Categories

اعلان

Loading…

د افغانستان او زیمبابوې نړیوالې مسابقې نن په یو ورځینۍ مسابقه پیلېږي

تاند- ټاکل شوې ده چې د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې نن /جمعه/ په شارجه کې د افغانستان په کوربه توب په نړیواله مسابقه کې مخامخ شي.

د افغانستان او زیمبابوې لوبډلې به په خپل منځ کې ۷ سیالۍ وکړي.

دا سیالۍ به د جنورۍ تر لسمې پوري دوام وکړي.

د افغانستان د کرکټ بور‌ډ په وینا د افغانستان د کرکټ ملي ټیم به، چې په متحده عربي متحده اماراتو کې د دې مسابقو کوربه دی، له زیمبابوې سره ۵ نړیوالې یو ورځینۍ او دوې شل اووریزې مسابقې وکړي.

دا سیالۍ د راروانې جمعې /دسمبر۲۵/ په ورځ پیلېږي او د راتلونکي کال د جنورۍ تر لسمې پوري دوام کوي.
د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري د دې سیالیو لپاره ۲۱ کسیزه لوبډله معرفي شوې ده.

د کرکټ بورډ په وینا دغو لوبغاړو، چې لاندې یې فهرست وینئ، په متحده عربي اماراتو کې تمرینونه کړي دي.

2CRIC
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې سرروزونکی انظمام الحق د زیمبابوې په وړاندې په مسابقو کې د بري ترڅنګ هیله لري چې افغان ټیم به د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ته ورسېږي.

ده له ګلف نیوز ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي چې افغان ټیم حاضردمه د فیټنس یا بدني روزنې په برخه کې کمزوری دی او په نړیوالو معیارونو برابر نه دی.

ده ویلي چې اوس په دې برخه له افغان لوبغاړو سره زیات کار کوي او هیله لري چې افغان ټیم به د نړۍ د لومړی درجه ټیمونو په کتار کې ودروي.

زیمبایوې د کرکټ د نړیوالې شورا د بشپړ غړیتوب لرونکی هیواد دی چې په وروستیو (اکتوبر میاشت) کې افغانستان په خپله خاوره کې د یو ورځینیو او شل اووریزو مسابقو لړۍ ورڅخه وګټله.

افغانستان تېره میاشت په زیمبابوې کې د دغه هیواد له ملي لوبډلې څخه د یو ورځنیو او شل اووریزو مسابقو لړۍ وګټله.
که افغانستان بیا هم زیمبابوې ته ماتې ورکړه په نړیواله درجه بندۍ کې به د افغانستان ځای لوړ شي.

79 total views, 2 views today

1 comment

  1. Mirajmal Reply

    په امید پیروزی شما

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *