Categories

اعلان

Loading…

د هند له ۴ جنګي څرخکو څخه ۳ افغانستان ته راورسېدې

تاند- د هند حکومت افغانستان ته له څلورو ایم آی -۲۵ جنګي هیلي کوپترو څخه، چې افغانستان ته یې د ورکولو ژمنه کړې ده، درې وسپارلې.

هند سږ کال ژمنه وکړه چې څلور روسي جنګي څرخکې به افغانستان ته ورکړي.

دا درې څرخکې افغانستان ته د هند د صدراعظم نریندرا مودي د سفر په درشل کې افغانستان ته راوسېدې.

ټاکل شوې ده چې ښاغلی مودي د جمعې په ورځ له روسیې څخه کابل ته راشي او د افغانستان د ملي شورا ودانۍ، چې د هند په مرسته جوړه شوې ده، پرانیزي.

صدراعظم مودي اوس په مسکو کې دی او له روسي چارواکو سره پر دوه اړخیزو مسلو سربېره د افغانستان پر وضعیت هم ږغېږي.

روسیې هم ویلي چې افغانستان ته وسلې ورکوي.

افغانستان ته د جنګي وسلو ورکړه د هند د اوسني حکومت په پالیسۍ کې د لوی بدلون ښکارندویې کوي ځکه چې دغه هیواد مخکې نه غوښتل چې له افغانستان سره تسلیحاتي مرسته وکړي.

هند لومړنی هیواد دی چې له افغانستان سره یې د ستراتیژیکو همکاریو سند لاسلیک کړ خو له دې سره سره یې له افغانستان سره خپله امنیتي مرسته د شاوخوا زرو افغان امنیتي ځواکونو تر روزنې پوري محدوده ساتلې وه.

- هند افغانستان ته درې (Cheetal) چیتال پوځي هیلي کوپترې له پرزو او اضافي وسایلو سره ورکړې.

– هند په اپریل کې افغانستان ته درې چیتال پوځي هیلي کوپترې له پرزو او اضافي وسایلو سره ورکړې.

هند هر کال شاوخوا زر افغان امنیتي ځواکونه روزي او غیر تسلیحاتي مرستې ورکوي.

دې هیواد د سږ کال په اپریل کې افغانستان ته د چیتال په نوم ۳ کوچنۍ څرخکې ورکړې. له چیتال څرخکو څخه چندان پوځي استفاده نه کېږي.

خو دا لومړی ځل دی چې هند یوه بل هیواد ته جنګي هیلي کوپترونه ورکوي.

له ایم آی -۲۵ جنګي څرخکو به افغان امنیتي ځواکونه د طالبانو پر ضد په جګړه کې کار واخلي.

ټاکل شوې وه چې امریکا له روسیې څخه دا ډول هیلي کوپترونه د افغانستان هوايي ځواک ته رانیسي خو د اوکراین پر سر د روسیې او امریکا د اړیکو د خرابېدو له کبله کانګریس له روسیې سره د دې سودا مخه ونیوله.

152 total views, 1 views today

2 comments

  1. Mirajmal Reply

    له هند حکومت او ولس نه مونږ مننه کوو ډیر پر اساس وقت کی دافغانستان لاس نیولیه

  2. Mirajmal Reply

    د هند حکومت تحفه افغانستان ته څلورو ایم آی -۲۵ جنګي هیلي کوپتر او د ملی شورا ودانی
    د باکستان حکومت تحفه افغانستان حکومت ته د دارالامان ودانی د خلکو وژنه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2