Categories

اعلان

Loading…

چرسي زرک/ طنز/ امین الله عادل

په لوی ققس کې اچول شوی ؤ، ښه دانه ورته اچول کېده او ښه خدمت یې کېده. کله کله به یې چې غاړې کولې نو خاوند به یې هم په ناز سره دده غاړې تکرارولې. په دې سره به چرسي زرک ډېر د خوښۍ احساس کاوه. زرک هغه مهال ډېرې غاړې کولې چې بنګ به یې ور واچول. چرسي زرک که څه هم د خاوند لخوا په قفس کې اچول شوی ؤ او له آزادۍ څخه محروم ؤ، خو فکر یې کاوه چې ژوند همدا دی. خاوند یې چې ورته کښته پورته کېده نو فکر یې کاوه چې دده نوکر دی.

چرسي زرک د خاوند لخوا ډېر تشویق کېده، ښکلي نومونه یې پرې اېښي وو، چې دې ټولو زرک ته ډېر د ویاړ او خوشالۍ احساس ورکړی ؤ او ځان ته ډېر خانتمه ؤ. هره ورځ به یې د جګړې شېبې شمېرلې او په مختلفو حرکتونو سره به یې خپل خاوند پوهاوه چې د جګړې ډګر ته یې ورسوي. کله به چې له بل زرک سره د مبارزې میدان ته ووت څو ځله به یې خپل وزرونه تر خپلو پښو لاندې کړل او په منډه به یې تر بل زرک چټکه دوره را ووهله.

داسې جګړه به یې وکړه چې د ننداره چیانو های او هوی به ټوله سیمه په سر واخیسته. چرسي زرک د خپل حریف خیال نه ساته او نه یې زړه سوی درلود. هر څه به یې چې په وس پوره وو همغه یې کول ترڅو خپل حریف لر (مات) کړي او میدان ترې وګټي. په خپل خاوند يې ځکه ډېر ګران ؤ چې د جنګ هېڅ اصول یې نه مراعاتول. په هر جنګ کې یې په خپل خاوند یو [تلی چرس] قلنګ وو او ترڅو به یې چې تلی نه ؤ وهلی له قفس څخه نه را ووت. جګړې يې ډېر مینه وال درلودل، چرسي زرک نوم درلود او هر چا به ویل چې چرسي زرک چا نه دی مات کړی.

نن بیا له داسې زرک سره مخامخ شو، چې پخوا یې هم ډېر ځله یو له بل سره مښوکې جنګولې او د یو او بل بڼکې یې باد کړې وې، خو دا بل زرک د خپل خاوند لخوا دومره نه ناوزل کېده، کله به یې ښه خدمت کېده او کله به بیا ډېر وخت وږی ؤ. له ډېرو جګړو ستړی شوی ؤ. دا سوال ورسره ؤ، چې دا جګړه د څه لپاره؟ څه کوو، چې په خپلو کې جګړې کوو او نور خندوو! یا زه ګټونکی او یا هغه، آخر دواړه یو زرک یو. نن هم په میدان کې چرسي زرک د تېر په څېر له خپل عادت سره سم خپل وزر تر پښه لاندې کړ او څو چرخکې یې ووهلې.

حریف زرک په منډه کې ورته وویل سادګیه تر کله به همدا جګړې کوو؟ په خپلو کې سره وهو او پردې خلک خوشالوو…! په چرسي زرک خبره ښه ونه لګېده، غټې حملې ته یې خان جوړاوهو چرخکه یې لویه کړه او په ننداره چیانو ورکډ شو. خلکو چیغې کړې “هلئ چرسي ناکام شو، چرسي ناکام شو!” خاوند یې په ډېر قهر سره را مخ ته شو “والله چې ماتې وخوري مردار یې کړم. زما چرس او بنګ خو خوشي نه دي!”

د زرک چې دا خبره واورېده نو د خپل حریف په خبره یې سر خلاص شو او پوه شو، چې څه یې را ته وویل. له ځان سره یې وویل: “ښه نو که میدان و نه ګټم نو چرس نه را کول کېږي! او زه باید مردار شم! ما خو په ریښتیا هم غلط فکر کړی دی… زه د یو تلي چرسو مزدور یم… زما ارزښت یوازې همدا دی، چې له خپلو زرکانو وروڼو سره جنګ وکړم، هغوی مات کړم، ننداره چیان وخندوم او د خپل خاوند لپاره میدان وګټم!” چرسي زرک خپل ځان ډېر پړ وګاڼه او په خپلو تېرو کړو ډېر پښېمانه شو. په تېزه منډه او لنډه لنډه الوتنه يې ځان له میدانه و ایست! چرسي زرک د تل لپاره خپلو زرکانو ته شرمنده او خاوند یې د سیالانو د خندا شو!

471 total views, no views today

1 comment

  1. فاروق سرور Reply

    A marvelous piece of writing and satire with the exposure of political approach and vision . Indeed it is a masterpiece fiction . Well written and deserve to be appreciated . Its writer seems a talented and visionary artist . Carry on my dear . Farooq Sarwar

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2