Categories

اعلان

Loading…

د هند صدراعظم د ملي شورا د نوې ودانۍ د پرانستلو لپاره کابل ته راروان شو

تاند- د هند صدراعظم نریندرا مودي نن کابل ته راروان دی څو له افغان ولسمشر او نورو چارواکو سره د هند او افغانستان د اړیکو د لا غوړولو په اړه د خبرو ترڅنګ د افغانستان د ملي شورا نوې ودانۍ پرانیزي.

دا له کله چې ښاغلی مودي د هند صدراعظم غوره شوی دی، افغانستان ته د نوموړي لومړنی سفر دی.

ټاکل شوې ده چې ښاغلی مودي او ولسمر محمد اشرف غني سبا /جمعه/ د کابل په دارالامان مېنه کې د ملي شورا د دواړو جرګو لپاره د هند په مرسته نوې جوړه شوې ودانۍ پرانیزي.

په دې لوکسه او مجهزه ودانۍ، چې په پنځلس جریبه مځکه کې ودانه شوې، ۲۰۰ ملیون ډالره لګول شوي دي.

دا به په یوه اوونۍ کې دوهمه دوه سوه ملیون ډالري ودانۍ وي چې په کابل کې افتتاح کېږي. تر دې وړاندې روانه اوونۍ د کورنیو چارو وزارت ته د امریکا په مرسته جوړه شوې ودانۍ پرانستل شوه.

د صدراعظم مودي تر سفر یوه ورځ مخکې د هند له لوري افغانستان ته له ۴ ډالۍ شویو ایم آی -۲۵ څرخکو ځنې درې کابل ته راورسېدې.

ځیني سرچینې وايي، صدراعظم مودي به د کابل د سفر په لړ کې افغانستان ته د هند د نورو مرستو اعلان هم وکړي.

دې هیواد په تېرو ۱۴ کلونو کې له افغانستان سره د څه باندې ۲ ملیارد ډالرو مرسته کړې ده.

که څه هم د مرستو د اندازې له پلوه هند د افغانستان شپږم ستر مرسته کوونکی هیواد دی خو د دغه هیواد مرستې له دې کبله د ډېر اهمیت وړ دي چې د خپلو خلکو یوه لویه برخه یې په فقر کې اوسي.

62 total views, 2 views today

1 comment

  1. Mirajmal Reply

    دهند صدراعظم سفر افغانستان ته ډیر اهمیت لری د ملی شورا ودانی پرانیستل او له فغانستان حکومت ځخه د خپل حکومت ملاتړ
    اعلان . د هند حکومت تحفه د ملی شورا ودانی او د باکستان حکومت تحفه د دارالامان ماڼی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *