو ۔
په اتيايمو كلونو كې دگورباچف اوريگن ملاقات په ريكياويك كې په دې منتج شو چې باالاخره دافغانستان دوخت دحكومت له ملاتړه لاس واخلي · دداكتر دنجيب له سقوط څه وخت ترمخه استاد رباني مسكو ته بلل كيږي اوهلته دافغانستان دچارو واگی په لاس كې · ځكه چې داكتر نجيب غوښتل مستقلانه سياست پر مخ بوځي په سياست كې ويل كيږي چې نه دايمي دوست شته اونه دايمي دوشمن دافغانستان دپيښو په هينداره كې په صفا ټكو دحراست اوميراثت دشورا جوړيدنه دهمدې لوبئ بله حلقه ده ډير داسې شواهد شته چې ښۍ چې مجاهدو مشرانو هم خپله قبله بدله كړي اوس په پاكستان كې بازار نشته ماركيټ خراب شوی اودمسكو رينك ډير گرم
ښكاري · ·
د زغم وړ نده وروره
ماته خو له اوله دا سپینه ناوکی په پوست کی چندان پاکه نه ښکاره کیدله .ټول پری شکمن وو چی هرجایی او بی حیا ده . چا نه راسره منله . دادی نوی زوم خپله اقرار وکړ چی له ماسره هم جوړه ده . بنا زه وایم دا یی نوی لونډه یا د عاشقی یو بل ملګری دی . البته د آخندی رژیم شیعه ملایانو هم څو ځلی د دی ناوکیو له عشق او عاشقی نه خوندونه اخیستی دی او له لواطت او ګډیدا نه یی کله ناکله پرده پورته کړی ده چی د هلمند پدی وروستیو جګړو کی د ټاپی پروژی پرضد خپلو ډولونو ته ونڅولی.
Lets enjoy red man from white brid.Toor mullah will get money.
جهاد په اشخاصو نه پیژندل كیږی بلکی اشخاص په جهاد پیژندل کیږې قاید المجاهدین ګلبدین حکمتیار