Categories

اعلان

Loading…

د عراق د ښکلا ملکې ته د اسلامي دولت خبرداری

تاند- د اسلامي دولت په نوم وسله والې سختدریځې ډلې، چې په افغانستان کې یې لا هم خلک د داعش په نوم پېژني، د عراق د ښکلا ملکې ته خبرداری ورکړی چې له دوی سره ملګرې شي.

۲۰ کلنه شیما عبدالرحمن له ۱۹۷۲ راوروسته د لومړي ځل لپاره په عراق کې د ښکلا ملکه غوره شوې ده. تر دې مخکې په تېرو ۴۰ کلونو کې په عراق کې د ښکلا ملکه نه ده غوره شوې.

2خو د کویت د الوطن ورځپاڼې د راپور له مخې شیما ته له غوره کېدو وروسته خبرداري ورکړای شوي چې که د داعش یا اسلامي دولت غړیتوب ونه مني، برمته به شي.

د عراق د ښکلا د ملکې د تنظیم د چارو مسوول وویل چې اغلې عبدالرحمن پریشانه ده خو له هرراز خنډ سره سره اراده لري چې خپل کار ته دوام ورکړي.

د نوموړې له نومه داسي ښکاري چې سُني مذهبه او په خټه کورد (کرد) ده.

2اغلې شیما، چې د عراق د شمال د کرکوک اوسېدونکې ده، این بي سي نیوز تلویزیون ته وویل:«غواړم چې دا ثابته کړم چې عراقۍ ښځې هم په ټولنه کې حضور لري، دوی د سړو په شان حقوق لري. څه چې زه کوم غلط کار نه دی.»

ټاکل شوې وه چې د عراق د ښکلا د ملکې په سیالۍ کې شاوخوا ۲۰۰ نجونې برخه واخلي، خو د ګواښونو له کبله په دې سیالۍ کې تر ۱۰ لږو ګډون وکړای شو.

239 total views, 4 views today

1 comment

  1. kbyber amini Reply

    دا یوه ډیر علت کار ده

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *