Categories

اعلان

Loading…

د افغانستان د فوټبال ټیم بنګله دېش ته ۴ صفر ماتې ورکړه

تاند- د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې نن /پنجشنبه/ د جتوبي اسیا د فوټبال د سیالیو په لومړۍ مسابقه کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه.

د افغانستان د ټیم لپاره څلور ګلونه مسیح سیغاني، فیصل ښایسته، زبیر امیري، او خیبر اماني ووهل.

افغان لوبغاړو له پیله تهاجمي لوبه پیل کړه او لوبه یې تر پایه په کنټرول کې لرله.

سره له دې چې افغان لوبغاړو په لومړیو حملو ونه کړای شوای چې ګول ووهي خو په ۲۶ مه دقیقه د زبیر امیري ګول د افغان لوبغاړو د ګولونو لار پرانسته.

دوهم ګول یوازې څلور دقیقې وروسته بعني په دېرشمه دقیقه ووهل شو.

افغان لوبغاړو په لومړۍ نیمايي کې درې ګولونه ووهل. په دوهمه نیمايي کې یې زیاتو ګولونو ته اړتیا نه لرله خو بیا یې هم یو ګول بل وواهه او په دې توګه دا لوبه څلور په صفر د افغانستان په ګټه پای ته ورسېده.

افغانستان به د شنبې په ورځ له بوټان سره مخامخ شي چې نسبتاً کمزوری سیال دی.

د جنوبي اسیا د فوټبال په فدراسیون کې د اسیا د لویې وچې کمزوري ټیمونه سره یوځای شوي.

افغانستان ته د دغو ټیمونو په منځ لوی سیال هند ګڼل کېږي. افغانستان تراوسه پوري یوځل د جنوبي اسیا د فوټبال د فدراسیون اتلولي ګټلې ده.

219 total views, 1 views today

1 comment

  1. Mirajmal Reply

    ستاسو داتلولي په هیله

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸